نظــر

د کرونا په وړاندې بايد ذیصلاح جهتونه توجه وکړي

د کرونا له احتمالي خطر څخه د خوندیتوب په مؤخه ټول لوی ښارونه قرنطین او پر ګرځ و کاروبار بندیز ولګېده

عزام حقاني

د کرونا له احتمالي خطر څخه د خوندیتوب په مؤخه ټول لوی ښارونه قرنطین او پر ګرځ و کاروبار بندیز ولګېده.

ایا حکومت د هغه یقیني خطر چې زموږ ملت ورسره لاس او ګرېوان دی د مخنېوي لپاره کوم تدابیر نېولي دي؟

هغه غریب افغان چې له ورځې به یې ١٠٠ افغانۍ ګټلې او ماښام به یې خپلو بچو ته پرې خوراکي توکي اخیستل نن هغه هم ورباندې بند کړل شو، د ده او کورنۍ د خوندیتابه لپاره مسؤل جهت کوم اقدام کړی دی؟

له کله چې هم په افغانستان کې د کرونا ناروغي د پېښو د ثبت خبر ورکړل شوی له هغې ورځې راهیسي تجارانو او دوکاندارانو د خوراکي موادو نرخونه دومره اندازه جګ کړي دي چې اکثریت خلک یې د اخیستلو توان نلري ځکه د دوی غریبانو روزانه امدني ١٠٠ افغانۍ وي او د یوې بوجۍ اوړو نرخ ٢٠٠٠ افغانۍ دی، په داسې حال کې چې هغه سلګون هم ورباندې قطع شو!!

نو بنأء مسؤل جهتونه که حکومت دی او که طالبان باید د دې لویې یقیني غمیزي څخه د افغان ولس د ژغورلو لپاره له ټولو ممکنه لارو کار واخلي او ولس د لوږې له یقیني مرګ او وباء څخه وژغوري، کنه د لوږې له امله به لویه انساني فاجعه رامنځته شي.

حکومت د نورې نړۍ څخه په ړانده تقلید ښارونه قرنطین او خلک یې په کورونوکې ایسار کړل؛ خو د هغوی په څیر یې د خلکو د ژوند د اساسي ضروریاتو د رفعې او پوره کولو لپاره هیڅ تدبیر په پام کې نه دی نېولی.

آن تجارانو یې د وطني صنعت او تولید نرخونه په مظلومو هېوادوالو په څو چنده اوچت کړل او دوی تر اوسه کوم مؤثر اقدام نه دی کړی.

طالبان باید په خپلو سیمو کې د کرونا ناروغي څخه د وقایوي خوندیتابه د پوهاوي په مؤخه پیل کړي کمپاین کې د عاجزه مسلمانانو د نفقې او لوږې غم هم وخوري او تجاران مجبور کړي چې نرخونه عادي حالت ته راولي.

ځکه اوړه هغه څه دی چې تولید یې په داخل کې دی او یوازې د هرات له میل نه په ٢٤ ساعته کې٣٥٠ ټنه اوړه تولیدېږي دا راز د ننګرهار، هلمند، بلخ او غزني میلونه.

خو نرخونه تر پخوا په څو برابره د ولس د مجبوریت په خاطر جګ شوي دي.

باید د کورونا ناروغي څخه د ولس د ساتنې لپاره په داسې لارو چارو غور او ورڅخه استفاده وشي چې هم ولس خوندي شي او هم د یو لویې فاجعې چې لوږه ده او مرګ ورسره یقیني دی مخه ونیول شي.

خدای مه کړه چې د کرونا له خطر څخه د ساتلو له امله ولس د لوږې په دوزخي کنده کې وه نه ولوېږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close