افغانستاند سولې څارسولې اړوند خبرونه

ويسا ورځپاڼه: ارګ د بین الافغاني خبرو لپاره په ډېر مهارت بې صلاحيته او طالب ضد پلاوی ګومارلی

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۱وری، ۱۳۹۹ل): له کابله خپرېدونکې ويسا «ورځپاڼې» په خپله سرمقاله کې د ارګ له لوري له طالبانو سره بین الافغاني خبرو لپاره اعلان شوي پلاوي په اړه بحث کړی دی.

سرمقاله وايي، حکومت دا پلاوی ټولشموله بولي او امريکا يې هم هرکلی کړی، خو طالبان او سياسي ګوندونه پرې نيوکې لري.

سرمقاله زياتوي، چې طالبانو او سياسي ګوندونو پر دغه پلاوي نيوکې کړي او دا يې ټولشموله نه دی بللی.

د سرمقالې ليکوال وايي، ارګ په ډېر مهارت سره داسې پلاوی ټاکلی، چې په ظاهره له ارګ سره اړيکې نه لري، خو د سولې په خبرو کې به د ارګ د دريځ دفاع کوي.

سرمقاله زياتوي، چې دا پلاوی يو سمبوليک حیثيت لري، چې يوه لور ته د سولې د درنې مسئلې روحيه او تجربه نه لري او بل لور ته واک هم نه لري، بلکې د سولې بشپړ واک به يې د ارګ د مصالحې شورا پورې تړلی وي، چې د ارګ تر اغېز لاندې به وي.

ويسا ورځپاڼه وايي، که حکومت په رښتينې معنا خپلواک او د سياسي څېرو ټولشموله پلاوی ټاکلی وای، د سولې په لاره کې به يې اغېزناک رول درلودلی وای، خو د ارګ ونډه به په کې کمرنګه وای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

غلامی اداره ټول ناوړه او فاسد غلامان ځای په ځای شوی (( مهارت )) او غلامه اداره لیری یو له بله لیری خبره ده . که مونږ او تاسی غلام تعریفوو یو تعریف یی دا چه غلام د شاهدی ورکولو جوګه نه دی غلام د ځان مالکیت نه لری نو د نظر ورکولو او داسی نورو تصامیمو نیولو یا شاهدی ورکولو حیثیت او صلاحیت به کله ولری .
ارګ یا د کابل غلامه اداره دغه ټیم نه ټاکلی او نه یی ټاکی نو [[[ مهارت ]]] له کومه شو غلامه اداره یا غلام غنی تل د څه ویلو او څه کولو دپاره دستور او قومانده ورکول کیږی او غلام غنی یی داسی وانمود کوی یا داسی تمثیلوی چه دا د غلام غنی وینا یا کړنه او تصمیم دی ، هو هغوی ته یی شکلی دریشی او نیکټایی په غاړه کړی په ضد مرمی موترو او باډی ګاردانو منځ کی ځکه ګرځی د اشغلګرو ګتی خوندی کوی او مظلوم اولس ورله استثماروی . لکه ډرامه کی چه یو کس د جمور ریس یا پاچا وزیر په رول کی کار کوی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close