افغانستان

سوداګرۍ خونه: د بندرونو بندېدو له امله هره ورځ سوداګرو ته ميليونونه ډالره زيان اوړي

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۱وری، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د صنايعو او سوداګرۍ خونه وايي، له پاکستان سره د سوداګرۍ او بندرونو تړل کېدو له امله هره ورځ سوداګرو ته ميليونه ډالره زيان اوړي.

د صنايعو او سوداګرۍ خونې مرستيال خان جان الکوزي رسنيو ته ويلي، له تېرو دوو اونيو راهيسې، چې پاکستان د تورخم او سپين بولدک دروازې د عامو خلکو او سوداګريزو لاريو پر مخ تړلي، د افغان سوداګرو ۹۰۰۰ کانټينر په پاکستان کې بند پاتې دي او د هر کانټينر پر سر ترې پاکستان هره ورځ يونيم سل ډالره جريمه اخلي.

د صنايعو خونې مرستيال وايي، که له پاکستان سره تړلې پولې خلاصې نه شي، په دغو کانټينرو کې به د موجودو مالونو او خوراکي توکو مودې پای ته ورسيږي او سوداګرو ته به شاوخوا زر ميليونه ډالره زيان ورسيږي، چې بیا به يې څوک د جبران ورکولو هم نه وي.

ښاغلي الکوزي زياته کړې، چې د لارو بنديدو سره نه يوازې سوداګرو ته هره ورځ ميليونونه ډالره زيان اوړي، بلکې په هېواد کې دننه هم د توکو بيې ورسره لوړيږي او همدارنګه د صادراتو په برخه کې افغانستان ته د ميليونونو ډالرو زيان اوړي.

د سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيال له حکومته غوښتي، چې له پاکستان سره د پولو خلاصېدو لپاره ګامونه پورته کړي او سوداګرو ته د اوښتو زيانونو د زياتېدو مخنيوی وکړي.

د سوداګرۍ وزارت وايي، د دې ستونزو د مخنيوي لپاره له پاکستان سره په اړيکه کې دي او هڅه کوي، چې دې ستونزې ته حل راوباسي.

ټاګونه
ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close