ادبي لیکني

د فلکیاتو په برخه کې «کاینات ژوندي دي» د استاد قرآن مل صاحب ارزښتناکه اثر

محمد ناصر نېکزاد

د هرې ټولني ، ملت او ژبي د ژوندي پاته کیدلو او د ورکیدو څخه د خوندي ساتلو یوه اساسي لار داده چي د هغي ټولني او هماغه ملت علماء ، لیکوالان ، استادان ، شاعران او ژباړونکي ژبه خپل وبولي او د خپل مکلفیت او مسئولیت پر اساس داسي علمې او اکاډمیک لیکني ، څیړني ، او ژباړي وکړې ،چي د ټولني او ملت د پرمختګ سبب وګرځي.

د علومو د پرمختګ په لړکښي زموږ اسلافو د خپل مسئولیت پر اساس په بیلابیلو برخو کښې داسي اساسي هڅې کړې دي چي تاریخ او ژبه يي هېڅکله نه هیروي لکه امام محمد اسماعيل البخاري صاحب د حدیثو په راټولولو کښي داسي څیړني کړې چي د قران څخه را وروسته دوهم معتبر او منل سوی کلام بلل کیږي، او د فلکیاتو په برخه کښي امام ابو الاسحاق زرقالي ، د خپل عقل او قراني فکر څخه داسي څيړني کړي چې د نړی ۱۰۰۰ کلن غربي علماء د فلک په علم کښي ورته عاجزه سول.

زموږ د اسلافو پر قدم تلونکو د پخو قدمونو لیکوال یو هم استاد نوراحمد قران مل صاحب دی ، قرآن مل صاحب د خپلو بیلابیلو لیکنو ، څیړنو او ګڼو نورو اثارو د لیکلو له لارې خپل هیواد ، فرهنګ او د ژبې په غني کولو کي خورا ځلېدلي او منل سوي اثار پریښي دي، چي د همدي استاد پر پوهنه، استعداد او ايماني وجیبې په ادا کولو سره ثابت پاته دي.

د استاد قران مل صاحب په لیکل سویو اثارو کښې یو هم «کائنات ژوندي دي» چي سارۍ یي د سیمي او هیواد په کچه نه لیدل کیږي ، د قران د متن او بطن څخه داهغه دقیق او مؤثر اثر دئ چي د فلکیاتو ستور پوهني او د قراني اعجاز څخه ډکې معجزې پکښي ثابتي دي ، نوموړی اثر د قران په ژبه او د قران مل په قلم د نړی سترو پوهانو پروفسیرانو او فیلسوفانو ته چلنج ورکوي چي اوس هم د دي کائناتو په اړه داسي پټ رازونه شتون لري چی ټول ساینس پوهان یی تصور هم نسي کولای.

په مشاهداتي کائناتو کښي ساینس یواځي د میلیاردونو ، تریلیارډونو ، کواردرلینونو آن کوانټلیونوستورو تر منځ د یوه ستوري ابعاد او سیارې څیړلي دي ، حال داچي قران مل صاحب په خپل دي ارزښتناکه اثر کي د قران له قوله ددي کائناتو په اړه داسي څیړني کړي چي ټول ساینسي جهان يې د فکر کولو توان هم نه لري .

هو!
اوسنۍ نظریې د ستورو ، کهکشانونو د پیدایښت په اړه داسي څرګندونې کوي چي یو وخت دا کائنات په یوه ټکي کښي سره یوځای وه چي د هيڅ په معني سره يي تعبیروي او د هغي څخه وروسته د بيګ بينګ یا ستري چاودني سره هرڅه رامنځته سول ، خو استاد قران مل صاحب په دي دروند آثر کی داسي ثبوت وړاندي کوي چي د ستري چاودني مخکښي د ستر څښتن ج واک ، عرش ، اوبه او الهي ځواک شتون درلود او همدا خبره د ټولي نړی کفارو او پوهانو ته الهي چلنج دئ چي دا کائنات د ستري چاودني څخه مخکی هم ژوندي او اوس هم د یوه الهي قدرت په درشل کي ټول کائنات ژوندي او حرکت کوي.

ریشتیا هم د استاد قران مل صاحب دا کتاب انسان د تیارو څخه رڼا ته بیایې او د ستر څښتن ج د حکمت ، قدرت او پر علم الیقین باندي د هدایت څراغ په لاس ورکوي چي د ستورو کهکشانونو سیارو په اړه مبهمي ، پېچلې او نامعلومې موضوع پر حقیقت روښانه معلومات ورکوي ؛ چي تر دي مخکي یې سارۍ نه لیدل کېده .

موږته د فلکیاتو او ستور پوهني پوهه د پردیو علم ښکاري ، دي علم ته موږ باید ډېر کار کړي وای ، کتابونه مو ورباندي لیکلي وای د نورو ژبو څخه مو ژباړي ، څیړني او سپړني کړي وای، نور مو هم همدي قراني علم ته خدمت کړي وای، په پوهنتونونو ، مدارسو او مکاتبو کي مو ځانګړي نصاب ورته درلودلاي ، خو وینو چي خبره برعکس ده ؛ له نیکه مرغه دغه علمي تنده قران مل صاحب د کائنات ژوندي دي ارزښتمن اثر چي په خپل بطن او متن کي يې خورا ژور علمي فلکي بحثونه تر سترګو کیږي ، د هرې موضوع محتوا يې د سوونو مقالو ، څیړنو او تحقیقاتو مأخذ او سرچینه بلل کیږي ، د دي کتاب د مطالعي څښتن کولای سي د فلکیاتو علم ته لاره پیدا کړي او د نورو پرمختګونو لپاره د همدي کتاب څخه ګټه پورته کړي .

په یاد کتاب کښي د ستور پوهني او دي قرآني علم له یادونو څخه د کائناتو پیدایښت ، د کائناتو ملکیت ، د کائناتو پالنه او خدای پالني پر موضوع ګانو باندي تر بحث وروسته د انسان فطرتي پیدایښت ، الهی ربوبیت ، خلقت ، فلسفه د انسان د ژوند مسیر تر څیړني لاندي نیول سوي ،ورسره د همدي انسان د عقیدي مظبوطولو لپاره قراني معجزي منطقي فلسفه او آن د کائناتو خوځښت او ژوندي پاته کیدلو د ځواک ،ضعف او بیرته فناه کیدلو په لور ډیر واضح الفاظو کارول سوي دي .

ښاغلی قران مل صاحب د ستور پوهني د علم په ډګر کښي تر ټولو ستر خدمت دا هم کړي دی چي د غربي ساینسپوهانو ستور پیژاندو او اسلامي مفکرینو تر منځ داسي یو روښانه توپیر يې راوستی چي داسلام مبارک دين د قرآن حقانیت ، سپيڅلی نبوت ، خدائې حکمت ، قدرت او عظیم الشان علم یي د لمر په څير ځلانده بللی او د همدي غربي مفکرینو پوهه یې توره تیاره پرتله کړې

هو !
لکه څنګه چې نن سبا ځيني کسان غربي مفکرینو ته دعقل څښتنان وايې او حال داچي قرآن ورته د بيعقلانو خطاب کوي، نو قرآن مل صاحب هم د کائنات ژوندي دي په دي علمي خزانه کي ورته داسي قرآني دلائل پیېلي دي چي د راتلونکو نسلونو لپاره د کائناتو علم ( ستور پوهني ) په برخه کي د خیر او ښیرازی بڼسټ ګڼل کيږي.

لنډه داچي دا کتاب د ستورپوهني د علم دبيا را ژوندي کولو ، د راتلونکي نسلونو د علمي بقا ، خدای پالني، پوهي او په همدي ډګر کي یو بي ساری قرآني پرتله ده چي د ډیرو کتابونو ، لیکونو ،مقالو ، منوګرافونو ، سیمینارونو او آن د نړیوالو لکچرونو د مآخذ په توګه کارول کیږي.

په درنښت

نیکزاد

کندهار۱۳۹۸ل کال حود ۲۲

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
13 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

قران مل صاحب ته دی الله عظیم الشان اجرونه ورکړی ، کشکی مونږ یی کتاب لوستلو ته لیار موندلی وی کتاب مو لوستلی او بیا مو د دی لیکنی په اړه د خپل کم علم په رڼا کی به څه ناڅه ارزونی کړی وی او مونږ به له هغه کتابه څه زده کړی ترلاسه او د لویدیز ساینس داانانو سره به مو وخت ناوخت شریکی کړی هغوی ته به مو د لا ډیرو څیړنو او پلټنو لړی پرانستلی وی او کومی څیړنی چه یی تر اوسه سهوا یا قصدا وړاندی کړی وی هغوی کی به یی بدلون راوستی [لکه د داروین غلط نظریات چه د نن ورځی ساینس دانان یی د فالس کنسپت ( غلطو نظریاتو ) د عنوان لاندی راولی ] تر دی دمه چه د داروین په شان نورو قصدا کومی غلطی نظریی ورکړی او ورکوی یا ځینی مستشرقین بلبلان یی معلوماتونه زمزمزمه کوی داسی یی وانمود کوی چه ساینس له ادیانو ډیره فاصله لری یعنی ساینس هغه څه دی چه مونږ پری باور کولای شو او اسلام یا په مجموع کی ټول ادیان د کلچر یوه برخه ده یعنی د دودونو مجموعه ده او حتی د الله ج له شتون څخه هم انکار کوی مګر د مظلوم بشریت د خطا ایستنی د پاره یی په ښکاره ټکو کی نه وایی.
انسانان نه یواځی دا چه ټولنیز جوړشت لری بلکه ټول انسانان د یو وجود حیثیت لری یعنی د ټولو انسانانو پوهه، تجربی، وړتیا او پیاوړتیا سره شریکوی او د طبیعت له مهربانی او پراخی لمنی بی شمیره لاسته راوړنی تر لاسه کوی چه له امله یی د ژوند چاری اسانی کړی او تیزی کړی دی مهمه نه ده چه هغه انسانان د نړی په کوم هیواد او کومه جزیره او بانډه کی اوسیږی ، دمثال په توګه برق اډیسن ځانله نه دی کشف کړی ځینی لا د اختراع ټکی یادوی دا ناسمه اصطلاح ده برق په طبیعت کی شتون لری مونږ نه وو کشف کړی ، ډیرو نورو د خپلو پوهو او تجربو په مټ چه هغه یی کتابو کی لیکلی وی وروستنو یا ادیسن له هغو څخه په استفاده کولو برق په عملی بڼه کی کشف کړو .
په ساینس نړی کی هم دروغ، غلا او درغلی شتون لری کیدی شی برق نورو د اډیسن د کشف په شان کشف کړی مګر نړیوالو ته برملا شوی او رسمی شوی نه وی کتابونه او تجربی یی ادیسن په شان خلکو ته رسیدلی او هغه دغه کشف په خپل نامه مسمی کړی وی له امکانه لیری نه ده او کیدی شی دا د ادیسن خپل استعداد او ځانګړتیا وه نړیوالو ته د لوی خدمت مصدر جوړ شو ، ځینی پکی داسی ساینس دانان هم شته لکه اتومی توانایی چه یی کشف کړه او لا بارود یی کشف او یا نوری دسته جمعی وژنو وسلی یی جوړی کړی بشریت ته د خدمت په ځآی یی د لوی خیانت مرتکب شوی هم دی او لا هغوی په دی نیت هغه کشفیات نه وو ترسره کړی مګر وروسته ساینس دانانو تری داسی مهلکی وسلی جوړی کړی چه نړیوال استعمارګر تری د مظلوم بشریت د استثمارولو او استعمارولو د پاره ناوړه استفاده کوی .

noorahmad

دروند وروربیانزی. السلام علیکم ورحمت الله. الله پاک دي تاسي پخپل حفظ کي ولري. که مي اوس هم مجلد کتاب په اختیار کي وای تر تاسي مي جاراوه، ان شاءالله پر وټساپ به در ولیږل سي. خو مجلد يې په مستقبل کتاب پلورنځی کي د دشاداب ظفر او په کندهار کي د صداقت او کروړ کتابخانو سره سته درنښت. ستاسی قران مل

محمد

د استاد بيانزي صاحب په تبصره باندي تبصره
سنگه چ بيانزي صاحب په يوي طريقي سره كوشش كري ده چ د برق كشفولو يا د نورو عصري شيانو په جورولو كي د ساينسدانانو ستاينه وكري سنگه چ تر ننه پوري أكثره يي په ناپوهي ستائنه كوي او بيا يو زاي كي ليكلي چ ممكن اديسون كي دا استعداد وو چ د تولي دنيا لپاره د خدمت مصدر جور شو او بيا د بارودو يا منفجره موادو ذكر كري ده چ هغه ساينسدانان د خيانت مرتكب شول نو زه په لاندي تكو غوارم ورته ووايم چ كه بيانزي صاحب داسي فكر كوي چ بارود په عصري شيانو كي خه ندي او د دسته جمعي وژنو لپاره وسيله ده نو زه به دا ورته ووايم چي
١: برق تر بارود خطرناك او ضررناك ده خو زيات خلك ورباندي نپوهيژي همدا تول وژونكي وسايل د برق پواسطه فعاليت كوي او بارود د برق شارت سره منفجر كيزي .
٢: لدي علاوه بعضي خلك دا وايي چ له برق خو شه گته هم اخيستلاي شو لكه رنايي وركوي نو مونگ ورته وايو چ ته پردي خبر نه يي چ خداي ولي شپه طبيعتا تياره پيدا كري ده او په طبيعت خلقت يا فطرت كي تغير راوستل بغير له شيطانه نور د چا كار كيداي شي. او روښانه ککړتیا يا (light pollution) سه ته وايي او نن صبا چ نري روخانه ككرتيا باندي گرفتاره ده او د تولو مخلوقاتو نظم گدود شوي ده دا ولي؟.كوم مخلوقات چ بايد د شپي تياره كي ارام وكري هغه إخلال كيژي او كوم مخلوقاتو ته چ د شپي په تياره كي د گرزيدلو ترتيب ايخودل شوي هغه هم اخلال كيژي چ همدا د انسانانو غير طبعي او غير فطري اعمال ددي باعث گرزيدلي ده چ په تول جهان كي گدودي منز ته راشي او منفي تاثيرات يي پر تولو مخلوقاتو او طبيعت او پخپله انسانانو پريوزي حتي د همدي برق روخنايي د انسانانو پر مغزونو او نور وجود منفي تاثيرات لري بهر صورت دا دير عميقه موضوع ده چ كيداي شي په يوه تبصره ورباندي سم سر خلاص نشي خلص دا وايو چ ساينسدانان بر خلاف د هغه سه چ خلكو ته له پيريو تلقين شوي دي د بشريت او د تولو مخلوقاتو بربادونكي دي نه نجات وركونكي
دتباهي يو مثال دا ده چ د انسانانو عجله حرص اسراف او خودنمايي ددي باعث شو چ جنگلونه په پريمانه توگه په سرعت سره بيزايه ووهل شي او إسراف شي تر سو ديزاين دارو بيهوده شيانو په جورولو او اسرافولو مصرف شي او ددنيا د آب و هوا تعادل گدودي سره مخ شي او برعكس دذهري گازاتو توليد زياد شي
٣ تامس اديسون يا تر هغه مخكي بنجامين فرانكلين يا نور ساينسدانان كه وكتل شي نو أكثره يي د شيطاني گروپونو غري دي د مثال په طور تامس اديسوون د (theosophical society)تنظيم غري وو چ د شياطينو سخه كمك غواري
(Free mason) چ معني يي پختو كي رازي (آزاد بنايان يا آزاد ختگر يا آزاد معماريان )مطلب آزاد انجنيران او دا كومه عصري آبادي چ نن صبا نري كي روان ده كه دا چا د علمي لحاظه اقتصادي لحاظه طبعي لحاظه يا صحي لحاظه صحيح ثابت كرو نو مونگ به ورسره ومنو او په اديانو كي خو يو هم دداسي بيهوده تعميراتو او نقشو ترغيب نه وركوي ..
حتي د كوم ساينس تهداب چ د عباسيانو په دور كي مسلمانانو ايخي د هارون الرشيد پلار خپله او د هغه زامن يا تر هغه وروسته هم له يوناني كتابونو سخه اخستل شوي وو چ هغه كتابونه هم د مخكيني ياغي او له خدايي نظامه باغي مخكيني قومونو باقي كتابونه وو چ بيا عربي ته ترجمه شو او سو پيري ورباندي له كار كولو وروسته په پنزلسمه پيري كي بيرته اروپا ته منتقل شو او په غته سطحه باندي يو واري بيا د تكنالوژي جورولو او استعمالولو سره د نري انسانان او نور مخلوقات د آخري زل لپاره د بربادي او تباهي او فساد في الارض داسي سر حد ته ورسيدل چ د خلاصون لاره تري ورك شو نور نه اوژدوم مننه

الحاج استاذ بیانزی

محمد صاحب سلامونه او نیکی هیلی مو ومنی !
اختلاف نظر د اصلاحاتو سبب کیږی ، مفاهمی او مناظری که د انسانی او اسلامی اخلاقو له مخی ادامه ولری ډیره ګټه لری که له منطق او اخلاقو پکی کار وانه خستل شی مفاهمی او مناظری په مجادلو بدلیږی ( مفاهمی د هم لید لورو او مناظری د مخالف لیدلورو تر منځ وی ).
په هر صورت، ستاسی مخالف نظریات مثبت اړخونه له ځانه سره لری یعنی ډیری هغه څه چه مونږ یی مثبت یادوو کله کله منفی اړخونه هم لری، الله ج فرمایی قران که تاوان لری ګټی هم له ځانه سره لری مګر تاوان یی له ګټو زیات دی.
ډیری دوا ګانی جانبی عوارض لری، ساینس او تکنالوژی هم که ګټی لری تاوان هم له ځانه سره لری مګر مونږ یی د تاوان او ګټو د فیصدی تناسب له مخی ډیری ګټوری یا ډیری تاوانی شمیرو. د عقل او تفکر یوه ګټه همدا ده چه د ژوند چاری سمی، تیزی او باکیفیته کړی د مثال په ډول ګاړی یا الوتکی جوړی شوی چه مونږ په کم وخت او ارامه لیری ځایو ته نقل کړی. تاوان هم لری که ټکری وکړی، جیبونه تشوی او هوا هم الوده کوی او داسی نور. یا برق ډیری ګټی لری د نن ورځی اتیا سلنه کړنی په برق ترسره کیږی د تولیداتو کمیت یی لوړ او کیفیت یی ښه کړی مګر څنګ کی هغه تاوانونه هم لری چه تاسی یی یادونه کړی او لا نوری به هم وی.
که دا ډول جانبی تاوانونه په ګوته کوو او ډیرو ګټو ته یی نه ګورو دی نتیجی ته به ورسیږو چه ساینس او تکنالوژی باندی لویه چلیپا راکاږو، د خلکو د زیاتوالی سره که برق ، ساینس او ماشینونه نه وی دیر انسانان به د کور کالی ډوډی د کموالی سره لاس او ګریوان شی،دا به ناسمه هیله او غوښتنه وی.
دا چه اسلام د ساینس سره موازی او که مخالف اړخ کی قرار لری زما او د ډیرو نورو ځواب به لمړی انتخاب یعنی اسلام د ساینس سره په موازی اړخ کی قرار لری. چه مونږ ورته تبصره کی هم اشاره کړی اسلام سوله او ساینس د ورځنی چارو د ښه والی او زیاتوالی د پاره دنده ترسره کوی. هو هغه اړخ د ساینس چه عمدا او قصدا د انسانانو او د مجموعی ژوند د ستونزو او تباهی سبب کیږی هغو ته په اسلامیت او انسانیت کی جواز نشته دا چه خلک یی کاروی د استثمارګرو او استعمارګرو د زر، زور او زیور د کارولو او مظلوم بشریت د استثمارولو دپاره کارول کیږی دا د حق او باطل د جګړی یو اړخ تشکیلوی. کشکی مونږ هغه وړتیا او پیاوړتیا ولرو چه مخه یی ونیسو.
دا لوی بحث دی کیدی شی په اړه یی مستقله لیکنه ولیکم او له لیکنی هم زیات بحث دی کتابونه پری لیکل شوی اوکتابخانی پری ډکی دی ، که تاسی تر دی زیات بحث راسره اوږد کړی زه خوشالیږم زمونږ دواړو او لوستونکو د پاره ګټه لری مننه

محمد

محترم بیانزی صاحب مننه

محمد

تاسو کولاي شي چ په لانديني تبصره کی زما تر لاس لاندی کتاب چي په نژدي ورځو کی به په دری او بیا په پښتوکي لیکل یی مکمل شی مقدمه یی ولولی

الحاج استاذ بیانزی

املایی غلطی :
له پاسه شپږمه کرښه کی د ( شرابو ) په ځای سهوا ( قران ) لیکل شوی ،
قران له اوله تر اخره ګټه لری . زمونږ هدف دا وو چه قران کی لیکل شوی چه شراب چښل لږی ګټی او ډیر تاوان لری .
په کار دا وو چه لیکلو وروسته او پوست کولو د مخه می لږ تر لږه یو ځل لوستلی وی ، ان الانسان لفی خسر

محمد

د استاد بيانزي صاحب په تبصره باندي پاتي تبصره
پورتني تبصره كي يوه خبره پاتي شوه چ تاسو د كشف او اختراع په اصطلاحاتو باندي هم ليكلي ده او بيا مو دا ليكلي ده چي (تامس اديسون برق كشف كري ده او د اختراع اصطلاح ورته كارول ناسمه ده )چ ستاسو دا خبره غير مستقيم زما د يوي تبصري په رد كي ده چ سو ورزي مخكي نن تكي اسيا كي نشر شوي وه حالانكه ستاسو دا اعتراض هم غلط ده زكه چ د برق كشفونكي تامس اديسون نده بلكه بنجامين فرانكلين ده د چا چي عكس په سلو دالرو نوت كي هم شته جالبه داده چ د كاغذپرانبازي په وخت كي يي برق كشف كري وه او دا سري د امريكا دحكومت د بنست ايخودونكو سخه ده او غت فريميسن وو اما تامس اديسون چي ده هغه د برقي شيانو لكه چراغ جورونكي يا اختراعكونكي (inventor)ده
دا خبره سمه ده چ برق كشف شوي يا (discover) شوي ده چ هغه كشفونكي بنجامين فرانكلين ده اما دبرقي شيانو مخترع يا (inventor ) تامس اديسون ده چ ما همدا خبره په مخكيني تبصرو كي كري ده او دا اصطلاح سمه وه اما متاسفانه ستاسو اعتراض بيزايه وو او تاسو د غلط فهمي شكار شوي ياست ..او د برق كشف او برقي شيانو اختراع تر منز فرق له تاسو خطا شوي ده تاسو كولاي شي زما مخكيني تبصره لاندني لينك كي وگوري او دوباره يي په توجه سره ولولي
خپله برق اول واري لاس ته راتلل ته مونگ دبرق كشفول ويلي شو اما د برقي شيانو اولني زل جورولو ته اختراع يا (invent)ويل كيژي مننه
https://www.nunn.asia/161408/د-چین-نړیوال-تجارتي-پلان-او-د-امریکا-له/#comment-36358

محمد

از همه اولتر شكری پروردگاریکه خلقت را آغاز کرد و نعمت هایی فراوانی رابرای همه اعطاء کرد که ماهرگز قدرت آماده کردن و توان بدست آوردن آنرا نداشتیم همه را به اندازه و مقدار معین بدون عیب درست و به حکمت آفرید آن پروردگاریکه آسمان و زمین و آنچه در بین آن است با قدرت کامل خود آفرید و هرنوع مخلوقات را در این جابجاء ساخت و برای هر یکی ضروریات اولیه اش را مهیاء ساخته ووظایفی برایش مقرر و معین ساخت و در زمین برای حیواناتیکه در خشکه زندگی دارند وجود شان را طوری برابر ساخت که به طور عادی از امکاناتی که در خشکه برایشان مهیاء ساخته از آن به شکل درست استفاده کرده و زندگی خودرا به طریقه صحیح پیش ببرند و کدام وظایفی که برای هر یکی تعین شده آنرا انجام داده و از حاصل یکی برای خود او و دیگری منفعت برسد و به همین اساس تا وقتیکه این مخلوقات و ظایف خودرا طبق قاعده و قانون مقرر شده از طرف خالق متعال انجام بدهند و زندگی خودرا در همان مسیر متعین شده از طرف قدرت پیش ببرند پس نتیجه مثبت خواهند گرفت و سودشان برای همه میرسد و در صورتیکه خلاف فطرت و قانون مقرر شده از طرف قادر متعال برای پیشبرد حیات شان یعنی خلاف طبیعت عمل کنند پس در نتیجه معادل به اندازه همان عمل خلاف شان سبب فساد در بین مخلوقات شده و به مرور زمان تاثیرات منفی آن در زمین و آسمان و بحر ها ظاهر میشود

محمد

3:
از ذره گرفته تابه کهکشان ها هیچ چیزی نیست که اندازه نشده باشد همه چیز به اندازه و به یک مقصدی خلق شده و همه در نزد خالق خود دارای اهمیتی خاصی برخوردار است
کهکشان ها به همان بزرگی خود وذره با همان خوردی خود اندازه شده
داخل وجود و بیرون وجود هر موجود زنده انگشت به انگشت وموی به موی اندازه گیری دقیق شده که در اکثر آیات قرآن نیز به این اشاراتی شده
[انَّا كُلَّ شَيْءٍ خَلَقْنَاهُ بِقَدَرٍ] (49)القمر
ما همه چیز را به اندازه وقدر خلق نمودیم
[وَكُلُّ شَيْءٍ عِنْدَهُ بِمِقْدَارٍ] (8)الرعد
و همه چیز در نزد او به اندازه ومقدار است
﴿قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْرًا ﴾ [الطلاق:
خداوند قادر و متعال برای همه چیز قدر واندازه مقرر کرده
﴿ وَخَلَقَ كُلَّ شَيْءٍ فَقَدَّرَهُ تَقْدِيرًا ﴾[المؤمنون: 18]
و خلق کرد همه چیز را پس اندازه کرد اورا اندازه کردنی دقیق
همه را اندازه کرده و مطابق همان محیط زیست تعین شده برای همان مخلوق وجودش را نیز عیار ساخته
مخلوقاتي كه در بحر ها و آب ها زندگی دارند وجود شان را طوری عیار ساخته که در آب تغذیه تنفس و نشوء نما و تولید نسل کنند و طبق ضروریات شان برایشان ماحول را آماده ووجود شان را عیار ساخته و طریقه پیش بردن زندگی را به طور عادی و فطرتی برای همه مخلوقات هدایت کرده و هر یکی را طبق ساختمان بدن شان طریقه تغذیه و تولید نسل شان و پرورش نسل جدیدی را به صورت اجتماعی و فردی راهنمایی کرده که در صورت اختیار کردن راه غیر فطری و غیر هدایت شده سبب خرابی بربادی و حتی هلاک شدن نسل هایی مخلوقات میشود طوریکه واضح است که اکثر مخلوقات تابع اوامر قدرت بوده و اختیاری چندان ندارند که از قانون مقرر شده برای پیشبرد حیات شان سرپیچی نمایند و اعمال غیر فطری و غیر طبعی انجام دهند و مرتکب سرکشی و نافرمانی و عصیان بزرگ شوند اما دربین مخلوقات خالق متعال انسان ها و جنیات را اختیاراتی داده شده که اعمال شان نسبت به دیگر مخلوقات بیشتر و تاثیر گذار تر بالای محیط زیست بوده و بنی آدم که بحیث خلیفه ‌(نایب و جاینشین) و حکمران به زمین فرستاده شده پس اختیاراتی نسبتا بیشتر برایش داده شده و همچنان هدایات و مقرراتی وقت به وقت طبق ضرورت هایی اجتماعی و فردی برای پیشبرد زندگی شان و معامله انسان ها در بین یک دیگر و حتی چگونگی برخورد با حیوانات و مخلوقات دیگر نیز راهنمایی شده وانسان ها مکلف اند که از حق تلفی و ظلم بالای خود و دیگران بپرهیزند و برای هر یکی قصد و نیت رساندن خوبی و نیکی را داشته باشند تا اینکه خودرا در یک جامعه دور از بدی ها و سالم بیابند و طبق قانون هدایت رب العالمین از همه بدی ها نجات یابند و زندگی دنیایی ایشان اصلاح و آخرت شان کامیاب شود

محمد

حصه اول کتاب تغیراتی قرن هایی آخر و تاثیرات منفی آن بالای زندگی انسان ها
اختراعات تکنولوژی جدیدی که زندگی انسان ها را منحرف ساخته است.
خصوصا بعد از انقلاب صنعتی که بعد از ۱۸۰۰ میلادی بوجود آمده باعث خرابی طبیعت ) قانون وضع شده و نظم مقرر شده از طرف خالق برای پیشبرد حیات مخلوقات( شده است.
تغیر در خلقت و فطرت همه موجودات و انسانها و اخلال در جریان و حرکت و توقف مواد هایی که برای نگهداشت ماحول ومحیط زیست همه حیوانات و نباتات و انسان ها در زمین مهیاء بود صدمه رسیده است .
همچنین سبب گدودی تعادل آب وهوا و ملوث شدن آب وهوا با گازات و مواد ذهری فابریکه هایی صنعتی و موتر ها و دیگر آلات صنعتی و سبب فاسد شدن آب ها شده است .درحالیکه آب یکی از بزرګترین نعمت هایی خداوند است که بدون آن زندګی انسان ها وحیوانات ونباتات با خطرات جدی روبروء میشود.
همچنین به علت اخراج روغن وتیل و مواد هایی کیمیاوی مستعمل و مواد ذهری کمپنی ها و مخلوط شدن مواد فضوله کمپنی ها با آب هایی بحر ها باعث مختل شدن و از بین رفتن زندگی مخلوقاتی که زندگی شان با آب هایی بحر ها ودریا ها ارتباط دارد شده است. همچنین تکنولوژی عصری باعث آلوده شدن هوایی تنفسی انسانها با گازات مضر که درنتیجه اعمال انسان واستعمال اسباب صنعتی تولید میشود و باعث مریضی هایی گوناگون شده و زندگی حیواناتی که در خشکه زندگی میکنند به شمول انسان ها را با خطراتی جدی روبروء ساخته است.
همچنین باعث نقص رساندن به بعضی از حصه هایی آسمان که بنام لیرزون شناخته شده که همان حیثیت یک غلاف حفاظتی را برای زمین دارد شده است.
این همه اسباب برقی و طریقه زندگی عصری ایکه از طرف دجال و شیاطینش و گروه هایی شیطانی برای انسانها مزین شده از جمله اعمالی است که نتیجه آن باعث کثرت امراض، طوفان ها،سیلاب ها و زلزله هایی شدید و خراب شدن همه نظام دنیا میشود.. مثال این زمین و آسمان و آب ها وخشکه ها و حیوانات و نباتات مانند جسدی واحدی است که یکی با دیګر ارتباط ویکی بالای دیګری تاثیر دارد و در صورت از بین رفتن و یا خراب شدن یکی دیګر هم خراب و از بین میرود.. وقتی یک انسان باوجود خود چنان معامله نکند چنانکه برای او فطرتا و طبیعتا مقرر شده پس او با مریضی هایی گوناگون و یا هم حتی هلاکت روبروء میشود.. مثلا اگر کسی دود سگریت و یا هم کدام مواد مضری دیگر را داخل وجود خود میکند پس به مرور زمان همه وجود اورا نقصاناتی شدیدی میرسد و یا هم خودرا در آتش می اندازد و یا در آب غرق میکند که طبعا چنین نباید کند چونکه خلاف ساخت بدنش است پس اگر چنان حرکت مخالف میکند به هلاکت آن وجود تمام میشود همچنین شراب و دیگر چیزهایی مضر و یا نشه آور که برای صحت انسان تاوانی بیشتر از فایده میرساند. پس طبق فطرت سالم بايد از کارهاي غير فطری پرهيز شود.اگر ما توجه خود را بطرف این عصری که ما در آن زندگی داریم کنیم و این دور را با زمانه هایی سابقه مقایسه کنیم پس خواهیم دید در این دوری که ما زندگی میکنیم از همه دور هایی گذشته که نسل هایی قبلی در آن زندگی میکردند مختلف تر بوده و خصوصا در عرصه تکنالوژی و صنعت و ساینس انقلابی برپاء شده که در تاریخ انسانی بی سابقه بوده و به این کثرتیکه در این زمانه انسان ها متکی به تکنولوژی و مصنوعات استند در زمانه سابق مثل آن نبوده است.
از چندین قرن بدینسو خصوصا بعد از دریافت زمین امریکا و دریافت بعضی از زمین هایی دیگر در بین ابحار از قرن ۱۵۰۰ میلادی الی ۱۸۰۰ میلادی و از آن بدینسو تقریبا همه انسانیت را چنین ذهن سازی کرده اند که راه کامیابی صنعت و تکنالوژی و راه نجات برای انسان ها اختراع همین ماشین آلات بوده و بدون این اسباب زندگی فطری و طبعی که مردم سابق در آن زندگی مادی داشتند بدبختی و عقب رفته گی است در حالیکه این کاملا غلط بوده و این را در صفحات بعدی با دلایل ثابت خواهیم کرد خصوصا آنهاییکه خودرا به اصطلاح روشنفکر مینامند و تحت تاثیر تبلیغات گروه هایی شیطانی دجالی و انسان دشمن رفته اند که با چشم هایی بسته این عصر تاریک و جهالت و زمانه دهشت ووحشت را به شکل یک زمانه عصری روشن مترقی و متمدن میپندارند و پذیرایی میکنند و همین بر سر زبان هایشان است که قرن هایی بیست و بیست و یکم قرن هایی ساینس و پیشرفت وعصری بودن است پس ما همه را دعوت میکنیم که باخون سردی و بدون تعصب و دقت خاص کتاب را مطالعه نموده تا اینکه برایش حقیقت این دور واضح شود.

الحاج استاذ بیانزی

دروند او محترم ورور محمد صاحب السلام علیکم !
مونږ په اوله تبصره کی د مفاهمو او مناظرو یادونه کړی،
مفاهمی د هغوی ترمنځ چه لوی لیدلوری یی یو او په کوچنیو کی سره اختلاف نظر ولری د مثال په ډول صحابه وو هم وخت ناوخت کوچنیو مسایلو کی اختلاف نظر درلود چه په اړه به یی شوری دایروله.
مناظری بیا د هغوی ترمنځ چه لوی لیدلورو کی سره مخالف وی ، لکه یو اړخ مسلمانان او بل اړخ عیسویان ، بودیان او لاخدایان وی .
په دواړو صورتو کی که انسانی او اسلامی اخلاق او حکمت څخه استفاده وشی او د مفاهمو او مناظرو وخت کی ځانونه بیطرفه کړی یعنی عقلی او نقلی دلایلو پیاوړتیا یا منطقی استدلال په نظر کی ونیول شی خامخا به یو اړخ د بل اړخ استدلال ته تسلیم شی او لا به د تسلیمی زمینی وزیږول شی او یا لږ ترلږه به مفاهمی د اخلاقو او حکمت به شه چاپیریال کی به ادامه ولری. یعنی دشمنی او د اړیکو پری کول به رامنځته نه شی . کوم ته چه مجادلی ویل کیږی .
محمد صاحب مونږ د تاسی سره هم مفاهمی لرو نه مناظری ځکه دواړه مسلمانان او ډیر نزدی والی لرو . سره د دی چه په مفاهمه کی تاسی ځینی ناسمه لغات یا جملی کارولی کیدی شی راتلونکی کی یی مخنیوی وکړی مفاهمی به ادامه ولری .
په هر صورت ، مونږ د اډیسن او یا فرانکلین په اړه چه چا څه او چا څه کشف کړی مطلب نه وو ، یو مثال وو مونږ ښه پلټنه نه وه کړی ستاسی خبره به ومنو ، مګر د برق په اړخ د اختراع اصطلاح کارول مونږ ناسمه په دی یاد کړی چه برق په طبیعت کی شتون درلود مونږ انسانانو تری د استفاده کولو د پاره له مخه نقاب لیری کړو.
مونږ خبر نه وو چه تاسی په خپلو تیرو تبصرو یا کتاب کی څه لیکلی کشکی مونږ خبر وی مونږ به له دی مثال هم صرفنظر کړی وو ځکه چه ستا د خوابدی سبب شوی مونږ خپله تبصره واپس واخستله مونږ ته زمونږ له تبصری تاسی ډیر ارزښت لری ، مونږ ستاسی په پوهه او شخصیت ویاړنه لرو شکرونه کاږو چه زمونږ ټولنه داسی منورین او پوهان لری ، مګر یوه کوچنی هیله چه د ځینو غلیظو لغاتو یا جملاتو کارولو کی تجدید نظر وکړی بده به نه وی مفاهمی ته که ادامه ورکوی ماته منظوره ده کیدی شی زما یا ستا ځینی خبری سمی یا ناسمه وی په عقلی او نقلی استدالال به خبری کوو تر څو اصلی حقایق ترلاسه کړو لکه مونږ د برق کاشف اډیسن او تاسی فرنکلین لیکلی ما دیر تحقیق نه دی کړی کیدی شی ستاسی خبره سمه وی مونږ واخستله مننه کوو مګر اختراع او د کشف په اړه زما خبره سمه ده برق کشف مګر هغه وسایل چه د برق په واسطه کار کوی هغه انسانی اختراع ده .
که مونږ داسی څه لیکلی وی چه تاسی خدای ناخواسته خوابدی کړی وی بخښنه غواړم او ماته یی ولیکی چه په راتلونکی کی ورته متوجه اوسم مننه

محمد

وعليكم السلام ورحمة الله وبركاته
محترم استاد بيانزي صاحب له تاسو سخه مننه كوم. واقعا چ تاسو باحوصله او د استقامت خاوند ياست .خداي تعالي مو كاميابه لره .كه ستاسو مقابل كي كومه سخته جمله مو كارولي وي له تاسو يي بخنه غوارم والسلام

Back to top button
13
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close