افغانستان

هغه شرکت جریمه شوی، چې افغانستان کې یې د تبیلغاتي اعلاناتو په نامه سلګونه میلیونه ډالر اخستي وو

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۱وری، ۱۳۹۹ل): د امریکا دفاع وزارت «پنټاګان»د «لییوني» په نامه هغه شرکت جریمه کړی، چې په افغانستان کې یې د تلویزوني او رادیويي اعلاناتو په نامه ۱۲۰ میلیونه ډالر ترې اخستي وو.

د «سټار اینډ سټرایف» امریکایي ویب پاڼې د راپور په حواله، پنټاګان د ۲۰۰۸-۲۰۱۵ کلونو تر منځ له دې شرکت سره د ۱۲۰ میلیونو ډالرو قرارداد لاسلیک کړی وو، تر څو په افغانستان کې د امریکا او متحدینو په طرف تبلیغات ورته وکړي او تلویزوني او رادیویي اعلانات ورباندې جوړ او نشر ته وسپاري.

د راپور په بنسټ، دې شرکت د اخستو پيسو په اندازه تبلیغاتي بینرونه نه دي چاپ کړي او یوازې د ۷۵ سلنه تلویزوني او ۴۵ سلنه رادیویي اعلاناتو لاسوندونه له ځانه سره لري.

قضیه د همدې شرکت د پخواني  برطرفه شوي مشر له لوري پرانستل شوې او د شرکت اوسنیو چارواکو یې په اړه له تبصرې کولو ډډه کړې.

په راپور کې د امریکايي پوځ د یوه افسر له خولې یاده شوې، چې دوی په افغانستان کې د تبلیغاتو لپاره سلګونه میلیونه ډالر مصرف کړي، خو پایله یې په سترګو نه ده لېدلې، نو ځکه دده په خبره، په لییوني شرکت باندې لګېدلي تورونه حیرانوونکي نه دي.

یاده دې وي، چې افغانستان ته د ناټو او امریکا له راتګ سره هم مهاله لسګونه تلویزوني چینلونه او رادیوګانې فعالې شوې، کومې چې تر دې دمه فعالیت کوي او زیاتره وخت یې په حکومت پلوه تبلیغاتو تېرېږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د اوښ کوم ځای سم دی چه د ګردن د کوږوالی په اړه یی فکر کوی
د امریکا یی اشغال په اوږدو کی د دوی له خوا چوړی شوی غلامی اداری کومه مثبته لاسته راوړنه لری چه د دغه د تبلیغاتی دفتر مشر به محاکمه کوی تر هغه دمخه ولی کرزی ، ع او غ نه محاکمه کوی چه بی شمیره متقلبینو باندی یی بی شمیره تاکڼیزی او نوری درغلنی، غصب او داسی نور فساد او وژنو کی لاس او پښی وهلی او وهی یی.
همدا اوس څو میلونه ډالر د ع او غ په واسطه نوش جان نه شوی غلا، دروغ او درغلی دری واړه یوه غلا ده که په تبلیغاتو کی کیږی هغه محاکمه مګر که به ارګ کی ترسره کیږی هغه په رسمیت پیزنی او د جمهور ریس نوم ورته اخلی ،
دا ځانله به مستعمرو هیوادو کی نه بلکه امریکا او اروبا کی هم دوام او جریان لری صرف دومره توپیر چه اروبا او امریکا کی قانونی او په مستعمرو کی په چل او ول تر سره کیږی . غلا، دروغ او درغلی د دموکراسی شیطان نظام تقوی ده که دا ونه کړی بیا یی خیانت تر سره کړی باید مجازات شی او که یی کړی وی مکافات .

جمیل

داسی کوم شرکت هم سته چی امریکایانو دی په افغانستان کی په کار ګمارلی وی او ادعا دی وکړی چی پلانی شرکت په افغانستان کی په پوره صداقت کار کړی ، او یا داسی کوم څوک(غلام) ته یی وظیفه ورکړیده چی څوک دی ووایی چی پلانی غلام ښه مخلص دی او ډیر ښه کارونه یی وکړل ؟؟ نه هیڅکله نه ، هریو یی تر بل توره بلا ده .
امریکا او نور لیوان او ګیدړان یی د اوله سره په دښمنی راغلی وه او دا دښمنی به تر پایه پالی ، خو افسوس پر هغو نا اهلو منافقو افغانانو چی د تعظیم او بندګی سرونه یی ورته ټیټ کړیدی .

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close