دیني، سیرت او تاریخ

آیا یوازي دعا د کورونا ناروغۍ مخه نیولی شي؟ داسې خو د اسلام د پیغمبر نظریه هم نه وه

د طب مسلکیانو او هغو ساینسپوهانو ته نن ډېره اړتیا ده څوک چې د وبایي ناروغیو د انتقال او اثراتو په اړه څېړنې کوي

Dr. Craig Considine
ژباړه: عزام مهاجر

نوموړی لیکوال یو ډاکټر، څېړونکی، پروفیسر، نړیوال متکلم او د Rice پوهنتون د ټولنپوهني د څانګې لیکوال دی. د نوموړي دوه کتابونه د اسلام اړوند زیات شهرت لري.

• د محمد(صلی الله علیه وسلم) انسانیت

• اسلام په امریکه کې

نوموړي لاندې مقاله لیکلې او نیوز ویک خپره کړې ده. زه یې ستاسې سره ژباړه شریکوم.

« په داسې حال کې چې د کورونا ناروغي په یقیني ډول نړیواله شوه، ناروغي حکومتونه او رسنیزې سرچینې دې ته اړباسي چې د نړۍ خلګو ته تر ټولو دقیق او مرستندویه معلومات او نصائح وړاندې کړي. د طب مسلکیانو او هغو ساینسپوهانو ته نن ډېره اړتیا ده څوک چې د وبایي ناروغیو د انتقال او اثراتو په اړه څېړنې کوي.

د ناروغۍ سره د بدن د مقابلې کولو اړوند امورو څېړونکي Dr. Anthony Fauci او د درملو څېړونکی Dr. Sanjay Gupta وایي چې د صحت د ساتلو یا د ناروغۍ د مخنیوي لپاره تر ټولو غوره او مؤثره طریقه ځان قرنطین کول او له نورو لري اوسېدل دي.
آیا پوهیږئ چې بل داسې څوک شته چې د وبایي ناروغیو پر مهال یې د غوره صحت لپاره د ځان قرنطین کولو توصیه کړې وي؟

هو! محمد (صلی الله علیه وسلم) د اسلام پیغمبر. دیارلس سوه کاله مخکي یې ویلي و.

په داسې حال کې چې هغه هیڅ ډول د وژونکو ناروغیو د چار و ماهر نه و، خو محمد(صلی الله علیه وسلم) د کورونا په څیر ډېرېدونکو او خپرېدونکو ناروغیو اړوند غوره نصیحتونه بیان کړي دي.

محمد (صلی الله علیه وسلم) فرمایي: «که چیري تاسې د کوم ځای په اړه د طاعون د ناروغۍ واورئ نو هلته مه ورځئ او که دا ناروغي په داسې ځای کې پیدا شي چې تاسي له مخکي لا هلته یئ، نو له هغه ځای څخه مه وزئ.»
همداراز هغه (صلی الله علیه وسلم) فرمایي:«څوک چې متعدي ناروغي لري، هغوی باید له صحت مندو کسانو څخه لري او جلا واوسول شي.»

محمد (صلی الله علیه وسلم) همداراز انسانانو ته تأیید کړی دی چې هغه څه دي په پابندي سره وکړي، څه چې خلګ له

متضرر کېدلو څخه خوندي ساتي. د پیغمبر محمد(صلی الله علیه وسلم) راتلونکو احادیثو ته تاسې لږ فکر وکړئ:
«پاکي د ایمان یوه برخه ده.»

«د خواړو برکت له ډوډۍ مخکي او وروسته په لاس مینځلو کې وي.»

او که یو څوک ناروغ شي؟ محمد(صلی الله علیه وسلم) به خپلو ملګرو ته کومه توصیه کولای که له هغوی څخه یو له درد څخه کړېدلای؟ هغه به خپل ملګري دې ته هڅولای چې تل د درملو په مټ درملنه اختیار کړي. هغه(صلی الله علیه وسلم) فرمایي:«الله تعالی هیڅ یوه داسې ناروغي نه ده پیدا کړې چې د هغه دوا دې نه وي پیدا کړې، له یوې ناروغۍ ماسوا، چې هغه زوړوالی دی.»

شاید هغه پر دې پوهېدی چې څنګه او کله ایمان د معقولیت سره متوازن کړي. په تېرو اونیو کې ځیني کسانو ویل چې د ځان قرنطین کولو او له یو بل څخه لري اوسېدلو پر ځای دعاء کافي ده. د محمد(صلی الله علیه وسلم) ځواب به د دعاء د دې نظریې اړوند من حیث د یو مشر څه وای؟

په راتلونکې کیسه کې تاسې لږ فکر وکړئ کومه چې د نهمې پېړۍ یو فارسي عالم امام ترمذي موږ ته رانقل کړې ده:« یوه ورځ پیغمبر محمد(صلی الله علیه وسلم) یو بانډیچي ولید چې خپل اوښ یې له تړلو پرته پرېښود. پیغمبر(صلی الله علیه وسلم) پوښتنه ترې وکړه چې اوښ دي ولي نه وتاړه؟ هغه ځواب ورکړ: زه پر الله توکل کوم. بیا محمد(صلی الله علیه وسلم) وفرمایل: لومړی دي اوښ وتړه، بیا پر الله توکل وکړه.»

محمد(صلی الله علیه وسلم) خلګ دې ته هڅول چې په خپل دین کې رهنمایي ترلاسه کړي. همداراز هغه هیله لرل چې هغوی به د استحکام او ساتنې لپاره بنسټیز احتیاطي تدابیر اختیار کړي او د ښه والي ثبوت به پېش کړي. په نورو ټکو، هغه هیله لرله چې هغوی به خپل فهم په کار واچوي.»

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close