افغانستان

د وردګو قومي مشر ډاکټر ضياء الدين کمال په کابل ښار کې تری تم شوی

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۱وری، ۱۳۹۹ل): تېره اوونی د مارچ د مياشتې په یوویشتمه نېټه د کابل ښار پنځمې امنيتي حوزې اړوند خوشحال مينې سيمه کې د وردګو مخور او قومي مشر او د وردگو د قومونو د سرتاسری شورا رئيس ډاکټر ضياءالدين کمال د يوه ملګري حاجي ابراهيم سره یو ځای خپل کار ځای ته پر لاره تري تم شوي دي.

نوموړی د مرحوم الحاج مولوی عبدالروف وردگ زوی او د جغتو د کمالخيلو د کلي اصلي اوسيدونکی دی چې په تيرو ټاکنو کې د کابل له ولايت څخه پارلمان ته کانديد هم وو.

د نوموړي د کورنۍ یوه غړي نن ټکی اسیا ته وویل ډاکټر ضياء الدين کمال د کابل ميشتو وردګو او محصلانو ستونزو ته رسيدګي کوله او له هېڅ چا سره يې شخصي دښمني نه درلوده.

د يادونې وړ ده چې د پيسو او مال په خاطر تښتول او اختطاف په کابل ښار کې د د ورځې يو معمول چاره ده چې د خلکو ژوند ګواښي او ورځ تر بلې زياتيژي.

عام باور دا دی چې چارواکي او امنيتي ارګانونه د ورته پېښو مخنيوي ته هېڅ پام نه کوي بلکه د زورواکو په ملاتړ سره په ورته جناياتو کې په لاس لرلو تورن دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

هو ، به اوس وخت کی چه هیواد د غلامانو او خپلواکانو ترمنځ ویشل شوی ښه خلک ( د مجاهدینو پلویان ) د غلامانو له خوا وژل کیږی او د اشغال پلویان د مجاهدینو له خوا وژل کیږی . به دی اړه لری چه مقتول د کوم اړخ پوری تړاو درلود .
دا هم منو چه یو شمیر خلک د هغوی پسی هم شوڼټی ګرخوی چه څه یی په روا یا ناروا تر لاسه کړی وی هغه تری په زور ځکه اخلی چه زور واکو حکومتی چارواکی او یا د هغوی له خوا یی ملاتړ کیږی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close