ټکنالوژي

هوواوې د (P40) سیریز ځیرک موبایلونه له یو شمېر ځانګړتیاو سره نندارې ته وړاندې کړل – انځورونه او ویدیو

د پي ۴۰ سیریز موبایلونه د ګوګل له خدمتونو محروم دي خو هوواوې یې غوره بدیل وړاندې کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱ وری، ۱۳۹۹ل): چینایي شرکت هوواوې له خپل ځانګړي ځیرک موبایل پي ۴۰، پي ۴۰ پرو او پي ۴۰ پرو پلس څخه په داسې حال کې پرده پورته کړه چې یوه ورځ وړاندې یې د خپلو ۱۵۰زرو کارمندانو کارونو ته د راستنېدو خبر ورکړ.

دغه درې ځانګړي موبایلونه په داسې حال کې وړاندې شول چې لا هم هوواوې د امریکایي بندیزونو سر ټکوي، شرکت په یاد موبایل کې خپل چلونکی سیستم وړاندې کړی خو ددې سربېره یې د انډرایډ سیستم هم د استعمال وړ ګرځولی دی.

د هوواوې پي ۴۰ موبایل نسخه د کامرې په کچه غوره دی، د پي ۴۰ پرو نسخه یې په زړه پورې ځانګړتیاوې لري او د پي ۴۰ پرو پلس نسخه یې بیا پخواني موبایل ته ورته ده، دغه ټول به د اپریل په ۷مه د خرڅلاو لپاره وړاندې کیږي.

پي ۴۰ (P-40)

پي ۴۰ موبایل د ۶.۱ انچه او ایل اي ډي ډیسپلی لري، په دې کې د کیرین ۹۹۰ پراسیسر ځای پر ځای شوی، دغه راز ۸ جي بي ریم سره د ۲۵۶ جي بي حافظه ورکړل شوې چې په میموري کارت سره اضافه کېدلی هم شي.

په دې کې ۳۸۰۰ ملي امپیره بیترۍ د ۲۲.۵ واټه چټک چارجولو سره ورکول شوې، خو د وایرلس چارجولو وړتیا نه لري.

په پي ۴۰ کې شاخوا ته درې کامرې ورکول شوي چې یوه یې ۵۰ میګا پېکسله د الټرا ویژن لینزونو سره، دویمه ۱۶ میګا پېکسله د اضافي پراختیا سره او دریمه ۸ میګا پېکسله د ټیلي فوټو لینزونو سره په کوم کې چې د ۳ چنده آپټیکل زوم ورکړل شوی دی.

P40

دغه راز دوه سیلفي کامرې لري چې یوه یې ۳۲ میګا پېکسله او دویمه د بایو میټرک سنسر 3D کامره ورکړل شوې ده.

پي ۴۰ پرو موبایل په لاندیني درې رنګونو کې وړاندې کیږي:

پي ۴۰ پرو (P40 Pro)

دغه موبایل کې ۶.۵۸ انچه ایل او اي ډي ډیسپلی ورکړل شوې، په دې کې د ګوتې کولپ په سکرین کې نصب شوی کوم چې د پخوا په پرتله ۳۰سلنه ستر دی.

په دې موبایل کې ۹۹۰ فایو جي 5G پراسیسر ځای پر ځای شوی، ددې سربېره ۸ جي بي ریم د ۲۵۶ جي بي حافظې سره چې د میموري کارت په واسطه زیاتېدلی هم شي ورکول شوی دی.

پي ۴۰ پرو کې د ۴۲۰۰ ملي امپیره بیترۍ د ۴۰ واټه چټک چارجولو او د ۲۷ واټه وایرلس چارجولو وړتیا لرلو سره.

P40 Pro

ددې موبایل په زړه پورې ځانګړتیا د کامرې سیستم دی چې اصلي کامره یې د ۵۰ میګا پېکسله لینزونو سره ده په کوم کې چې ۱/۱.۲۸ سنسر ورکړل شوی کوم چې د سامسنګ له ایس ۲۰ الټرا موبایل څخه هم ښه ده. یاده کامره نورې ځانګړتیاوې هم لري. په دې کې د ۴۰ میګا پېکسله کامره هم د بېلا بېلو ځانګړتیاو لرلو سره شتون لري. ددې سربېره د سیلفي دوه کامرې په کې ځای پر ځای شوي دي.

پي ۴۰ پرو په لانديني درې رنګونو کې وړاندې کیږي:

پي ۴۰ پرو پلس (P40 Pro Plus)

د پي ۴۰ پرو پلس ډیسپلی هم د پي ۴۰ پرو په څېر ۶.۵۸ انچه ده، دا د FHD پلس منحرف کونجونو او د ۹۰ HZ تعدد سره کوم کې چې د OLED فلیکس څلور خواوې کونجونه ورکړل شوي.

په دې کې د سیلفي ۳۲ میګا پېکسله کامره ورکړل شوي، دغه راز بله کامره یې د مخ پيژندلو اسانتیا او د 4K ویدیو کیفیت جوړولو لپاره 3D کامره ورکړل شوې ده.

P40 Pro+

په دې موبایل کې پنځه کامرې ورکول شوي چې یوه کامره یې د ۵۰ میګا پېکسله لینزونو سره، دویمه د ۴۰ میګا پېکسله اضافي پراختیا لینزونو سره چې د 4K کیفیت غوره ویدیو ثبتولی شي، دریمه یې ۸ میګا پېکسله چې لس چنده زوم لري، څلورمه یې د ټيلي فوټو ۸ میګا پېکسله کامره چې درې چنده نږدې والی کوي. ددې کامرو ځانګړتیا داده چې ۲۰ ځله د هایبرډ زوم او ۱۰۰ ځله د ډيجیټل زوم وړتیا لري.

پي ۴۰ پرو پلس په لاندیني دوه رنګونو کې وړاندې کیږي:

پي ۴۰ پرو پلس د ۴۲۰۰ ملي امپیره بیترۍ چې ۴۰ واټه د چټک چارجولو وړتیا لري ورکول شوې ده. ددې سربېره د ۸ جي بي ریم سره ۲۵۶ جي بي حافظه او د هوواوې شرکت خپل کیرین ۹۹۰ پراسیسر ځای پر ځای شوی دی. همدا راز به د اوبو او ګرد ضد وي.

لکه څنګه مو چې مخکې وویل، په یادو موبایلونو کې د انډرایډ ۱۰ چلونکی سیستم ورکول شوی مګر د ګوګل خدمتونو څخه محرومه دی، ددې لپاره هوواوې د کاریالونو خپله خزانه ورکړې ده.

هوواوې شرکت په پي ۴۰ موبایلونو کې د یو شمېر شرکتونو سره په ګډه بېلا بېلې ځانګړتیاوې ترسره کوي، تر څو د ګوګل په څیر خدمتونه ترلاسه کړي.

د هوواوې ځانګړي فلیګ شیپ پي ۴۰ او پي ۴۰ پرو موبایلونه به د اپریل له ۷مې د خرڅلاو لپاره وړاندې شي چې د پي ۴۰ بیه به یې ۷۹۹ یورو، د پي ۴۰ پرو بیه به ۹۹۹ یورو او د پي ۴۰ پرو پلس بیه کوم چې به په جون میاشت کې وړاندې شي ۱۳۹۹ یورو وي.

د هوواوې لخوا ادعا کیږي چې دغه موبایلونه به په ځانګړي ډول د کامرې په سیستم کې د ایفون ۱۱ پرو مکس او د سامسنګ نوي ایس ۲۰ موبایلونو ته ماتې ورکړي، په داسې حال کې چې د هوواوې موبایلونو کامرې د شپې لخوا پاک او په زړه پورې عکس اخیستلی شي.

په لاندینۍ ویدیو کې د ایفون ۱۱ پرو، سامسنګ ایس ۲۰ الټرا او هوواوې پي ۴۰ پرو کامرو پرتله کتلی شئ.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x