افغانستانسولې اړوند خبرونه

اروپايي اتحادیه: د بین الافغاني مذاکراتو د پیل په وړاندې خنډونه له منځه تللي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱ وری، ۱۳۹۹ل): اروپایي اتحادیې په یوه اعلامیه کې د اشرف غني له لوري د بین الافغاني مذاکراتو تر نامه لاندې له جوړ شوي ټیم هرکلی کړی او د افغانانو د خپلمنځي خبرو په پيل یې ټینګار کړی.

د اروپايي اتحادیې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د کابل له مذاکراتي پلاوی هرکلی شوی، د هر ډول مرستې ډاډ ورکړل شوی او تر څنګ یې راغلي، چې د مذاکره کوونکي پلاوي ټاکل کېدل د بین الافغاني مذاکراتو د پیل او د سیاسي بحران د پای ته رسولو  په لوری یو اهم ګام دی.

خبرپاڼه کې وړاندې پر طالبانو غږ شوی، چې د دوحې له پرېکړو سره سم عمل دې وکړي، د جګړې شدت دې راکښته کړي او د شوي توافق سره سم دې د «اوربند» په موضوع جدي بحث وکړي.

د اروپايي اتحادیې له نظره، د بندیانو په موضوع پرمختګ شوی او مذاکراتي پلاوی ګمارل شوی، نو ځکه ددوی په خبره، بل هيڅ داسې دلیل نه پیدا کېږي، چې له امله یې بین الافغاني مذاکرات وځنډول شي.

اروپايي اتحادیې ددې تر څنګ په طالبانو او حکومت غږ کړی، چې د یو بل له پلاوو سره ګډ کار وکړي.

د اشرف غني مذاکراتي پلاوی، چې څو ورځې وړاندې یې تشکیل بشپړ شو، یوویشت تنه غړي لري او مشري یې د ملي امنیت پخواني رییس «معصوم ستانکزي» ته ور له غاړې ده.

دغه ټيم په کابل کې د ګڼو سیاسي ګوندونو له لوري رد شو او ټینګار شوو، چې پلاوی له طالبانو سره د خبرو وړتیا نه لري.

طالبانو هم د یوې اعلامیې له لارې د پلاوي پر «همه شمولیت» ټینګار وکړ او د خپل پخواني دریځ په تکرار سره يې یاده کړې، چې دوی د «حکومت» په نامه له چا سره خبرو ته تیار نه دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

ستاسو اروپایی ګیدړانو واک هم د امریکا سره دی ، که یی درته وویل ولاړ ولاړ یاست که یی درته وویل چی پروت پراته یاست .
د بین الافغانی مذاکراتو د پیل په وړاندی کوم خنډونه له منځه تللی ؟ ټوله خنډونه پرخپل ځای دی ، ۵۰۰۰ بندیان خلاص سول او که غلام دولت او نورو خواوو یو ټولشموله افغانی ټیم جوړ کړی چی د طالبانو سره خبری وکړی .
تاسی شیطان صفته حرامیان به هیڅوخت رشتیا ونه وایاست ، د اسلام سره ستاسو دښمنی ستاسو په هډو کی اخښل سوی . دومره ډارن یاست چی د اسلامی نړی څو مجاهدو وتښتولاست او د بود او نبود واک مو هم د امریکی سره دی .
تف او لعنت دی وی پر تاسو چغالانو .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close