ورزش

ملي لوبغاړو بالاخره کرونا ځپلو سره مرستې لپاره مټې بډ وهلې

افغانستان کې کرونا ځپلو سره د مرستې لپاره لومړی راشد خان او بیا نورو لوبغاړو د مرستې عملي ګامونه پورته کړل.

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱ وری، ۱۳۹۹ل): افغانستان چې یو له کرونا ځپلو هېوادونو څخه دی، د تېرو دوه میاشتو راهیسې په کې د کرونا وبا پېښې ثبت شوي دي.

د هېواد په بېلا بېلو برخو کې چې په سر کې یې هرات ولایت دی د کرونا ویروس ټولې ۱۷۴ پېښې ثبت شوي دي، او له کبله یې ۴ کسان مړه شوي دي.

خو طبي پوهان وایي چې افغانستان کې د چټکې معاینې او یادې ناروغۍ تشخیصولو نه شتون د پېښو د وروسته کېدو لامل کیږي، چې ممکن موده وروسته راښکاره او هېوادوالو ته ستونزې راولاړې کړي.

د نړۍ په بېلا بېلو برخو کې شتمنو خلکو، فلمي لوبغاړو، خیراتي ټولنو، سپورتي لوبغاړو او داسې نورو د کرونا پر وړاندې مبارزې لپاره د خپل هېوادوالو سره د مرستې عملي ګامونه پورته کړي دي.

په دې لړ کې وړمه ورځ د افغانستان ملي لوبډلې تکړه ستوري راشد خان د کرونا پر وړاندې مبارزې او د بېوزلو کورنیو سره د مرستې لپاره د خیرات ورکولو اعلان وکړ، او په وینا یې په دې لړ کې یې عملي ګامونه پېل کړي دي.

له راشد خان وروسته محمد نبي، حشمت شهیدي، نجیب الله ځدران، افتاب عالم، شرف الدین اشرف، عثمان غني، افسر ځاځي او د لوبډلې پخواني منیجر نوید صایم د بیوزلو سره د مرستې لړۍ پېل کړې ده.

همدغه راز د ازادو سیالیو اتلو لوبغاړو باز محمد مبارز او احمد ولي هوتک هم بیوزلو سره په عملي توګه د مرستې ګامونه پورته کړي دي.

یادو لوبغاړو د ملي‌ لوبډلې له نورو لوبغاړو او افغان شتمنو سوداګرو غوښتي چې په دغه برخه کې لاس په کار شي او د ملت له بیوزلو خلکو سره د مرستې لپاره ملا وتړي.

دا په داسې حال کې چې د کرونا وبا مخنیوي په خاطر د کابل، هرات، او فراه ولایتونو کې ګرځ بندیز لګېدلی او ځینې نور ولایتونو کې عامه ځایونه، پارکونه، واده حالونه او داسې نور تړل شوي دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close