نظــر

کورونا وېروس؛ نغدې پیسې څرنګه له مېکروبونو پاکې ساتل کېږي؟

کامران ملک
د اسلامي بانکدارۍ او مالیاتو د برخې ماسټر

په ټوله نړۍ کې د کورونا وېروس په تړاو روان وضعیت د ژوند ټولو پر ټولو اړخونو اغېز کړی. وګړي دې ته اړ شوي چې په خپله ناسته ولاړه، تګ راتګ او نورو برخو کې بدلون راولي او احتیاط وکړي.

احتیاط ځکه اړین دی چې د کورونا وېرس له اوسپني نيولی تر پلاستيک او د انسانانو بوټانو پورې نښلي او ناروغي‌ رامنځته کولی شي. نغدې پيسې هم په هغو اړتیاو کې راځي چې وګړي يې په خپل ورځني ژوند کې خورا ډېرې کاروي.

نو پوښتنه دا ده چې څرنګه کولای شو چې خپلې نغدي پیسې له دې مرګونې ویروسه وژغورو؟

پلټنې ښیې چې نغدې پیسې یا بانکي نوټونه په بېلابېلو مکروبونو یا وېروسونو ککړ وي، چې د کورونا وېروس هم کیدای شي؛ د نغدو پیسو او نوټونو عمر له څلور تر ۱۵ کلونو پورې دی او په دې موده کې دوی پرېمانه مکروبونه په ځان پورې ور ټولولی شي.

د کاغذي پیسو کارېدنه له نورو توکو ځکه ډیر خطرناک دی چې په ځینو کلتورونو یا سیمو کې خلک د پیسو شمیرلو لپاره د خولی پر لاړو ګوته لمدوي‌ او هماغه ککړه ګوته بېرته پر خپله ژبه را تېروي.

د روغتیا نړیوال سازمان سپارښتنه کوي چې باید په لاس کې د پیسو نیولو وروسته خپل لاسونه زر په صابون یا نورو داسی مایع ومینځو چې په پیسو شته مکروبونه وژلی شي.

پر لاسونو د کورونا یا نور تنفسي وېروسونه یوازې هغه مهال د ناروغۍ لامل کېږي کله چې له لاسونو خولې ته، پوزې ته او یا سترګو ته او بیا له همدې لارې زموږ تنفسي‌ سیستم ته داخل شي.

د ککړو بانکي‌ نوټونو د پاکولو او له دوی د احتمالي ‌ګواښ کمولو لپاره د چین مرکزي بانک د نورو بانکونو او مرکزي دولت سره په مشوره په فبروۍ میاشت کې درې اساسي لارې وړاندې کړي.

دوی غوښتل چې په بازار یا دوران کې شته نغدې پیسې او هغه کاغذونه چې د مالي راکړو- ورکړو لپاره کارېږي، له هر ډول مېکروبونو یا وېروسونو پاک شي.

یوازې د نوټونو وینځلو موضوع مطرح نه ده، بلکې دا هم مهمه ده چې په دې مېکروبو خپل ککړ شوي‌ لاسونه څرنګه پاک کړو.

دا درې وړاندیزونه په لاندې ډول دي:
لومړی وړاندیز
د نغدو پیسو له کارولو وروسته باید خپل لاسونه د شل ثانیو لپاره په صابون یا بله مېکروب وژونکې مایع ووینځئ.

دا هم باید په یاد ولرئ چې د پیسو له کارولو وروسته خپل لاسونه خولې، پوزی، سترګو یا مخ ته نږدې نه کړئ، ځکه دغه وېروس له لمس وروسته ژر لېږدي.

دویم وړاندیز
د چین حکومت پرېکړه وکړه چې ټول بانکي نوټونه باید په منظم ډول ۱۵ دقیقې اوزون او یو ساعت الټراوایلیټ وړانګو څخه تیر شي. یادې وړانګې د دې توان لري چې پیسې له ګڼو ویروسونو او مېکروبونه څخه پاکې کړي.

بله پرېکړه یې دا وه چې په بسونو، بازارنو او روغتونونو کې کارېدلي نوټونه باید په اونۍ کې دوه ځله پاک کړي او بیا په ځانګړي ډول د روغتونونو پیسې به وسوځول شي، ځکه یادو پیسو کې د ویروس د خپریدلو چانس زیات وي.

خو که دا کار هم ونه شي نو بیا دې یادې پیسې په ځانګړي ځای کې وساتل شي او بازار ته یوازې هله عرضه شي چې په بشپړه توګه له مېکروبونو پاکې شوي وي.

د دی ترڅنګ د چین دولت هره ورځ ۱۲ تنه کارکوونکي په هره سیمه کې یوازی د دی لپاره ګومارلي چې په بسونو یا اورګاډو کې د سفر ټکټونه هم باید له یو ځل کارولو وروسته له وېروس څخه پاک کړي.

تراوسه د چین د شانګهای چارواکو له سل زرو زیات ټکټونه له وېروسه پاک کړي او بیرته یې کارېدو ته چمتو کړي.

درېیم واړندیز
د چین حکومت همدا راز نغدي پیسې له ۷ ورځو تر ۱۴ ورځو پورې د ۳۰ درجو نه په زیاته تودوخه کې ساتي او له هغې وروسته یې بیا بازار ته عرضه کوي چې خلک ترې کار واخلي.

په دې کار سره هم پر نغدو پیسو یا نوټونو شته مېکروبونه وژل کېږي او له دې پیسو انسانانو ته د پېښ خطر کچه هم راکمېږي.

نو په ټوله کې ویلای شو چې نغدی پیسې کېدای شي چې د کورونا مرګوني
وېروس د لېږد لامل شي، خو که له کارولو وروسته یې خپل لاسونه پاک ووینځو او د دستکشی استعمال کړو نو خطر به تر ډېره کم شوي‌ وي.

په لویه کچه دا خطر هله کمېدلی شي چې افغان حکومت او مرکزي بانک په دې هکله کوټلي ګامونه واخلي او خلک له دې مرګوني وېروسه خوندي‌ وساتي.
افغان حکومت او عامو وګړو ته سپارښتنې:

لومړۍ سپارښتنه:
مرکزي بانک کولای شي چې نوې پیسی چاپ کړي، او که نوي بانک نوټونه په زیرمو کې ولري هغه بازار ته ورکړي.

دا پیسې به له مېکروبونو پاکې وي او حکومت یې د صرافانو له مرسته بازار ته
وړاندې کولی شي.

د دی ترڅنګ دولت له هغه ساحو چې وضعیت پکې پیچلی وي نغدی پیسی راټولې، او که اسانتیا یې ولري،‌ د پورته یادو وړاندیزونو له مخې پاکې کړي.

دویمه سپارښتنه:
افغان حکومت کولای شي چې خلکو ته داسې کوچنۍ پلاستیکي کڅوړې ورکړي چې د ویروس ضد مواد پکې کارول شوي‌وي.

دا کڅوړې د بانکونو، دولتي ادارو او صرافانو له لارې وېشل کېدلی شي او خلک به خپلې پیسې پکې ساتی او له دستکشو سره یې کارولی شي.

درېیمه سپارښتنه:
حکومت باید بانکونه دې ته وهڅوي چې خلکو ته د بانکي کارډونو اسانتیاوې په اسانه او هڅوونکي شکل چمتو کړي. له دې سره به د نغدو پیسو کارول پخپله راکم شي.

دا تګلاره کیدای شي ترټولو ګټوره او اسانه تمامه شي. اوسمهال د افغانستان بانک د افغانستان تادیاتو سیستم په نامه یوه اداره رامنځته کړې چې هڅه کوي ټولې مالي ادارې دې ته وهڅوی چې بریښنایی تادیاتو په برخه کې خلکو ته اسانتیاوې چمتو کړي.

څلورمه سپارښتنه:
حکومت دې بانکونو، مالي اداراتو، صرافیانو، روغتونونو، بازارونو، د خوراکي‌ توکو پلورنځیو کې یوه خاصه سپرې یا کیمیاوي مواد کارونې ته کېږدي چې د وېروسونو د وژلو توان ولري او د پیسو کیفیت خراب نکړي.

حکومت په ازمېښتي‌ ډول کولی شي چې په لومړي ګام کې په یوه داسې اداره کې دا چاره پیل کړي چې د نغدو پیسو راکړه ورکړه پکې ډېره وي.

پنځمه سپارښتنه:
عام وګړي دې خپله خریداري او راکړه ورکړه له محدودو دوکانونو او پرچون پلورونکو نه وکړي چې د ویروس د لېږد خطر کم شي.

د دې ترڅنګ کله چې د سفر پر وخت کرایه ورکوي یا ماتې پیسې بېرته اخلي نو باید لاسونه په وېروس ضد موادو ووینځي چې پاک شي.

په ټوله کې ویلای شو چې نغدی پیسې کېدای شي چې د کورونا مرګوني وېروس د لېږد لامل شي، خو که له کارولو وروسته یې خپل لاسونه پاک ووینځو او د دستکشی استعمال کړو نو خطر به تر ډېره کم شوي‌ وي.

کیدای شي دغه د پالیسۍ جوړونې لپاره پورته سپارښتنې په لنډمهال کې اسانې نه وي خو په اوږدمهال کې زموږ هېواد له یو جدي روغتیایي بحرانه ژغورلی شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close