شعـــــرونه

د کرونا په اړه د سيد شاه سعود غزل

سيد شاه سعود

ازاده سا په دنیا بنده شوه که نه شوه بنده
ټوله دنیا په دنیا بنده شوه که نه شوه بنده

هغه چې غاړې به همځولو ورکولې سره
هغه ادا په دنیا بنده شوه که نه شوه بنده

هم دا وبا وه چې دنیا دنیاداري کوله
هم دا وبا په دنیا بنده شوه که نه شوه بنده

تاسو نازکې پاڼې ولې رژولې د ګل
د ګل موسکا په دنیا بنده شوه که نه شوه بنده

سوا له ځانه او ایمانه خلک هیڅ نه غواړي
نوره دعا په دنیا بنده شوه که نه شوه بنده

سعوده خلکو به بلا منافقت کولو
د ژوند رڼا په دنیا بنده شوه که نه شوه بنده

سید شاه سعود

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x