افغانستانسولې اړوند خبرونه

د انتقالي عدالت د همغږۍ ډله: د حکومت مذاکراتي پلاوی ناقص دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱ وری، ۱۳۹۹ل): د انتقالي عدالت د همغږۍ ډله وایي،  په دې تاریخي پړاو کې د یوه همه شمول او ټولمنلي ټیم جوړښت اړین دی، خو اوسنی  مذاکراتي پلاوی بشپړ نه دی.

د اطلاعات روز ورځپاڼې د راپور په بنسټ، د انتقالي عدالت د همغږي ډله د شپږ ویشت بشري سازمانونو، د جګړې له قربانیانو او د بشري حقونو له فعالانو تشکیل شوې او تازه یې په یوه په یوه خبرپاڼه کې ویلي «د مذاکراتي پلاوي ټاکل یو اړین ګام دی او تمه ده د جګړې د پای ته رسولو سبب شي، خو په دې ټیم کې د جګړې د قربانیانو نشتون پلاوی ناقص ګرځوي.»

خبرپاڼه کې وړاندې زیاته شوې « په دې تاریخي پړاو کې د یوه ټولمنلي او کارپوه ټیم ټاکل د سولې پروسې په لار کې يو اړین ګام دی، خو د جګړې ځپلو او د جګړې د قربانیانو نشتون دا ټیم ناقص کړی.»

د خبرپاڼې په بنسټ، د ټولو لورو له مشارکت پرته پلاوی پایله نه ورکوي او شاید سولې ته ونه رسېږي، نو ځکه باید د جګړې د قربانیانو غږ واورېدل شي او په ټيم کې ځای ورکړل شي.

دغه اندېښنې وروسته له هغه مطرح کېږي، چې حکومت څو ورځې وړاندې د ملي امنیت د پخواني رییس «معصوم ستانکزي» په مشرۍ یو دوه ویشت کسیز مذاکراتي پلاوی معرفي کړ.

معرفي شوی پلاوی د بیلابېلو سیاسي ګوندونو له لوري رد شو او یاده شوه، چې دا ټيم له طالبانو سره د مذاکراتو وړتیا نلري.

طالبانو هم د یوې اعلامیې له لارې په ټیم نیوکه وکړه او یاده یې کړه، چې د دوحې له توافق سره سم مذاکراتي پلاوی باید همه شمول وي او ټول اړخونه باید پکې برخه ولري.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close