افغانستان

امریکا او ناټو یو ځل بیا د یوه «ټولشموله» حکومت په جوړولو ټینګار کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱ وری، ۱۳۹۹ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپيو» د ناټو سازمان له عمومي سرمنشي «ینس سټولټنبرګ» سره د خپلو تلیفوني خبرو په مهال په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت په جوړولو ټینګار کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پمپیو او سټولټنبرګ د خپلو تلیفوني خبروپه مهال په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت د جوړولو په اړتیا خبرې وکړې او دا کار يې د افغانستان د امنیت او د سیاسي بحران د حل لپاره اړین وباله.

د کابل سیاسي بحران چې له ټاکنو را زېږېدلی، له اوږدې مودې راپدېخوا روان دی او څه موده وړاندې يې له امله په یوه وخت دوه ولسمشرانو لوړې هم وکړې.

تر دې دمه د عبدالله او غني تر منځ د لانجو دحل د  هڅو د پرمختګ کوم خبر نه دی ورکړل شوی او لا هم دواړه کسان ځانونه ولسمشران او د ولس ټاکل شوي مشران ګڼي.

څه موده وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپیو» په یوه نا اعلان شوي سفر کابل ته راغی او دلته یې د غني او عبدالله تر منځ د منځګړیتوب د هڅو له ناهیلي کېدو وروسته له حکومت یو میلیارد ډالر مرسته وګرځوله.

امریکا هماغه  مهال ټینګار کړی وو، که سیاسي مشران جوړجاړي ته ونه رسېږي او یو ټولشموله حکومت تشکیل نشي، نورې مرستې به هم وګرځوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x