افغانستان

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان: طالبان او حکومت دې له کورونا سره د مبارزې په برخه کې ګډ کار وکړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱ وری، ۱۳۹۹ل): د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د یوې اعلامیې له لارې په حکومت او طالبانو غږ کړی، څو له ملګرو ملتونو سره په ګډه د کورونا وبا په وړاندې مبارزه وکړي او خلګ ترې وژغوري.

د یاد شوي سازمان له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې روغتیايي توکو ته د کلیوالي سیمو او بې ځایه شویو کورنیو د نه لاسرسي  په اړه اندېښنه ښودل شوې او ادعا شوې، چې د حکومت او طالبانو همغږي به دې ډول سیمو او خلګو ته د روغتیايي بنسټونو لاسرسی یقیني کړي او هغوی به له دې وبا وساتي.

خبرپاڼه کې وړاندې یاده شوې، چې کورونا ناروغي د میلیونونو افغانانو ژوند په خطر کې اچولی، نو ځکه په دې حالت کې د طالبانو او حکومت همغږي ته اړتیا لیدل کېږي، تر څو یقیني شي روغتیايي مرستې ټول هیواد ته رسېږي.

کورونا چې د نړۍ د لسګونو هیوادونو په څېر افغانستان ته هم رسېدلې، دلته يې تر دې مه د ۱۷۴ مثبتو پېښو د ثبت خبر ورکړل شوی.

طالبانو په نږدې ټولو ولایتونو کې د عامه پوهاوي او له دې ناروغۍ څخه د ځان ساتلو د لارو چارو کمپاینونه په لاره اچولي او په ګڼو سیمو کې یې صابونونه او ماسکونه په خلګو وېشلي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

که تاسی د بشر د حقوقو ریښتنی سازمان ځان بولی نو ولی مخامخ د طالبانو سره د کورونا ضد مرستی نکوی چی هغوی یی پخپلو سیمو کی پر خلګو وویشی .
مسلمانان په تیره بیا افغانان ښه پوره پوه دی چی تاسی لدی نه هم د جاسوسی او د خپل شوم پروپاګنډ لپاره کار اخلی .
ستاسو د سازمان له جوړیدو څخه تر اوسه پوری ستاسو کومه پریکړه چا نده لیدلی چی هغه دی د اسلام او د مسلمان په ګټه وی .

Miragha mjrohe

هغه شل کلنئ لاسته راورنئ یئ چیرئ دی چئ اوس غواری له دی فورمولئ نه په استفادی خپل جنایتونو چی په افغانستان کی کری پت کری، طالبان دی کرونا جدی ونسئ او خلکو ته دی کره معلومات ورکری ، نور دی دا فاسد او ظلمانو ته وقت فرصت نه ورکوی چئ پکشی را گیر دئ انشاالله

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close