شعـــــرونه

غزل: ثناء الله معصوم

ثناءالله معصوم

د داسې نازولي مقتدي یمه صاحبه
د ستورو کليوال یم جنتي یمه صاحبه

شعاوو کې یې وینم د جنت د ښکلا وړانګې
زه هم د یو چا سترګو کې بندي یمه صاحبه

پیدا چې چا ښکلا ده هغه یې ښکلی بولي
د هغه ښکلي حسن  امتي یمه صاحبه

نظر یې لکه غشی په زړه داسې داسې اوري
د چا په مات نظر باندې زخمي یمه صاحبه

زه هم د یو چا زړه یم د چا سترګې او باڼه یم
له ځینو خود غرضو نه باغي یمه صاحبه

ساتلی له بلاوو یم دعا یې راپسې دي
لیکلی څو مظلومو په زړګي یمه صاحبه

معصومه که مړ نه یمه خو خدای به یم ساتلی
پــه هــاغــه یـــو نظر یې لا ټپي یـمــه صاحبه

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close