شعـــــرونه

غزل: حسان ضعيف

حسان ضعيف

عجیبه خلک دي هرڅه وينې ویل نه کوي
په حق باطل باندې پوهیږي خو منل نه کوي

په دې پوهیږي چې مرګ حق دي خامخابه راځې
چې نه پوهیږي که له قصده پوهیدل نه کوي

ځان مسلمان بولې قرآن او حدیث دواړه منې
افسوس افسوس چې په یوه لا هم عمل نه کوي

غربي نظام غواړي شرعي نظام ته جبر وایې
جنت ته تګ غواړي له اوره بیلیدل نه کوي

لار کې کوهي باسې مدام کښت د اغزیو کوي
په دغه هیله چې ددې کښت به ریبل نه کوي

لمر په دوو ګوتو پټوي چې ترې پناه کړي سترګې
پسرلی وژنې د ګلونو رانیول نه کوي

چې مسلمان و ځانته وایې ملا امام نه ګڼې
هغه سړي دي د مسجد په لوري تلل نه کوي

چې مړ احساس غلام ضمیر او نه غیرت وي د چا
حسان ضعيفه د شعرونو دي لیکل نه کوي

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close