افغانستان

عبدالله عبدالله د غني له مذاکراتي پلاوي سره هوکړه کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱ وری، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت پخواني اجرائيه رییس «عبدالله عبدالله» چې اوس ځان ولسمشر بولي، د کابل حکومت له تشکیل شوي مذاکراتي پلاوي هرکلی کړی، خو د ځینو برخو په اړه یې لا هم د ملاحظاتو درلودلو خبره کړې.

د عبدالله عبدالله له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ټولشموله پلاوي جوړښت د بین الافغاني مذاکراتو په لور یو اړین ګام یاد شوی او پایداره او باعزته سوله د افغانانو لومړنۍ اړتیا بلل شوې.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې له «تقلبي ټاکنو» را زېږېدلي بحران ته لا تر دې دمه کوم حل نه دی پیدا شوی، خو دده په خبره، هڅه یې داده، څو د سولې موضوع له دې ډول اختلافاتو لرې وساتي.

د عبدالله په قول، د مذاکراتي ټیم په اړه د ځینو ادرسونو له لوري ملاحظات مطرح شوي، چې باید درک شي « زه په دې باور یم، چې د مذاکراتو پیل او د هغه دوام به د ټولنې یو جامع تمثیل ته لاره هواره کړي او د وړاندونیو پرېکړو به اړه به اجماع شتون ولري.»

نوموړي ددې تر څنګ مذاکراتي ټیم د افغانستان د ملي ګټو استازی بللی، خو په خبره یې، دې ټيم ته د واک ورکولو د سرچینې او راپور ورکولو په برخه کې باید نور بحث وشي.

د اشرف غني مذاکراتي پلاوی، چې څو ورځې وړاندې یې تشکیل بشپړ شو، یوویشت تنه غړي لري او مشري یې د ملي امنیت پخواني رییس «معصوم ستانکزي» ته ور له غاړې ده.

دغه ټيم په کابل کې د ګڼو سیاسي ګوندونو له لوري رد شو او ټینګار شوو، چې پلاوی له طالبانو سره د خبرو وړتیا نه لري.

طالبانو هم د یوې اعلامیې له لارې د پلاوي پر «همه شمولیت» ټینګار وکړ او د خپل پخواني دریځ په تکرار سره يې یاده کړې، چې دوی د «حکومت» په نامه له چا سره خبرو ته تیار نه دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close