نظــر

کرونا او د اسلام حقانیت/ جاوید چوهدري

لیکنه: چوهدري

ژباړه: ابو ناهید

کرونا راغله او له راتګ سره سم یې دنیا ته د اسلام حقانیت وښود. له دې وړاندې کله هم دنیا داسي نه وه بنده شوې چې انسان د انسان لمس ته تږی شي، چې مور له خپل اولاده، خاوند له میرمنې، ورور له وروره او خور له خوره شپږ فټه لیرې تیریږي، څوک د بل چا له لاسه د اوبو ګلاس لا نه اخلي، ډاکتر ناروغ ته لاس نه وروړي، ناروغ د ډاکتر له ټوخي منډې وهي، امام له مقتدیانو او مقتدیان له امامه بیریږي، په دنیا کې تر دې وړاندې داسي وخت چیرته راغلی و؟

د ځمکې په کره باندې د لومړي ځل لپاره د ټولو مذاهبو د عبادت ځایونه بند دي، ودونه او جنازې ولاړې دي، او خلک په خپله په زاریو له حکومت څخه د کرفیو او لاک ډاؤن غوښتنې کوي.

په تاریخ کې لومړی ځل دی چې کورونه، هسپتالونه، مساجد او صدراتي ماڼۍ ټول غیر محفوظ دي او غریب امیر، مجرم قاضي، ماتحت افسر او حاکم او محکوم ټول کمزور او عاجز ښکارېږي، دا د تخریب او بې وسۍ انتها ده مګر په دې انتها کې هم د تعمیر د بې شماره اړخونو څرک شته، ما چې کله پرون دا مثبت اړخونه شمیرل پیل کړل نو حیران پاتي شوم، د کرنا اوه حیرانونکي مثبت نتائج مخته راغلو، دا ټول نتائج حیرانونکي دي مګر د اوو په دغه فهرست کې لومړۍ نتیجه اف خدایه! دا کمال دی د اسلامي دنیا ټولو مبلغینو په ګډه د اسلام لپاره هغه کار ونکړای شو کوم چې یوازي کرونا وکړ، زه خپل دا ریسرچ ستاسي مخته اېښودل غواړم او یقین لرم چې تاسي به هم قائل شئ.۔

د کرونا تر ټولو لوی مثبت اړخ د اسلام حقانیت دی، اسلام د دنیا لومړی مذهب و چې صفایي یې نصف ایمان وګڼله، موږ مسلمانان په شواروز کې پنځه واري اودس کوو، پر موږ له جنابت څخه وروسته غسل فرض دی، موږ هره جمعه نوکان پرې کوو، د بدن غیر ضروري ورېښتان پاکوو او ناړې توکل او ارمېږي ایستل بد تهذیبي ګڼو، تاسي کله سوچ کړی دی چې ولي؟

ما له کرونا وروسته د وائرس په باره کې لوستل پیل کړل نو راته معلومه شوه چې زموږ په فضا کې ۱۹۶ وائرس، بیکټیریا اور جراثیم موجود دي، دا زموږ د جسم د اوو سوریانو په واسطه زموږ بدن ته ننوځي، د دغو مقابله صرف زموږ قوت مدافعت کولای شي او د دې قوت ګراف سهار له خوبه وروسته تر ټولو لوړ وي، دا ګراف له ماسپښین وروسته کښته کیدل شروع کوي او له ماخوستنه وروسته تر ټولو کښته درجې ته رسېږي لهذا د ناروغیو وائرس تر ډیره له ماسپښین څخه وروسته پر انسان اثر کوي.

موږ مسلمانان په ورځ کې پنځه ځله اودس کوو، اودس زموږ د جسم په اوو سوریانو کې ذخیره شوی وائرس مینځي او په دې ډول موږ له ناروغیو بچ کیږو، تاسي وګورئ د ټولې دنیا ډاکتران له کرونا وروسته ناروغانو ته څه مشورې ورکوي؟ ټولې دنیا ته وایي چې بار بار لاس او مخ و مینځئ، په پوزه کې اوبه واچوئ او غرغره وکړئ، او غسلونه هم ډیر کوئ، دا څه دي؟ ایا دا نیم اودس نه دی؟ او ایا موږ مسلمانان د ورځې پنځه ځله دا کار نه کوو؟ ته دې کمال ته ځیر شه، قدرت د جسماني صفایي دا عمل له ماسپښین وروسته تیزوي، موږ د دریو څلور ساعتو په دوران کې د ظهر، عصر او مغرب اودسونه تازه کوو، او دا هغه وخت دی چې زموږ د قوت مدافعت ګراف کښته روان وي.

زموږ اسلافو غرمه مهال قیلوله کوله، ولي؟ ځکه چې قیلوله هم انرژي قوي کوي، دا زموږ قوت مدافعت زیاتوي او ماخوستن چې زموږ قوت مدافعت له اخیري ډګرۍ سره خبرې کوي الله تعالی په موږ اخیري اودس او لمونځ ادا کولو سره د خوب غیږ ته وړي او موږ سهار د قوت مدافعت له نوي گرڈ سره بیرته راپاڅېږو، ډاکتران د کرونا ناروغانو ته دا مشوره هم ورکوي چې تاسي له اتو تر لسو ساعتونو خوب وکړئ او نرم خواړه وخورئ، دا دواړه مشورې هم زموږ د دین برخې دي.

پوره خوب او نرمه غذا دواړه عادتونه قوت مدافعت تقویه کوي.

تاسي یو بل حقیقت هم ملاحظه کړئ، د کرونا له حملې وروسته د دنیا ډیټا وګورئ تاسي به د دنیا هر هغه ښار له وائرس څخه ډیر متاثر ووینئ چیرته چې خلګ شپې په ویښه تېروي، چیرته چې د خلکو خوب کم وي او د جسماني صفایي خیال نه ساتي، زه ډیر ځله فرانس او ایټالیا ته تللی یم او چینایان هم ښه پیږنم،

دوی ټول په جسماني صفایي کې ډیر کمزوري دي، چینایان په اوسط ډول په میاشت کې یو ځل لمبیږي، په فرانس او ایټالیا کې هم د لمبیدلو بلکې د مخ او لاس مینځلو رواج ډیر کم دی، تاسي یو ورځ سهار په میټرو کې سفر وکړئ وبه وینئ چې اکثره کسان بالخصوص ښځې په ناړو خپلې سترګې پاکوي، دوی چې سهار راپاڅي جامې په تن کړي او د مخ لاس له وینځلو وړاندې له کوره وځي، دوی له خوراک مخکې او وروسته دلاس په مینځلو هم عادت نه دي، له قضا حاجت وروسته هم صرف د ټشو په استعمالولو کفایت کوي لهذا دا خلک په جسماني صفایي کې تر موږ ډیر شاته دي دوی په هغو ښارونو کې اوسي چې شپې یې په ویښه تېریږي، نتیجه یې دا راوځي چې کله هم کومه ناروغي خپرېږي نو دوی ډیر متاثره کوي په داسې حال کې چې موږ مسلمانان هر وار له وباګانو څخه بچ پاتي کیږي.

موږ مسلمانان دا ځل هم بچ کیږو مګر د دې مطلب دا نه دی چې زموږ سسټم ټول سم دی، په موږ کې هم بې شماره نیمګړتیاوي شته او باید ورته متوجه شو، مثلا زموږ لومړۍ نیمګړتیا په مساجدو کې دننه استنجا خانې او وضو خانې دي.

د اسلام په ابتدايي اته سوه کلونو کې په مساجدو کې وضو خانې او استنجا خانې نه وې، خلګو به په کورونو کې اودس کاوه او د لمانځه لپاره به مسجد ته راتلل، مګر بیاهم ځیني کسانو مساجدو ته نږدې پرائیوټ استنجا خانې او غسل خانې جوړي کړې وي او مسافرو ته یې ’’آن پې منټ‘‘ د اودس، غسل او رفع حاجت اسانتیاوي برابري کړې وې خو ووروسته بیا مخیر حضراتو د مسافرو د سهولت په خاطر د مساجدو په حدودو کې وضو خانې جوړل پیل کړل، کله چې وضو خانې جوړي شوې نو استنجا خانې هم جوړي شوې او په دې ډول جراثیم او ګنده اوبه مسجد ته راغلې، او ناروغیاني له لمونځ کونکو څخه نورو لمونځ کونکو ته رسېدل شروع شول.

کرونا موږ ته زموږ غلطیانې هم راوښودې موږ ته په کار ده چې د مساجدو اصل روح ته راوګرځو لمونځ کوونکي دې په خپلو کورنو کې اودس تازه کړي او په مسجد کې دې صرف لمنځونه ادا کړې، که چیرته وضوخانې او واش رومز ضروري وي نو له مسجد څخه دې لیري جوړ کړای شي هغه هم د کیبن په شکل تر څو د یوه لمونځ کونکي څاڅکي پر بل ونه لګېږي او له اوداسه وروسته اوبه هم د ’’پی ٹریپ‘‘ په ذریعه فوراً ووځي، ونه درېږي تر څو جراثیم پیدا نشي، تاسي که کله چرچ یا سیناګوګ ته لاړ شئ نو تاسي به ووینئ چې پاک او صاف به وي ولي؟ د دې دوه وجې دي، لومړی وجه اوبه دي په چرچ او سیناگوگ کې وضو خانې نه وي لهذا فرش نه لندېږي نو داغونه هم نه وي او بوی هم نه خپرېږي، دوهمه وجه دا ده چې دوی په هال کې موم بتیاني لګوي، موم بتۍ بوی ختموي، زموږ په مساجدو کې به هم تر بجلي وړاندې موم بتیاني لګېدې.

زموږ اسلافو به په مسجد کې اودسونه نه کول او ډیر وخت به یې د چمړې موزې یا جرابې په پښو وي، له کله چې موږ په مساجدو کې اودسونه پیل کړي دي او موزې مو ترک کړې دي له دغې ورځې زموږ د مساجدو دصفایي معیار خراب شوی دی، تاسې خپله سوچ وکړئ کله چې موږ په لندو پښو مسجد ته داخل شو نو د مسجد فرش او صفونه به څنګه پاک او صاف پاتي شي لهذا زما غوښتنه دا ده چې تاسي مهرباني وکړئ د اسلام اصولو ته مراجعه وکړئ، پنځه وخت لمونځ ادا کړئ، اودس وکړئ، په خپل وخت غسل وکړئ، په مساجدو کې صرف لمونځ ادا کړئ، موزې یا جرابې په پشو مسجد ته ولاړ شئ، د شریعت مطابق تر خوراک له مخه لاسونه ووینځئ او له خوراک وروسته هم لاسونه ووینځئ، اته نهه ساعته خوب وکړئ او چیرته چې کینئ او چیرته چې ویده کیږئ هغه ځایونه پاک وساتئ ټول عمر به له ناروغیو پاک و اوسئ.

په اسلام کې صفایي نصف ایمان ده او دا نصف ایمان زموږ د ایمان لومړۍ حصه ده، د ایمان دوهمه برخه له صفایي وروسته راځي، تاسي که زما په خبره نه یاست پوهه شوي نو زه نور زیات وضاحت کول غواړم، لمونځ فرض دی، د دې فرضو دوه برخې دي، اودس او تکبیر تحریمه، موږ که( بې له کوم شرعي عذره) اودس ونکړو نو ایا لمونځ کولای شو؟ یا یا نه شو کولای، نو بیا د دې مطلب څه شی شو؟ مطلب دا شو چې صفایي زموږ د ایمان لومړی نیمایي برخه ده، موږ چې تر څو دا سر ته ونه رسوو د ایمان دوهمې برخې یعني عبادات نشو ادا کولای، نو زما یقین دی چې کوم کس چې پاک او صاف نه وي هغه مسلمان نشي کیدای او کوم چې مسلمان دی نو ۱۹۶ وائرسونه چې ټول سره ملګري شي هغه ته څه تاوان نشي رسولای!

ته دا نقطه په ذهن کې وساته او بیا راته ووایه چې ایا کرونا وائرس د مسلمانانو محسن نه دی؟ ایا دا داسلام مبلغ نه دی؟  هو بالکل! دا زموږ تر ټولو لوی محسن دی،  موږ ته یې د اسلام هغه طریقې راوښودې چې موږ هیرې کړې وې او دا داسلام مبلغ هم دی ټولې دنیا ته یې وښوده چې دین صرف یو دی او هغه هم اسلام دی لهذا کرونا صاحب ته ګریټ(عالي) یې، ته زنده باد.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close