
د زندانيانو د انتقال لپاره د طالبانو تخنيکي ټيم کابل ته راورسېد
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱ وری، ۱۳۹۹ل): د طالب زندانيانو د خلاصون لپاره د طالبانو يو درې کسيز پلاوی څو شيبې وړاندې کابل ته راورسېد.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې دغه درې کسيز ټيم به د بنديانو د خلاصون د جريان څارنه کوي او په تخنيکي برخه کې به د اړتيا وړ اقدامت ترسره کوي.
د بندیانو د انتقال لپاره د اسلامي امارت ۳ کسیز تخنیکي ټیم نن کابل ته ورسید.
هغوی به د بندیانو د خلاصون د جریان څارنه کوي، او په تخنیکي برخه کې به د اړتیا وړ اقدامات ترسره کوي.— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) March 31, 2020
طالبانو د دې درې کسيز پلاوي نومونه نه دي په ډاګه کړي.
بايد وويل شي چې دا پلاوی تر دې وړاندې پنځلس کسيز اعلان شوی و خو اوس دادی درې کسيز پلاوی کابل ته راغلی دی.
که څه هم د طالبانو او امريکا ترمنځ د موافقتنامې له مخې د پنځه زره طالب زندانيانو او زر تنه دولتي عسکرو د خلاصون نېټه د حوت شلمه نېټه ټاکل شوې وه خو دادی له هغې نېټې اوس نږدې يوه مياشت تيريږی.
ددې زندانيانو د خلاصون لپاره طالبانو، امريکا او حکومت درې ځلې د ويډيو کنفرانس له لارې خبرې او مشورې کړي دي.
تر اوسه دولتي مسؤلينو کابل ته د طالب پلاوي د راتګ په اړه څه نه دي ويلي.