نظــر

د کرونا ناورین او زموږ مسؤولیت

عبد الجبار بهیر
د افغان رسنیز او څېړنیز مرکز مشر

انساني ناورینونه اواسماني افتونه په ټولنه کې د تغیر لامل وي او انسانان اړ کېږي، چې د هغو په مخنیوي کې لاس په کار شي. او هره ممکنه لار لټوي څو وکولای شي، ځان، کورنۍ او ټولنه له رامنځ ته شوي ناورین او ستونزې څخه وژغوري.

په ټولنه کې د مسلمان توپیر له نورو انسانانو په دې کې دی، چې د انسانی کړنو او مادي هڅو سربېره په معنویاتو او اسلامي لارښوونو هم ایمان لري، ځکه الله جل جلاله او د هغه نازولي محمد صلی الله علیه وسلم ورته له هر افت او مصیبت څخه د ژغورنۍ لارښوونې کړې دي او د نادودو د مخنیوي په برخه کې يې جوته او واضح تگلار ورښوولې ده.

یوازې په انساني هڅو او مادیاتو بسنه او له مرگ څخه بې ځایه ډار د اسلامي ارشاداتو خلاف کړنه ده، کله چې الله جل جلاله د یو انسان د هستۍ اراده وکړي، د ژوند او مرگ دواړو پرېکړه يې کوي، نو په کار ده، چې د بشري اقداماتو او خطرونو سره، سره خپل ژوند او ځان ساتنه د الله جل جلاله او د هغه د استازي صلی الله علیه وسلم په لارښوونو او غوښتنو چمتو کړو.

د کرونا افت او انساني ناورین

هو، کرونا ناورین او افت دی، خو دا هم ویلای شو، چې دا ناروغي او افت د ډېری غافله مسلمانانو د سمونې او خپل رب ته يې د راگرځېدو او د هغه ذات او لويۍ د یادېدو لامل هم شوی دی، دا چې په اسلامي ټولنه کې د غرب یا نامسلمانو وگړو د کلتور اغیز له حد اوښتی وو، خپل ژوند او د ژوند ټولې چارې يې یوازې تر مادیاتو تړلې وې، فکر کېدلو چې ارام چاپېریال او پرمختللې درملنه او روغتیايي هڅې کولای شي، د انسان ژوند وژغوري، ان چې د اوږدمهال لپاره یې په مادیت بنا د خپل ژوندانه ټول پلانونه هم چمتو کړي وو، خو د الله جل جلاله پرېکړه بل ډول وي، د خپل وحدانیت او یووالي د ښوولو او واضح کولو په توگه يې یو کوچنی ویروس د نړیوال ناورین او چلنج په توگه رامنځ ته کړ.

نه یوازې دا چې، ساینس پوهان او ماهر ډاکتران د کرونا د علاج او مخنیوي په برخه کې پاتې راغلل، بلکې د دې ناروغۍ د مخنیوي او وقایوي تدبیرونو په برخه کې د هغو کړنو غوښتنې وشوې، چې د اسلامي مبارک دین پرې له پېړیو، پېړیو مخکې ټینگار درلود. نظافت ته د جدي پاملرنې، په صابون یا په میکروب ضد مایع لاس مینځلو، د پرنجي او ټوخي د دفع کولو او همدا راز بل چاته د زیان نه رسولو کړنې پلي کول هغه څه وو، چې موږ يې په اسلام کې جوت او واضح بېلگې او تگلار لرو.

له دې سربېره، په ننۍ اسلامي او نا اسلامي ټولنو کې د منکراتو او د الله جل جلاله له غوښتنو څخه سرغړونه او د نه ډار وروستۍ څپې هم، هغه لاملونه بلل کېدای شي، چې الهي غضب او قهر راپارولی وي. لوی څښتن تعالی خپل بنده تر ډېره پرېږدي، خو کله چې د لویۍ او تکبر بریدونه مات کړي، بیا د الهي عذاب زیان عام او تر هر چا رسېږي.

کرونا ویروس، چې وبا او طاعون ته ورته دی، ځپل شوو مسلمانانو ته د ډاډ په توگه همدا نبوي حدیث بسنه کوي، چې امام بخاري د مالک زوی انس رضي الله عنه څخه په یو روایت کې وایی، رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: د وبا یا طاعون مړینه د هر مسلمان لپاره شهادت ده.

د دوهم راشده خلیفه د خطاب زوی عمر رضي الله عنه په وخت کې د شام په عمواس سیمه کې رامنځ ته شوې وبا او طاعون په اسلامي تاریخ کې د همدې سیمې (د عمواس طاعون) په نوم مشهور شوی دی، چې د ډاډمنو تاریخي سرچینو له مخې، د لویو صحابه کرامو رضوان الله علیهم اجمعین سربېره یې شاوخوا دېرش زره کسان مړه کړي دي.

له وبا او طاعون سره د صحابه کرامو رضوان الله علیهم اجمعین چلند هم یو له بل سره توپیر درلود، د جراح زوی ابو عبیده او د جبل زوی معاذ رضي الله عنهم، طاعون رحمت گاڼه او د مقابلې په تکل هملته پاتې شول، وینا يې دا وه چې له طاعون تېښته له الهي پرېکړې تېښته ده، خو د عاص زوی عمرو، بیا دا افت اور وباله او خلکو ته یې غرونو ته د خوندي ځایونو په توگه د تللو او له طاعون څخه د ځان ساتنې سپارښتنه کوله. همدا راز راشده خلیفه عمر رضي الله عنه، له دې افت سره په خورا جدیت تعامل وکړ، نه خپله شام ته ولاړ او نه یې هم چاته د تللو اجازه ورکوله.

د مخنیوي لارې چارې او شخصي مسؤولیت

له شک پرته اسلام د یو جامع او تلپاتې دین او لارښوود په توگه خپلو پیروانو او اتباعو ته د هر ډول ستونزو د حل لارې واضح کړې دي، له معنوي ډاډمنتیا او د ناورینونو له زغم سربېره یې د خوندي ژوندانه چارې، په ډاډمنه توگه د ځان او ټولنې د ژغورنې لارې او په مصئونه توگه د ورځنیو کړنو تر سره کول هم ښوولي دي.

د کرونا د ناروغۍ د مخنیوي او ځان ساتنې په برخه کې باید د روغتیايي مصئونیت د تدابېرو او ټولو وقایوي هڅو، لکه پر کور ناستی، د نظافت جدي پاملرنه او د جراثیمو د وژنې د اړوندو کړنو سربېره، دیني لارښوونو او نبوي اذکارو ته هم ځانگړې پاملرنه وکړو او خپل پالونکي او ژغورونکي ذات ته خپل ځان او ژوند وسپارو، هغه ذات چې هم يې ژوند راکړی دی او هم مو بېرته د ژوند د پای ته رسولو واکمن دی. په دې برخه کې باید لاندې کړنې جدي ونیسو:

  • د نړیوالو روغتیایي مرکزونو او ادارو روغتیایي لارښوونې په جدي توگه پلي کول، په ځانگړې توگه د گڼې گوڼې له ځایونو ځان ساتل،په صابون د لاسونو مینځلو او د لمسي چاپېریال د نظافت ځانگړې پاملرنه، د پرنجي په مهال د خولې بندول یا د پرنجي د خپرېدو مخنیول او د زکام، تبې یا درد د احساس په مهال روغتیايي کلینیک ته ورتلل او د ځان له روغتیا ډاډ تر لاسه کول.
  • له کرونا د مخنیوي په موخه باید په ټولنو کې شته کلیوالي عادتونه ډېر په پام کې ونه نیول شي او نه هم دا کړنې عیب وبلل شي. له روغبړ، تگ راتگ او له بې اړتیا لیدو کاتو څخه په بشپړه توگه ډډه وشي.
  • که جوماتونو ته د ازدحام یا د کرونا د ناروغۍ د ډار له امله نه ځو، نو په کار ده، چې په کورونو کې له خپلو ماشومانو او کورنۍ سره لمونځونه په جماعت تر سره کړو.
  • هغه نبوي دعاوې او اذکار، چې د وبا او ساري ناروغیو په برخه کې راغلي دي، جدي او په کثرت سره یې تکرارول او د ورځني ورد په توگه یې تر سره کول.
  • د قرآن کریم تلاوت، الله جل جلاله ته زیاتې دعاوې کول او د گناهونو او نا سمو کړنو د بخښنې او مغفرت غوښتنه.
  • ټولنې او ولس ته د خواله رسنیو له لارې د خیر او ښې وینا خپرول او خلکو ته د کرونا د شته ستونزو په برخه کې دیني او عامه پوهاوی او ډاډ ورکول، څو وکولای شي له دې افت سره منظمه او په درک مبارزه وکولای شي.
  • پر کور د ناستي په مهال د وخت له ضایع کولو ډډه او پر مهمو لیکنو، کړنو او مثبتو پروگرامونو بوختېدل.
ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close