دیني، سیرت او تاریخ

«لا ضرر ولا ضِرار»/ الياس فاتح

 م- الياس فاتح

دا نبوي حديث ” لا ضرر ولا ضِرار ” [ ابن ماجه ]

د علمي شخصيتونو په نزد يوه ستره قاعده, بلکې پر ګڼشمېر قواعدو مشتمله ده.
د دې لنډو لفظونو او مختصرو کلماتو ” لا ضرر ولا ضِرار ”

معنا دا ده : انسان ته روا نه دي چې ځان ته او يا بل ته زيان ورسوي.

له همدې ځايه ده چې د انساني ټولنې هر وګړی د اروايي ضرر تر څنګ د جسماني زيان په مخنيوي مکلف دی,او که په يوه ساري ناروغۍ اخته وي نو هڅاند اوسې چې بل شخص ته ترې د ليږد او متعدي کيدو ګواښ متوجه نشي.

په بشري ټولنه کې وبايي او ساري ناروغۍ له پخوا شتون لري چې د زياترو زيږانده نيشه يي توکې او….. دي.

خو دا چې په دې نېږدې اوونيو کومه وبايي ناروغي د کرونا ويرس په بڼه کې توپاني شوې د دې هم د تاريخ په تېر کې د طاعون وبا په څېر بيلګه وجود لري, چې د د نن په څېر يې د سرايت د مخنيوي په چاره کې د عقل خاوندان هک حيران پاتې وو.

خو څنګه چې زموږ په دې عقيده ده چې پر کوم بريد د انساني عقل توان پای ته ورسيږي له هغې هاخوا د مخيون لړۍ يوازې د سماوي لارښود پر ځواک روانه وي.

د همدغه يومخيزې مرګوني بيمارۍ د کابو او کنټرول په رابطه رسول اکرم – عليه الصلاة والسلام – فرمايي:

إِذَا وَقَعَ الطَّاعُونُ بِأرْضٍ وَأنْتُمْ بِهَا فَلاَ تَخْرُجُوا مِنْهَا ، وَإِذَا وَقَعَ بِأرْضٍ وَلَسْتُمْ بِهَا فَلاَ تَقْدُمُوا عَلَيْهِ.[ مسند أحمد ]

ژباړه : کله چې طاعون په يوه ځمکه پېش شي او تاسې هلته ياست ، نو مه ترې وځئ او کله چې په يوه ځمکه پېښ شي او تاسې هلته نه ياست، نو مه ورځئ !

دغه ناروغي چې نړۍ يې ګړبولې او ترهولې [که د کوم بشرضد سازمان لخوا جوړ شوی مکروب وي او که طبعا راپنځيدلې وبا وي] په هر حالت د الله تعالی لخوا د انسانيت په تقدير کې ليک شوی دی او د دې وبا په اړه چې په انساني جامعه کې يې بېلابېلې نورې ناجوړۍ هم رازيږولي طبعي ده چې د خپريدو د عواملو څخه يې انسان انديښمن اوسي او دا دی اوس يې داسې صورت رامنځته کړی چې يو انسان له بل څخه د عوارضو له مخې په ډډه اوسي, نو هر وګړي ته اړينه ده چې د اسلامي اخلاقو له مخې داسې عادت غوره کړي چې حرکت يې د بل انسان پر زړه او ذهن د بوج او ضرر لامل ونه ګرځي, او خپل صبر او استقامت په همدې لاپسې فولادي کړي چې د ټولو ستونزو د حل لاره همدا نبوي فرموده ده : ” لا ضرر ولا ضِرار “

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x