لیکنې

خبرې پيل کړئ او د افغانستان جګړه پای ته ورسوئ

لیکوالان: سلطان برکات او بارنيټ روبين

موږ دواړه د تېرې فبرورۍ په ۲۹مه د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون د لاسليک مراسمو عيني شاهدان يو، له هغه وخته موږ د دې هوکړې په عملي کېدو بار بار ځنډ ګورو، په داسې حال کې، چې کرونا ويروس له جګړې زياته وژونکې ناروغي ده او دا ناروغي په نړيواله کچه د مرګ او ويجاړۍ بنسټيز لامل دی.

ټاکل شوې وه، چې د طالبانو د بنديانو کمیسيون پلاوی د خپلو پنځو زرو بنديانو د خلاصون څارلو په موخه بګرام هوايي اډې ته لاړ شي، تر څو د امريکا او قطر په واسطه د بين الافغاني خبرو لپاره زمينه برابره شي. طالبانو پر خپلو ژمنو عمل ته تياری ښودلی، چې بین الافغاني خبرې به د مارچ تر لسمې پيل شي او په مقابل کې يې طالبانو هم ژمنه کړې وه، چې له دوی سره بندي زر حکومتي کسان به خوشې کړي. افغان حکومت، چې  د قطر هوکړې برخه نه و، د طالب بنديانو په خلاصون کې زړه نا زړه دی او دا اندېښنه لري، چې دغه بنديان به له خلاصېدو وروسته يو ځل بيا د جګړې ډګر ته وګرځي، چې له امله يې طالبانو هم د بین الافغاني خبرو له پيلولو نټه کړې او حکومت هم د مارچ تر ۲۷مې د دې خبرو لپاره خپل پلاوی نه و ټاکلی او کرونا وژونکې وبا هم د بین الافغاني خبرو د ځنډ يو مهم لامل دی، ځکه د سفرونو او ناستو له امله د کرونا ویروس د خپرېدو اندېښنې شته.

افغان حکومت د امريکا د فشار له امله د بنديانو په خلاصون هوکړه وکړه، د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د مارچ په ۲۴مه نېټه د اشرف غني او عبدالله ترمنځ د ټاکنيز جنجال د حل په موخه کابل ته لاړ، خو دواړه په جوړجاړي کې ناکام شول، پومپيو له افغانستان سره د يو ميليارد ډالرو مرستو کمولو اعلان وکړ او زياته يې کړه، چې راتلونکي کال به هم ورته ګام پورته کړي، په داسې حال کې، چې ټاکنيز جنجال نه دی حل شوی. افغان حکومت د مارچ په ۲۷مه د بنديانو خلاصون په منلو او د بین الافغاني خبرو لپاره د ۲۱کسيز پلاوي په اعلانولو د واشنګټن ستاينه ترلاسه کړه. د مارچ په ۳۱مه حکومت يو ځل بيا د بنديانو د خلاصون وځنډول او طالبانو سره يې د بنديانو په اړه تخنيکي ناسته هم وځنډوله.

طالبانو يو ځل بيا دا خبرې وځنډولې او په خپله رسمي اعلاميه کې يې وویل، چې دوی به د حکومت له اعلان شوي پلاوي سره خبرې ونه کړي، ځکه چې دا پلاوی ټولشموله نه دی او ټولو لوريو ته د منلو وړ نه دی. د حکومت اپوزيسيون لکه عبدالله عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي تر اوسه په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي، خو طالبان ادعا کوي، چې د اپوزيسيون مشران په شخصي ډول دې پايلې ته رسيږي، چې د حکومتي پلاوي له ټاکل کېدو سره مخالفت وښيي.

د افغانستان اسلامي جمهوريت د استازولۍ مسئلې د سولې پروسه خرابه کړې، په داسې حال کې، چې حکومت ټينګار کوي، له طالبانو سره د سولې خبرو مشري به په خپله کوي، خو د اپوزيسيون ګوندونه وايي، چې ټولشموله پلاوی به د اسلامي جمهوريت استازولي کوي. طالبان د شوې هوکړې له مخې د «نورو افغان لوريو سره خبرې» داسې تشريح کوي، چې ټول سياسي جهتونه به په کې شامل وي او حکومت به له نورو سياسي ګوندونو هېڅ غوره والی ونه لري. د فبرورۍ په ۲۹مه د امريکا او طالبانو ترمنځ شوې هوکړه کې د افغان حکومت هېڅ يادونه نه ده شوې او په کابل کې د امريکا متحده ايالتونو او افغان حکومت په شريکه اعلاميه کې د افغانستان اسلامي جمهوريت د نړيوالې ټولنې له لوري د نړيوال قانون په رڼا کې په رسميت پيژندل شوی حکومت بلل شوی دی. د امريکا او افغان حکومت ګډه اعلاميه کې راغلي، چې له طالبانو سره د بین الافغاني خبرو لپاره د اسلامي جمهوريت ټولشموله ټيم ټاکل کيږي. «دا ټولشموله ټيم» عبارت، چې امريکا، افغان حکومت او سياسي اپوزيسيون ته به د منلو وړ وي، مبهم دی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د حکومت له لوري بین الافغاني خبرو لپاره د اعلان شوي پلاوي هرکلی کړی؛ ځکه د امريکا په شرطونو برابر دی. د پلاوی غړي تر ډېره حکومت پلوي دي، خو د ډېرو سياسي ګوندونو او قومونو غړي په کې دي، سره له دې، چې د اپوزیسيون ګوندونو برخه په کې غوښنه نه او د امريکايي کانګريس په پرتله په کې د ښځو ونډه هم زياته ده او سره له دې هم سياسي ګوندونه هڅه کوي، چې له طالبانو سره د خبرو لپاره بايد دوی ته پراخه ونډه ورکړل شي او په عين حال کې طالبان د سياسي نخبه ګانو ترمنځ له دې ويش څخه استفاده کوي. په ورته وخت کې د عامې روغتيا وزير اندېښنه ښکاره کړې، چې د هېواد پنځوس سلنه وګړي به پر کرونا ويروس اخته او سل زرو زيات به ترې مړه شی.

د ويتنام جګړې پر مهال امريکا او ويټناميانو د خبرو مېز په جوړښت او شکل څلور کاله تېر کړل، خو د کرونا وژونکي ويروس او د امريکايي مرستو د کمېدو له امله کېدای شي له افغانستان سره څلور مياشتې وخت هم نه وي.

اوس، چې حکومت د بین الافغاني خبرو لپاره پلاوی اعلان کړی، بايد د بنديانو خلاصون پيل کړي او د اوربند له مخکيني شرط پرته د خبرو پيلولو ته چمتووالی وښيي. د سولې تړون له مخې اوربند بايد تلپاتې او شامل وي. د خبرو د اجنډا اول بند بايد اوربند وي، تر څو د بشريت ژغورنې لپاره د کرونا ویروس د وبا د قربانيانو شمېر کنټرول شي.

دا به ډېره ګټوره وي، چې د سياسي ګوندونو مشران په څرګنده ژبه د سولې پر پلاوي خپلې نيوکې وکړي، په داسې حال کې، چې دوی پر طالبانو د خبرو پيلولو ټينګار کوي. حکومت ته ښايي، د اپوزيسيون ګوندونو پر وړانديزونو فکر وکړي، تر څو يې د سولې په خبرو کې ځای پر ځای کړي.

اشرف غني او عبدالله کولی شي، چې د خپلې مشرۍ وړتيا وښيي او د سولې خبرو د اسانتيا لپاره خپلمنځي ستونزې يو لوري ته کړي. عبدالله کولی شي، چې د مشرۍ رول ولوبوي، د صدرات څوکۍ غوښتنه وځنډوي، تر څو بین الافغاني خبرې پيل شي او هغه خبرې به د افغانستان راتلونکی ټاکي او تر هغې وروسته به امريکا وکولی شي له افغانستان سره خپلې مرستې بېرته پيل کړي.

د طالبانو له لوري له اسلامي جمهوريت سره د خبرو لپاره  بار بار ځنډ او خپلو جنګيالیو ته د هغوی پيغام دا خبره د هر مخالف لپاره سختوي، چې د هغوی سره خبره وکړي.

په ټولنيزو رسنيو کې د طالبانو د ستر پوځي مشر او د ګوانتانامو د پخواني بندي ملا فاضل، چې اوس د مرکچي ټيم غړی هم دی،  هغه خبرې ډېرې ښکته پورته کيږي، چې د درې قضيو په اړه هر ډول تنازل رد کړی دی. د امير نوم، د افغانستان اسلامي امارت او ټول نظام بايد د اسلامي شريعت پر بنسټ ولاړ وي. ملا فاضل ته د سفر اجازه ورکړل شوې، تر څو د طالبانو شکمنو جنګياليو ته د سولې تړون په اړه قناعت ورکړي. ملا فاضل په خپلو خبرو کې د طالبانو پر ځينو پخوانيو کارونو نيوکې کړي، د القاعدې نوم له يادولو پرته يې له دغې ډلې د جلا کېدو لپاره دلائل وړاندې کړل، تر څو خپلو سخت دريځو ملګرو ته اطمنان ورکړي. سره له دې، چې خپلو پلويانو ته د پيغام رسولو په موخه دا پيغام مخالفينو ته هم رسيږي.

طبيعي خبره ده، چې مرکچيان هڅه کوي، له قوي ادرسه خبرو ته داخل شي، د دې تر څنګ طالبان له حکومتي پلاوي سره له ناستې انکار کوي. د طالبانو څرګند دريځ د دې ښکارندویي کوي، چې طالبان د خپلو بنديانو د خلاصون پلان لري، دا خبرې به اوږديږي، د امريکا د وتلو لپاره به انتظار کوي او بیا به طالبان د اسلامي امارت د نفاذ لپاره له زوره کار واخلي. له نسبي شامل پلاوي سره د خبرو لپاره د طالبانو انکار دا شکونه نور هم قوي کوي.

طالبان کولی شي، د دغو شکونو د کمولو لپاره له اوسني پلاوي سره خبرې پيل کړي او تر هغه وروسته د پلاوي د پراخولو غوښتنه وکړي. هېڅ کله مذاکرات له هغه پلاوي سره تر پایه دوام نه کوي، چې له کوم سره پيل شوی وي. د طالبانو د سياسي کارونو مشري ملا برادر، ملا فاضل او نور هغه مشران په اوس وخت کې پر مخ بیايي، په داسي حال کې چې کله د طالبانو ټيټپوړو مسؤولينو د قطر دفتر پرانيست، هغه مهال همددا مشران په نورو ځايونو کې بنديان وو. د سولې هېڅ پروسه په يوه کوټه کې نه ترسره کيږي، هغه مادي وي او که فرضي وي. ډېری افغان ډلې او د سياسي عمليې غړي به په دې پروسه کې د خپل رول غوښتنه وکړي او د دې پروسې پر پایلې به خپل اغېز ولري او له دوی به په دې اړه د موافقې غوښتنه وشي.

د جګړې د شدت دوام دا اندېښنې او شکونه زیاتوي. طالبانو وليدل، چې د اوو ورځو اورکم له امله د سولې تړون وشو، خو ډېر ژر بيا بېرته عمليات پيل شول، چې د سولې تړون کې هم اجازه ورکړل شوې ده. حتی په هغو سيمو کې هم جګړې روانې دي، چېرته چې خلک له کورونا ويروس سره مخ دي. سره له دې، چې له اور کم مخکې وخت په پرتله اوسمهال د جګړې شدت کم دی، خو طالبان باید پر افغان ځواکونو خپلو بریدونو ته د پای ټکی کېږدي. د طالبانو په بریدونو کې لسګونه افغانان وژل کيږي، خو ډېر ژر به د کرونا ویروس له امله لسګونه زره افغانان له ټولو لوريو مړه شي. هر څومره، چې د تاوتريخوالي کمول په مذاکراتو کې ځنډيږي، دا ويره به زياتيږي، چې وضعيت بېرته جګړه ييز شي او يو ځل بيا هغه حالت راشي، چې د خبرو مېز ته د کيناستو پر ځای د مړو خښولو چارې پيل شي.

سلطان برکات: په دوحه کې د شخړې او بشري څېړنو د مرکز مدیر او د يارک پوهنتون د سیاست ډيپارمنټ افتخاري پروفیسر.

بارنيټ روبین: نيويارک پوهنتون کې د نړيوالۍ همکارۍ په مرکز کې د افغانستان د سيمه ييز پروګرام مشر، افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازي پخوانی سلاکار او همدارنګه افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د پخواني استازي مرستيال.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

دواړو لیکوالانو په ډیر مهارت سره طالبان پړ ښودلی چی ګواکی خنډونه طالبان جوړوی . ۱- دوی دواړو د غلام دولت د هغه غلام ټیم ننګه کړی چی ټوله دولت خوښ کړی او غلام دولتیانو په وار وار دا ویلی چی د طالبانو مقابل لوری یوازی دولت دی ، حال داچی طالبان دا منافق غلامان په رسمیت نه پیژنی او نه هم د دولت په نوم خبری ورسره کوی . ۲- د خبرو دمخه اوربند څه معنی ؟ بیا پر طالبانو د تسلیمی بی مفهومه ږغونه کوی . غلامان په قدرت کی ، بندیخانی په مجاهدینو ډکی او اوربند ؟؟؟؟… نور لوستل »

Muhammad

Jazzakallahu kayran

الحاج استاذ بیانزی

مهمه نه ده چه دغو دوه پروفیسرانو څه لیکلی،د سلطان خو نوم د مسلمانانو دی دا چه پوره مسلمان دی که نه والله اعلم ، محمد بن سلمان نوم هم د مسلمانانو دی یهودان پری څو ځلی شرف لری. او هغه بل پروفیس خو نه افغان او نه مسلمان دی او روپین نوم د یهودانو وی . په هر صورت دا د هغو شخصی نظریات دی ، کیدی شی دا ورته ویل شوی چه د اذهانو د بدلولو د پاره دا ډول څه مثبت او څه منفی څه ولیکی مونږ تری د یو ښه افغان او ښه مسلمان توقع نه… نور لوستل »

جمیل

محترم بیانزی صاحب السلام علیکم ورحمته الله
مونږ کولای سو چی د اشخاصو په اړه څه چی دوی لیکلی وی د هغو د ښو او د بدو یادونه وکړو او حق او باطل سره وپیژنو .
د ځینو حقایقو د خبرولو څخه مننه .
الله تعالی مو زمونږ سره د بدو څخه محفوظ ولره .

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x