شعـــــرونه

غزل: حماد ماليار

حماد ماليار

ځان ته به ژاړم، خو له تا سره به هم وژاړم
ګل ته لا څـۀ چـې له بورا سره به هم وژاړم

د خپلـې مينـې ابتدا مـې په سلګو کړې وه
د دې عــمـل لـــه انتــهــا سره به هم وژاړم

مجنونه! ستا سره مې ډېره د زړۀ خواله وکړه
کــه اجــــازه وي له ليــــلا سره به هم وژاړم

لکه پتنګ به له ډيوې سره ملګری شمه
له دغې مړې تـتــې رڼا سره به هم وژاړم

خير دی يزيد به په اوښلنو سترګو ولمانځمه
او د حسيـــن له کربــلا سره به هم وژاړم

که له حرم ســـره له وير نه مې چاره کېدله
نـو له ټپــي، ټپــي اقصــا سره به هم وژاړم

په دې مظلوم افغانستان باندې به اوښکې توی کړم
او له زخمـي زخمـي برمـا سره به هم وژاړم

د دې وطن پر کنډوالو باندې مې ډېر وژړل
ځم له بېديا او له صحرا سره به هم وژاړم

که د نصيب مې دغه حال ؤ نو، حماد مالياره!
د ژونـد له هـرې يَوې سا سره به هم وژاړم

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close