شعـــــرونه

غزل؛ محمد انور تبسم

محمد انور تبسم

دا مه پوښته ملٙکه! چې د چا مرسته راغلې
په ځان دې ګوتې ووهه نن بيا مرسته راغلې

له خپلو رشته دارو او مالدارو نه ليست جوړ که
ورځه ولسوالۍ ته چې ويړيا مرسته راغلې

خواران او غريبان همداسې خوار او ذليل ښه دي
مالدارو باندې پام کوه اشنا مرسته راغلې

لونګۍ له سرو پريوتې رېښې شول ګريوانونه
دا شور چې لا زياتيږي خامخا مرسته راغلې

فطرت نه چې نيستمن وي، تر ابده به نيستمن وي
کني زما هيواد ته د دنيا مرسته راغلې

ولس د قرنطين روژه کړه ماته رابهر شو
له ذهنه يې وتلې کرونا مرسته راغلې

هر څوک چې د بې وسو لاسنيوى کوي په حقه
هغو ته له اسمان من سلوا مرسته راغلې

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close