افغانستان

طالبان وایي، لغمان او بغلان کې تر سلو زیات دولتي کارکوونکي ورسره یو ځای شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱ وری، ۱۳۹۹ل): طالبان وایي، په مرکزي بغلان او لغمان کې د دولت تر سلو زیاتو کارکوونکو «حقایق» درک کړي او دوی ته ورغلي.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه په دوو  بېلابېلو اعلامیو کې راغلي، چې د لغمان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د طالبانو د مشر «شیخ هبة الله اخندزاده» د عفوې له فرمان څخه په استفادې د «کابل رژيم» ۹۳ تنه کارکوونکو او په مرکزي بغلان کې بیا ۱۶ تنه کارکوونکو «حقایق» درک کړي او د طالبانو لیکو ته ورغلي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې د تسلیم شویو کارمندانو پېژندنه ذکر شوې او تر څنګ یې ویل شوي «یادوعسکرو له اسلامي امارت څخه د خوښۍ  اظهارولوترڅنګ کلکه ژمنه وکړه چي اینده کي به د کابل په ګوډاګۍ اداره کې هیڅ ډول فعالیت نه کوي او په نورو عسکرو يې هم غږ وکړ چې له جګړې لاس واخلي او د یو اسلامي نظام د جوړښت په لاره کې خنډ نشي.»

یاده دې وي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د توافقنامې له لاسلیک سره هم مهاله د طالبانو مشر «شیخ هبة الله اخندزاده» عمومي عفوه اعلان کړه او ټولو ته یې ډاډ ورکړ، چې کومو کسانو له «امارت» سره شخړه او جګړه کړې له «مخالفت» څخه د لاس اخستلو په صورت کې بښل کېږي.

د طالبانو د مشر له دې فرمان سره جوخت په هیواد کې د دولتي عسکرو او کارمندانو د تسلیمۍ لړۍ په کم ساري ډول چټکه شوې او زرګونه دولتي کارکوونکي طالبانو ته ورغلي.

طالبانو ته ورتلونکي دولتي کارمندان د هغوی له لوري په ډالیو نازول کېږي او د سر او مال د حفاظت ډاډ ورکول کېږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

طالب مشرانو ته وړاندیز وړاندیز او ….. وړاندیز
زما وړاندیز طالب مشرانو او کشرانو ته همدا دی چه د امیر المومنین د هغه عمومی او عظیم الشانی عفوی له اعلانولو وروسته خو به کار داوه چه د غلامانو به ګډون د هیوادو لوی واړه له دغه عفوی څخه ګټه پورته کړی او خپلو کی سره لاسونه ورکړی او د طالب مجاهدینو دغه بی ساری مالی او جانی قربانی وستایی او د کابل د غلامانو او بادارانو په ضد یو موټی او یوه خوله شی.
مګر د ډیرو ستونزو له امله به کیدی ځینی له دغه عمومی عفوی خبر نه وی او لا به ډاریږی چه هغوی به دغه عفوه کی نه وی شامل او داسی نوری ستونزی به وی له طالب مشرانو می د ورورولی هیله ده چه روزنامی او شبنامی جوړی کړی په رسنیو ، تلویزونو او داسی نورو د میدیا له خوا په تکرار تکرار د امیر المنین د عفوی د وینا متن پرله بسی خپور ……………….. کړی تر څو خلک ډاډه او خپلو کی د ورورولی غیږی او د خپلواکی زیری سره ورکړی او د خپل ځان او هیواد په جوړولو کی تر اخری کچو ونډه ولری والسلام

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close