افغانستانسولې اړوند خبرونه

تر عبدالله عبدالله وروسته عطاء محمد نور او حنیف اتمر هم له مذاکراتي پلاوي هرکلی کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱ وری، ۱۳۹۹ل):  د کابل حکومت د پخواني اجرائيه رییس «عبدالله عبدالله» تر تائید وروسته د اشرف غني پخواني سلاکار «محمد حنیف اتمر» او د بلخ پخواني والي «عطاء محمد نور» هم د جلا، جلا پیغامونو له لارې د بین الافغاني مذاکراتو له مذاکراتي ټیم هرکلی کړی او جوړ شوی پلاوی یې همه شمول بللی.

د عطاء محمد نور په فسبوک پاڼه په خپاره شوي پیغام کې راغلي، چې جوړ شوی مذاکراتي پلاوی همه شمول دی، د ښځو، سیاسي ګوندونو، علماوو او نورو ټولو اړخونو استازي پکې دي او دده په خبره، د افغانستان استازیتوب کولای شي.

نور ددې تر څنګ له جوړ شوي ټیم بشپړ ملاتړ اعلان کړی او د تسهیلاتو برابرولو ژمنه یې کړې.

بل لور ته د حنیف اتمر له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې سوله د افغانستان د خلکو لومړیتوب بلل شوې او د بین الافغاني مذاکراتو په موخه له جوړ شوي پلاوي هرکلی شوی.

اتمر ویلي، مذاکراتي ټیم د افغانستان له سیاسي شخصیتونو تشکیل شوی او سره له دې، چې دوی یې ملاتړ کوي، همکارۍ ته هم ورسره چمتو دي.

د غني مذاکراتي پلاوی چې څو ورځې وړاندې اعلان شو، د دوستم او عطاء نور د زامنو په شمول دوه ویشت تنه غړي لري او مشري يې د ملي امنیت پخواني مشر «معصوم ستانکزي» ته سپارل شوې.

دغه مذاکراتي پلاوی تر دې وړاندې د ځینو سیاسي ګوندونو له لوري رد شوی او طالبانو هم «غیر جامع» بللی وو.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

دوستم او نور قاتلان که له ###جوړ شوی تش په نامه د مذاکراتی ټیم تصدیق کوی خو باتور دوستم او خالد نور د مذاکراتی ټیم غړی تاکل شوی زه ګلبدین ته حیران یم چه د یوه به ځای یی د مرکزی شوری مشهور غړی ( چه یو یی زوم هم دی ) ټاکل شوی تر اوسه یی دغه د ## مذاکراتی تیم نه دی تایید کړی حبیب الرحمان حکمتیار تاکلو ته به هم انتظار باسی .
د عبدالله په اړه حیران پاتی شوم په جان کیری یی جادو وچلیدو او په پمپیو ونه چلید صرف دومره یی ورته وویل چه دواړه زما سیالان دی سیالان ( غلامان ) دی یعنی دوی ته د بادارانو له خوا د غلام ویل لویه بریا ده سمدلاسه یی د غلام غنی هغه ټیم چه پمپیو ورته ورکړی وو تصدیق کړو

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close