افغانستانسولې اړوند خبرونه

پمپیو: د مذاکراتي ټیم د ګمارلو تر څنګ باید د بندیانو په موضوع هم پرمختګ وشي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱ وری، ۱۳۹۹ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپيو» د غني  له مذاکراتي پلاوی څخه د عبدالله عبدالله هرکلی ستایلی او دا یې یو ښه خبر بللی.

پمپيو، چې نن یې د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې، د بین الافغاني مذاکراتو له پلاوي څخه د عبدالله عبدالله هرکلی وستایه، دا یې یو غوره خبر وباله، خو تر څنګ یې د بندیانو په ګډون په یو شمېر نورو موضوعاتو هم د پرمختګ هیله وکړه.

پمپیو زیاته کړه، چې ټاکل شوی پلاوی جامع او همه شموله دی، نو ځکه دوی په دې تمه دي، څو ټول بین الافغاني خبرو ته ور وړاندې ښي.

پمپيوددې پوښتنې په جواب کې چې امریکا به له افغانستان ګرځېدلي مرسته بیرته افغان حکومت ته ورکړي یا نه؟ وویل چې هیواد به یې له وخت سره سم د افغانستان په اړه خپل دریځ بیا ګوري، خو په خبره یې، دوی غواړي د زندانیانو په ګډون په هره موضوع پرمختګ وویني.

نوموړي ددې تر څنګ په طالبانو غږ وکړ، چې د جګړې شدت دې راکم کړي.

د غني مذاکراتي پلاوی چې څو ورځې وړاندې اعلان شو، د دوستم او عطاء نور د زامنو په شمول دوه ویشت تنه غړي لري او مشري يې د ملي امنیت پخواني مشر «معصوم ستانکزي» ته سپارل شوې.

دغه مذاکراتي پلاوی تر دې وړاندې د ځینو سیاسي ګوندونو له لوري رد شوی او طالبانو هم «غیر جامع» بللی وو.

لا هم څرګنده نه ده، چې طالبان به له دې ټیم سره خبرو ته چمتو شي که نه.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Miragha mjrohe

د هالتد هیواد نه، په طالبانو ژغ کرم چی همدا اوس هغه وقت را رسیدلی چئ د دغئ موقی سره دیر شه او مناسب فکر وکرئ او پایده زنئ واخلی د دا زای خلگ سومره چی زه مالومات لرم نور نه غواری چی خپل پیسئ په افغانستان کی دیو سو فاسدو دلو جیبونو ته واچوی ، او د اوروپا مهاجرین سومره چی افغانان دی حد اقل یئ ده هغوی نه دا درکرئ چی دا اوسنئ داوگران صرف دخپل فامیل او جیبونو غم ورسره دی ، د دوی دپاره نه دین ناموس غیرت افغانیت دا هیس ارزیش نه لری فقط خپلی خیتئ او د پحاشئ چوکی بس، باید دا پرصت طلبه خلگو ته وقت ور نه کی کنه دیر سخت زیان به وکی

الحاج استاذ بیانزی

پمپیو د بحر هند یا د پاکستان په کومه امریکایی هډه او لا د باګرام په هډه کی یو څو ورځی پټ پاتی شی او بیا راڅرګند شی. غلامی اداری ته یی له دستور ورکولو او عملی کولو وروسته د طالب مجاهدینو نبض ته ګوری چه د غلامی اداری ته به مجبور شوی او که نه دی، نو چه نه وی مجبور شوی بیا غلامانو ته له هغه سرو کرشو د ښنو کرښو ته راشکته کولو دستور ورکوی ، ع او غ دواړو ته خپل سیالان ( غلامان ) یا بندګان وایی وایی (( ماته خانصاحب [[ دله ]] ویلی دی ))
له دی وروسته به تش په نامه سیاسیو ته د سیالانو ( غلامانو ) نوم واخلی هغوی به هم دغه لست په پټو سترګو تصدیق کړی په هماغه ډول چه یی د غلامی تړون په پټو سترګو ومانه او تر ټولو ډیر جالب چه غلامی تړون کی یی قضایی مصونیت هم ورکړو یعنی د خپلو کورو او خپلو پالنګو دروازی یی ورته پرانستلی ، له هغه وروسته به پمپیو بیا د طالب مجاهدینو نبض ګوری که یی دغه تیم ونه منلو بل رشتونی افغانی تیم به جوړیږی او هغه تیم کی به غلامه اداره د مذاکراتی بیم یوه برخه او د معصوم کمونست په شان غلامان خو به بلکل لست وباسی او د راتلونکی محاکمو په انتظار به شبی ورځی شماری

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close