نړۍ

په کوټه کې اوه تنه شیعه مذهبه کسان ووژل شوه

quetta_sariab_roadنن ټکی آسیا: په کوټه کي نامعلومو وسلوالو پر اوو تنو شیعه مذهبه وګړو ډزي وکړي، او ټوله يې ځای پر ځای ووژل.

د خبر له مخي دغه شیعه مذهبه کسانو غوښتل چي ایران ته د زیارت لپاره سفر وکړي، او په همدې خاطر يې پر سریاب روډ باندي د بس انتظار کوی، چي د ایران پولي ته سفر وکړي.

د پولیسو یو جګپوړي چارواکي اسوشیتډ پریس ته وویل چي برید کوونکي پر موتر سایکل باندي راغلي وه،

او پر دغو اوو تنو يې مخامخ ډزي وکړي، چي ځای پر ځای ټول ووژل شول.

هغه وویل چي دا د مذهبي تاوتریخوالي یو پيښه وه، چي تر اوسه پوري يې چا مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x