لیکنېنظــر

په بین الافغاني مذاکراتو کې امریکایي مداخله د منلو نه ده

قاري حبیب

په داسې حال کې چې له امریکایي اړخ سره توافقنامه امضاء شوې چې له مخې به یې امریکایي عسکر له افغانستانه وځي او په دې توګه به د افغان قضیې خارجي بُعد حل ومومي. خو د توافقنامې له امضاء وروسته هم امریکایي چارواکي داسې اکټونه کوي لکه د بین الافغاني مذاکراتو ترسره کول چې هم ددوی مسؤلیت وي.

د توافقنامې له امضاء وروسته زلمی خلیلزاد کابل ته لاړ تر څو اشرف غني د بندیانو خلاصون ته آماده کړي. دا یو ښه اقدام و ځکه د بندیانو د آزادۍ وعده امریکایانو په توافقنامه کې کړې وه او باید دکابل په چارواکو یې منلې وای. خو کله چې د ارګ چارواکو د بین الافغاني مذاکراتو لپاره ناانډوله پلاوی تعین کړ او د طالبانو لخوا رد شو، اوس خلیلزاد او نورو امریکایي چارواکو هڅې شروع کړې دي چې د غیر مستقیمو هڅو په توسط دغه پلاوی په طالبانو ومني.

کابل نیوز چینل خبر ورکوي چې خلیلزاد له بیلابیلو افغان سیاسیونو سره لیدل کتل او ټیلفوني خبرې پيل کړې دي، تر څو هغوی د ارګ له اعلان شوي پلاوي ملاتړ اعلان کړي. چې په دې لړ کې عطاء محمد نور، حنیف اتمر او ځینو نورو کسانو د خلیلزاد په فرموده د ارګ د پلاوي ملاتړ اعلان کړی دی.

دغه راز د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو چې پخوا یې یوازې د کابل د چارواکو په ادرس آمرانه حکمونه صادرول اوس په متحد المالو حکمونو کې په ارګ او طالبانو دواړو غږ کوي چې د مذاکراتو اعلان شوی پلاوی ومني او بین الافغاني مذاکرات پيل کړي.

پمپیو ته دې معلومه وي چې که نوموړی د کابل چارواکو ته آمرانه حکمونه کوي نو حق یې لري. ځکه متل دی( آن که نان دهد فرمان دهد) د کابل ادارې ټول هست و بود له امریکا سره تړلي نو ځکه ورباندې پمپیو هم د آمریت حق خوندي بولي. اما نوموړی باید د طالبانو او عام افغان ولس په نسبت ډیر محتاط واوسي. ځکه طالبان او عام ولس د پمپیو یا کوم بل چا د فرمان او فرمایش تابع نه دي چې خبرو ته یې غوږ ونیسي.

بله دا چې د بین الافغاني مذاکراتو معنی دا ده چې افغانان به تر خپل منځ مذاکرات کوي. نو هغه څوک چې افغانان نه دي که په هر موقف کې وي حق نه لري چې په دې مذاکراتو کې بې ځایه مداخله وکړي.

باید یاده کړو چې بین الافغاني مذاکرات یوازې هغه وخت په بریا سره مخته تلای او د یوې رښتیني سولې د راوستو جوګه کیدلای شي چې په خپلواک ډول مخکې لاړ شي. د افغانستان په څلویښت کلن بحران کې د افغانانو تر منځ خبرې او تفاهمي هڅې ډير ځله له دې امله ناکامې شوې دي چې بهرنیو اړخونو به په کې مداخلې کولې او د خبرو په جریان کې به یې خپل فریق ته په غوږ کې خبرې ورڅڅولې. دا چې اوس د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د ټیم په انتخاب کې تر اشرف غني او عبدالله ، مایک پمپیو او خلیلزاد ډیر سرګرم دی یو ځل بیا د هماغې نامشروع مداخلې او ناکامې تجربې د تکرار نښه ښکاري.

لکه طالبانو چې د مذاکراتو په جریان کې خپل استقلال او خودارادیت ثابت کړی، د افغان قضیې نور اړخونه هم باید د بهرنیانو له مداخلو او مرموزو هڅو ځان وساتي او په پوره استقلال د مذاکراتو میز ته راوړاندې شي. تر څو دغه پروسه هم په خیر بریالي انجام ته ورسیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

قاری حبیب صاحب ! ستا اموزنده لیکنی په ډیره مینه لولو ، ښکلی او په حقایقو ولاړی دی. ستاسی په اجازه به مونږ هم څه ورسره زیات کړو: لمړی: استعمار یا اشغلګر د ناروغی د عامل ( وایروس، بکتریا او … ) په شان په خپله خوښه هغه بدن نه پریږدی ، د ژوند شرایط ورته درانه او ناسمه شی چه لیری شی. اشغالګر زمونږ د زمکی لاندی او باندی زیرمو د لوټولو د پاره تشریف راوړی ، که مقاومت شتون ولری او د دوی مالی خسارات او جانی تلفات تر استعماری لاسته راوړنو زیاتی شی یعنی تاوان یی تر… نور لوستل »

Muhammad

Jazzakallahu kayran

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x