افغانستانسولې اړوند خبرونه

ملګرو ملتونو کې د کابل استازې: نړیواله ټولنه دې په افغانستان کې اوربند ته لاره هواره کړي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۲ وری، ۱۳۹۹ل): په ملګرو ملتونو کې د کابل حکومت استازې «عادله راز» وایي، نړیواله ټولنه دې په افغانستان کې اوربند او دایمي سولې ته لاره هواره کړي.

د طلوع نیوز د راپور په اساس، عادله راز دغه څرګندونې تېره ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناسته کې کړې، نوموړې د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي له لوري په ټوله نړۍ کې د «اوربند» د غږ هرکلی کړی او له نړیوالو یې غوښتي، څو په افغانستان کې هم د اوربند او سولې د تامین لپاره هڅې وکړي.

نوموړې ددې تر څنګ د بین الافغاني مذاکراتو لپاره له جوړ شوي حکومتي ټیم هرکلی وکړ،  جوړ شوی پلاوی یې د ټولو اړخونو د استازیتوب وړ وباله او پر طالبانو یې غږ وکړ، څو اوربند ته چمتو شي.

عادله راز داسې مهال په افغانستان کې د جګړې پر ښکېلو اړخونو د اوربند غږ کوي، چې تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي هم له کورونا سره د مبارزې په موخه د نړیوال اوربند غوښتنه کړې وه.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close