
«یوناما: د بهرنیو مرستو کمېدل د افغانستان لپاره ناوړه پایلې لري»
نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۲ وری، ۱۳۹۹ل): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولي «یوناما» مرستیاله وایي، افغانستان په بهرنیو مرستو متکی دی او ددې کومکونو کمېدل به د افغانستان لپاره ناوړه پایلې ولري.
د «افق نیوز» د راپور له مخې انګرېد هيدن دغه څرګندونې تېره ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناسته کې کړې، نوموړې ویلي، چې په هیواد کې سیاسي بې سرنوشتۍ، د جګړې د شدت زیاتېدو، د سولې په پروسه کې ځنډ او د کورونا ناروغي پراخېدو د افغانستان خلګ له بحران سره مخ کړي.
نوموړې زیاته کړې « افغانستان په بهرنیو مرستو متکی دی او ددې مرستو کمېدل به د افغانستان د مالي وضعیت لپاره ناوړې پایلې ولري.»
د هیدن په خبره، د نورو برخو تر څنګ افغانستان له کورونا سره د مبارزې په برخه کې هم بهرنیو مرستو او سرچینو ته اړتیا لري.
یوناما داسې مهال په افغانستان کې د مالي وضعیت د خرابېدو خبر ورکوي، چې څه موده وړاندې امریکا له افغانستان سره له کېدونکې مرستې یو میلیارد ډالر وګرځول او د نورو د ګرځولو ګواښ یې هم وکړ.
اشرف غني که څه هم ادعا وکړه، د امریکایي مرستو ګرځول به په بنسټيزو چارو اغېز ونکړي، خو د نوموړي سیال «عبدالله عبدالله» بیا د مرستو کمېدل یو نه جبرانېدونکی کار وباله.
د عبدالله په خبره، د یو میلیارد ډالرو ګرځېدل نه جبران کېدونکی ګام دی او کله هم موږ نشو کولای تشه له نورو سرچینو ډکه کړو.