افغانستان

هلمند: چاودنې اته ملکي وګړي وژلي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۲ وری، ۱۳۹۹ل): د هلمند ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې د سړک د غاړې ماین چاودنې له امله لس ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د هلمند ولایت د امنیه قومانداني ویاند «زمان همدرد» وایي، مرګ ژوبله وروسته له هغه رامنځته شوه کله چې د نهرسراج ولسوالۍ په «زنبلي» سیمه کې د ملکي وګړو یو «ټونس» ډوله موټر چې د ولسوالۍ مرکز ته په لاره وو، د سړک غاړې ماین ته برابر شو.

د همدرد په خبره، د چاودنې په پایله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون اته تنه ملکي وګړي وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

تر دې دمه د پېښې مسئولیت چا په غاړه نه دی اخستی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close