نړۍ

د مسجد الحرام مطاف يو ځل بيا د عبادت کوونکو پر مخ پرانيستل شو «ويډيو»

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۴ وری، ۱۳۹۹ل): سعودي چارواکو تېره ورځ يو ځل بيا په مسجد الحرام کې عبادت کوونکو ته د طواف اجازه ورکړې.

سعودي چارواکو تر اوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو په ټولنيزو شبکو کې خپرو شوو ويډيوګانو کې ښکاري، چې حکومت يو ځل بیا عبادت کوونکو ته د طوافونو اجازه ورکړې ده.

د ټولنيزو رسنيو د کاروونکو په وينا له تېرې ورځې راهسې هره ډله کې پنځوس کسان طواف کوي، تر هغه وروسته پنځوس تنه نور طواف ته ورځي.

د حج په اړه تياری او خبرداری

د سعودي د حج او اوقافو وزير ويلي، دوی د پخوا په څېر د حج مراسمو لپاره تياری نيسي، خو د خلکو روغتيا ورته لومړيتوب لري او سپارښتنه يې دا ده، چې خلک دې د کرونا ويروس په اړه ټولې لارښوونې او سپارښتنې وڅاري.

سعودي هم د نورو هېوادونو په څېر د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره احتیاطي ګامونه پورته کړي، ټول کورني او بهرني پروازونه يې بند کړي، خلک له يوه ښاره بل ښار ته نه شي تلی، د شپې د خلکو په راتګ بندیز دی او تېرو څو ورځو راهيسې په دواړو حرمينو کې پر لمونځونو او د خلکو په راټولېدو هم بنديز دی، خو وروستي راپورونه وايي، کوچنيو ډلو ته د طواف اجازه ورکړل شوې ده.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مختار

ماشالله خه خبر چه طواف بىا شروع شو

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close