نظــر

د هېواد له مسؤولینو، سوداګرو او شتمنو سره څو خبرې

ف، فایض

سره له دې چې دا څلوېښت کاله وشول او اوس پنځمې لسیزې ته ور ننوتو چې پر هېواد مو یو داسې طوفان را الوتی چې لا یې پای نه معلومېږي.

هره ورځ سترګې د ګل په اوښکو ډکې
په دا باغ کې بې ژړلو خندا نشته

خو د دې تر څنګ د کایناتو رب پر ګرد بشریت یوه داسې ناروغي حواله کړه چې ګرده دنیا یې وارخطا کړې. حضرت علامه قرضاوي د امت برکاته په دې اړه لیکلي چې دا د قیامت د ورځې یو تمثیل دی لکه چې ا… پاک په عظیم الشان قرآن کې د قیامت د ورځې تمثیل کوي چې دا یوه داسې ورځ ده چې ورور به له خپله وروره تښتي پلار به له زویه تښتي، خاوند به له ښځې تښتي. نن ګورو په دنیا کې هغې ته ورته حالت روان دی، چا ته به لاس نه ورکوي، لږ تر لږه به یو کس له بل نه یو یا دوه ګزه فاصله نیسي او دې ته ورته نور احتیاطي تدابیر. که اقتصادي اړخ ته یې را شو؛ نو یواځې امریکا دوه ټریلیونه ډالره له دې ناروغۍ نه د ځان ژغورنې له پاره ځانګړي کړل، همداسې دې ته نژدې کاناډا، اروپایي هېوادونو، چین، روسیې او نورو هېوادو هر چا د خپل ولس سره سم خپله اقتصادي تابیا کړې ده.

تاسې وګورﺉ د چین ولسمشر د ایغور مسلمانانو یوه جومات ته ورغی او له هغو نه یې وغوښتل چې دعا وکړي، چې خدای پاک دا ناروغي له چینه ورکه کړي. همدا راز د یوه راپور له مخې په اسپانیا کې، د هغه مهال په یوه جومات کې چې هلته د مسلمانانو واکمني وه او بیا چې عیسویان غالب شول، هغه جومات یې په کلیسا بدل کړ، اذان وکړ، چې خدای پاک اسپانیا ته له دې ناروغۍ نه نجات ورکړي؛ خو مسلمانان دومره غافل دي، د دې پر ځای چې خپل د نیاز لاسونه د کایناتو د ستر رب لوی دربار ته لپه کړي چې خدایه پر موږ ورحمېږې دا را لېږلی آفت را باندې په خیر تېر کړې او زموږ ګناهونه را ته وبخښې، نور هم د سرکشۍ نښې نښانې زیاتېږي. تاسې همدا اوس بازارونو ته ولاړ شئ  او وګورﺉ چې د جنسونو بیې کوم حد ته رسېدلې دي، په داسې حال کې چې دا جنسونه نوي نه دي وارد کړای شوي چې په لوړو بیو پېرل شوي وي چې هټیوال او سوداګر مجبور وي چې دوی یې هم په لوړه بیه وپلوري. ښه؛ همغه اوړه چې په دیارلس، څوارلس سوه افغانیو پېرل شوي، کله یې په دوه زره وپلوري او کله په دوه نیم زره، بس چې څومره یې وس کېږي همغومره ظلم کوي، په داسې حال کې چې ظلم ډېره لویه ګناه ده.

زموږ هېواد ددې تر څنګ چې په ګڼو بدبختیو اخته دی، ډېر غریب هېواد دی او زموږ یو زیات شمېر هېوادوال د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي. څوک چې د سبا لري، د بېګاه نه لري او چې د بېګاه لري د سبا نه لري، په دغسې یو وخت کې زموږ د حکومت مسؤولیت څه دی او زموږ د خپلو شتمنو مسؤولیت څه دی. کله چې پیغمبر اکرم صلی ا… علیه وسلم د تبوک غزا ته، ته، نو صحابه و چې په کور کې څه لرل، د خپل وس سره سم یې د جهاد په لار کې وقف کړل، په دوی کې ابوبکر صدیق رضی ا… عنه خپله ټوله شتمني را وړه او حضرت عمر رضی ا… عنه نیمایي شتمني. کله چې پیغمبر اکرم صلی ا… علیه وسلم د حضرت ابوبکر صدیق (رض) نه وپوښتل چې په کور کې دې څه پرېښوول هغه په ځواب کې وفرمایل: د خدای (ج) او د خدای (ج) د رسول صلی ا… علیه وسلم رضا. ایا نن داسې څوک شته چې د خپلې شتمنۍ یوه برخه په دغسې یوه سخت ساعت کې د خدای (ج) د رضا له پاره وقف کړي؟ متأسفانه زموږ له خدای او آخرت نه غافل شتمن خو اوس هم لګیا دي چې هغه را ټوله کړې شتمني څه ډول خوندي کړي او نوره څه ډول را ټوله کړي.

سخي هر یو د خدای دوست دی         ولو کان فاسقا
هر بخیل د خدای دښمن دی              ولو کان زاهدا

دا چې دنیا په دغسې یوه سخت ساعت کې چې د نړۍ هر هېواد په خپل غم کې اخته دی له موږ سره څه وکړای شي، هغه خو یوه خبره ده؛ خو دا چې زموږ خپل شتمن په دغسې یو ساعت کې له خپل بېوزلي ولس سره څه کوي او څه کولای شي، هغه بله خبره ده چې زما بحث پر همدې ټکي دی. زه تر ټولو د مخه پر ولسمشر ډاکتر غني او پخواني اجرائيه رییس ډاکتر عبدا… غږ کوم چې د هغه اقتدار له پاره چې معلومه نه ده پایله به یې څه کېږي، لګیا یاست څه نه کوﺉ؛ خو د ملت له پاره مو څه وکړل، ان چې زموږ د کرکټ لوبغاړي دا اعلان کوي چې له خپل ولس سره سم مو چې څه په وس کې دي هغه به له خپل ولس سره وکړو، خو موږ وا نه وریدل چې ولسمشر له خپلې شتمنۍ نه او ډاکتر عبدا… له خپلې شتمنۍ نه یو څو څو میلیونه ډالره مرسته اعلان کړي وي، څه شول هغه شتمن چې په پارلمان کې یې د خپلو شتمنیو اعلانونه کول چې نن را وړاندې شي او له خپل وس سره سم د خپل ولس لاسنیوی وکړي، څه شول هغه وکیلان چې پرون او هغه بل پرون یې همدې ولس ته صندوقونه ایښي وو او کلي په کلي او دیره په دیره ګرځېدل چې موږ ته رایې را کړﺉ او موږ به تاسې ته دا خدمت وکړو او هغه خدمت به وکړو.

زموږ د عامې روغتیا وزیر اعلان وکړ چې موږ د کرونا ناروغۍ د مخنیوي او ناروغانو د درملنې له پاره یو ملیارد ډالرو ته اړتیا لرو؛ خو غواړو یې ځکه نه چې نه څوک دغومره پیسې راکوي او نه یې موږ د لګولو ظرفیت لرو؛ خو زموږ خپل حکومت او شتمن تر ټولو د مخه د مسؤولیت په اوله کرښه کې ولاړ دي، دوی باید یوه غوږ ته نمڅی او بل ته بړستن کښېنږدي او سترګو ته تورې عینکې وا نه چوي چې نه د ولس بده ورځ ګورو او نه یې چغې او فریادونه اورو. وګورﺉ حکومت همدا اوس په کابل کې د درې اونیو له پاره قرنطین اعلان کړي؛ خو زموږ یو زیات شمېر کابل ښاریان په کور کې نه ایسارېږي چې که مزدورۍ ته را و نه وځم، کوچنیان مې له لوږې مري؛ نو دا چې له لوږې مرم پرېږده چې پر کرونا ناروغۍ مړ شم. دا ډېره خواشینوونکې صحنه ده. د مرحوم امیر شیرعلي خان یو انځور پاتې دی چې یوې خوا ته یې ییږ ګواښي او بلې خو ته زمری، ییږ روسانو ته اشاره ده او زمری انګرېزانو ته. نن زموږ د ټول ولس حالت همغسې دی، یوې خوا ته یې کرونا ناروغي ګواښي او بلې خوا ته یې لوږه.

دوباره دې راتله نشته په دنیا کې
نن دې وار دی چې دروغ کړې که رښتیا

دا نن د امتحان ورځ ده، باید هر څوک ځان د خپل رب رښتینې بندګۍ او د خپل ولس خدمت ته چمتو کړو. موږ ډېر زورواکان، غاصبان او له ناروا لارو شتمنان ولیدل چې ولاړل او را ټوله کړې دنیا یې پر ځای پرېښوده او نن یې په سلو بې لاریو سر نازولي زامن پرې مزې چړچې کوي، ځواب به یې دی وایي او مزې به پرې دوی کوي.

عظیم الشان قرآن فرمایي:

د ځان له پاره مخکې څه ولېږﺉ
حضرت سعدی هم همدې قرآني آیت ته په کتو وایي:

برگ عیشی به گور خویش فرست
کس نیارد ز پس، تو پیش فرست

نو راځئ چې پر کړو ګناهونو پښېماني وښیو، کړې تېروتنې تکرار نه کړو او په دغسې سخته ورځ د خپلو بېوزلو هېوادوالو لاسنیوی خپل مسؤولیت وګڼو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x