شعـــــرونه

مهربان خلک؛ سيد عبيدالله نادر

سيد عبيدالله نادر

د بیکسانو غمـــــخواران چــــــیرته دي
هغه سپیــڅلي انســــــانان چـــــیرته دي

کړي چې احساس زمونږ د زړه دردونه
داسې دردمند صـاحبدلان چیرته دي

خدمت چې وکړي ، په ریښتیا د وطن
داسې زړه سوانده ، خادمان چیرته دي

چې له خوبونو د غفلت مــــو کړي ویښ
دي ګلســتان کې ،بلبلان چــــــــیرته دي

بیا چې د سـولي زیری راوړي مونږ ته
د دي چـــــمن عـــندلیبان چـــــــیرته دي

ټوله نړۍ چــې ، په وینــــــــا پوهــــوي
داسي دانا ســـــخنوران ، چــــــیرته دي

چې د غرقاب نه دا کشــــــتۍ ، و کاږي
هاغــــــه دردمند مهربانان چــــیرته دي

چې په پرهر زړونو مــــو کیږدي مرهم
داسي دردمنه ، آشــــــــــنایان چیرته دي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x