شعـــــرونه

غزل؛ بارکزی

بارکزی

ښه ښکلې وه، د جنګ لوګو کړه توره زندګي
ناکام به وي چې لا هم کوو نوره زندګي

يو درز شي، يو چينار چينار زلمی پکې شهید شي
يوې کونډې ته تر غاړې شي سرتوره زندګي

ټپي ماشوم سلګو کې ويل خدای ته به دا وايم
له مونږ نه يې اخيستې وه په زوره زندګي

ځار ځار، وړه پېغلوټه يې سپينږيري ته واده کړه
د خان په پښو کې پرېوته نسکوره زندګي

باداره دغه يو د امن سوال خو مو قبول کړه
تر څو به پټوو د جنګ له اوره زندګي

ما پريښې وه، خو بيا هم ستا د دوو سترګو لپاره
په مات وجود مې راوړله تر ګوره زندګي

بارکزی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x