شعـــــرونه

لمرين پيغام/ اکرام الدين مفتون

اکرام الدين مفتون

خــاتمــه به د فــتنې په تـندي لــیکم
الـجــهاد به د کــعبې په تـندي لــیکم

خـپلواکـي، اتلــتوب، پت وفا او فتحه
مجــاهـد ته د شــمـلې په تـندي لــیکم

هـــدیـره د یـرغــلګــرو یـې هـــېواده
دا جــمله د امــریـکـې په تـندي لــیکم

په ورغــوي نوم لـیکل څه هـنر نه دی
طـالب جـان د زمــانې په تـندي لـیکم

زه یواځې ستابنده یم ته مې رب یې
بـس هـمـدغـه کلــيمې په تـندي لـیکم

حاکمیت د سپین بیرغ دحال غوښتنه
دا لمریـن پـېغام دشپې په تندي لـیکم

څـو د نـنګ ټــپې ځـوانـانو ته مـلالې!
ســتا د ورکـې مـقـبرې په تـندي لـیکم

په تـندي د زنکـدن خـوله در یاد کـړه!
دا الــفـاظ د آئــیـنې په تــندي لــیکم

وخت به راشي چې سـلطانِ ایوبي به
د اقـــصـی د مــنارې په تــندي لــیکم

د حـریت ناوې رانجه راځـنې غـواړي
عشـقه! نور دې دلمبې په تـندي لـیکم

د کـاشـغر د ګـل په پـاڼو به مفــتونه!
امــارت د غــرناطــې په تــندي لـیکم

مفــــــتون

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x