ټولنیزه برخه

د ماشومانو ستونزې او د حل لارې!

ژباړه: احمد حمزه

١- ستا ماشوم دروغ وايي؟
حل: هغه ځان ته نژدې کړه او ډاډ ورکړه، ماشوم یواځې د ویرې او ډار په وخت کې دروغ وايي او یا که چا تهدید کړی وي، د سلامتیا ډاډ ورکړه، بیا يې په رښتیاویلو وستایه !

٢- ستا ماشوم عناد کوي؟
حل : د هغه د عناد په وخت کې له هغه سره عناد مه کوه، بیا چې هغه څه ویني ، همغسې عمل کوي، هغه سره زیاته مینه وښیه او غېږ کې يې واخله!

٣- ستا ماشوم ټول ښوريږي؟
حل: په محرکو (ډېرو حرکت لرونکو) کارونو او مستیو يې مصروف کړه، لږ ورباندې ښه خواړه کم کړه، ځکه پدې سره دهغه مستي کميږي او مسئولیتونه ورته وسپاره!

٤- ستا ماشوم سم خوراک نه کوي؟
حل: کله چې خوراک باندې لوبې کوي، یا جنګ کوي، مه ورته غوسه کيږه، او خواړه ورته په رنګینو میوو ښایسته کړه!

٥- ستا ماشوم نور واړه وروڼه وهي؟
حل: له وړو ماشومانو سره يې فرق مه کوه، ستا مینه باید دوی ټولو ته یو برابر وي، له یوه ماشوم سره د زړه مینه دې بل ماشوم ته مه ښکاره کوه!

٦- ستا ماشوم په الیکتروني لوبو مین دی؟
حل: په تدریجي توګه يې په لوبو کولو کې وخت پرې کموه، په یو وار يې مه محرومه وه، بیا به نور هم زړه ورباندې وبایلي، ته به یې منعه کوې ، هغه به ذېل کوي.

٧- ستا ماشوم ډېر بې کاره الفاظ استعمالوي؟
حل: په نرمه یې پوه کړه، په هغه چغې مه وهه ، دا ورته ووایه چې د خبروپاکوالی دزړه پاکوالي ښيي ، کوشش وکړه چې اصلي سرچینه يې معلومه کړئ چې چا ورښوولي.

٨- ستا ماشوم لمونځ نه کوي؟
حل : دالله تعالی محبت او نعمتونه ورته ذکر کړه او دا شعور ورکړه چې ټول نعمتونه چې پدې کې روپۍ هم دي، چې په هغې سره د لوبو شیان یا حلوی اخیستل کيږي، ټول د الله تعالی لخوا دي.

٩-ستا ماشوم ګوتې څټي یا په خوله نوکان پرې کوي؟
حل: ماشوم دې د سلامتۍ ډاډ ته ضرورت لري، هغه خامخا یوداسې څه نه ويريږي چې هغه يې تهدیدوي.

١٠- ستا ماشوم ژر غوسه کيږي؟
حل: خپل پام ورڅخه مه اړوه او دهغه په غوسې مه غوسه کیږه، دا ور وښیه چې د غوسې په وخت کې دې اودس کوي، ورته ووایه چې آرام شه ، بیا به سره ګورو.

١١- ستا د ماشوم شخصیت کمزوری دی؟
حل: هغه ته اعتماد ورکړه، مسئولیتونه ورته وسپاره، د سلامتیا ډاډ ورکړه، هغه ته دا شعور مه ورکوه چې شخصیت يې کمزوری دی، دهغه صفات بیان کړه، د ورزش کلب ته یې داخل کړه، دهغې هم په نفس او جسم ډېر لوی اثر وي.

١٢- ستا ماشوم کې که لاندې علامي ښکاره شي :
په درسونو کې لټي، ناڅاپه چوپتیا، د نوکانو چیچل، له خلکو وېره؛ حل: دا ټول کله له سخت ناروا وهلو او تجاوز له وجې وي. (چې ورته پام مو وي، د بچي په هکله کله ډېر سترظلم کيږي).

١٣- ستا ماشوم په خبرو کې نښلي؟
حل: دهغه صفت وکړه، تشجیعي خبرې ورته وکړه، چې څه وايي په هغې پورې مه خانده، یا يې د اعصابو ډاکټر ته وښیه چې د خبرو کولو ستونزه په ګوته کړي.

١٤- ستا ماشوم ستا لاس او سر نه ښکلوي؟
حل: لومړی ته دا کار وکړه، دهغه سر ښکل کړه، هغه به یوه ورځ لدې سره عادت شي او ستا لاس او سر به مچي کوي.

١٥- ستا زوی غلا کوي؟
حل: د غله او ډاکو په نومونو يې مه نوموه!! بلکې هغه په ګوښه کې پوه کړه، نصیحت ورته وکړه چې له دې کاره لاس واخلي، او هغه اسباب او وسائل يې وپلټه چې ولې يې غلا ته مجبور کړی، بیا دهغې علاج وکړه، ټول مادي او معنوي ضرورتونه يې پوره کړه ، بیا به غلا نه کوي.

١٦- په زوی دې د بلوغ علامې راڅرګندې شوې؟
د طهارت آداب وروښیه او پرځان باور ورته زیات کړه، د هغه په مخ ،پذې، اواز پورې ملنډې مه وهه، او دا وضاحت ورکړه چې نوموړی د خپلو اخلاقو او سلوک مسئول ګڼل کيږي.

١٧- ستا د ماشوم سبق نه زده کيږي ؟
حل: مخکې له دې چې مشکل غټ شي، فورا باید د اعصابو او دماغو معتمد ډاکټر ته وښودل شي.

١٨- ستا بچی ښځونوکی شوی، مطلب دښځو خویونه پکې راغلي؟
حل : له نجونو سره يې په تدریجي ډول ناسته ولاړه بنده کړه، د سړيو په مجالسو کې يې کینوه او له معتدل خشونت سره يې عادت کړه او که په ښځو کې سړیو ته ورته خویونه پیدا شول ، نو بالعکس عمل ورسره وکړه!

١٩- ستا ماشوم زېل (ضد) کوي او د خوب په منځ کې په چیغو شي؟
حل: د چغو پرځای! ښه په نرمه په سر لاس ورکش کړه، خوږ او ښایسته نوم ورته واخله، آرام سره آیت الکرسي پرې چف کړه.

٢٠-ستا ماشوم د لوبو په وخت کې چیغې شروع کړي؟
حل: په سترګو کې ورته سترګې ښخې ګړه، او ورسره وغږېږه چې څه غواړي، ترڅو چوپ شي مګر هغه باید احساس نه کړي چې زما غوښتنه يې ورغورځوله.

٢١- که په مکرر ډول دا طریقه استعمال شي: مثلا ورته وویل شي: چې که زما دا خبره دې ومنله یا دې دا کار وکړ، نو تاته به دومره روپۍ یا به انعام درکړم؛ دا ډول عمل ماشوم د خپل ګټې او ذاتي مصلحت غوښتلو لور ته سوق کوي، بیا به هغه په کمزوري رشوت عادت کيږي، او په هرڅه کې به اشتقاق کوي، چې دا به دده لپاره په راتلونکې کې ډېر بد وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx