ټولنیزه برخه

د واټس اپ د استعمال لپاره څو اړيني نکتې!

حافظ عبدالشکور صمیم

په واتساف کي د خبرو ثبتولو ، لیکلو او زنګ وهلو اړونده لاندي څو نکتې لازمي ګڼم:

۱: سنت سلام به ورته وايې، او د سلام جواب به ورته وايې ځکه شرعي امر دئ. رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایي: تاسو ته يو شی وښيم چي عملي يې کرئ خپل منځی محبت به مو زيات سي؟ په خپل منځ کي سلام سره واياست. رواه مسلم

۲: که کوم شناخته کس تاته پیغام را واستوي، ضرور به يو ډول جواب ورکوې، که دې جواب ور نه کړ، دا له څو شیانو خالې نه دئ:
الف: لا وباله يې.
ب: غواړې په سپکه ورته وګورې.
ج: هغه کس تر تا په رتبه کي کښته غواړې یو ډول تنبیه ورکړې، تر ځان لوړ کس بې جوابه پرېښوول د پورته دوو خبرو څخه نه خالي کیږي.

۳: که تاسو ورته پیغام استولی وي ، جواب درته راسي، تاسو یې واورئ، تائیدي جواب ور واستوی ، چي ستا پیغام مي واورېدئ، دا ادب دئ، لازمي نه ده، چي خامخا به صوتي پیغام ور استوې که صرف یو کوچنی نښان ور واستوي هم کفایت کوي.

۴: که ژر جواب درته ونه وايي، دستي زنګ مه پسي وهه ، چي هله زما جواب راکړه ځکه ممکن ناروغه وي، ممکن په سفر کي وي، ممکن د قهر په حالت کي وي ، ممکن سخت مصروف وي، ممکن ناروغ ورته پروت وي، ممکن په یوه ضرور مجلس کي وي.

۵: دومره لیکني او ضبطونه ور استوه، چي هیڅکله ستا د استول سوو شیانو څخه نا راحته نه سي، البته که د ډېرو شیانو د استوولو اړتیا وي لطفا اجازه ځني وغواړئ.

۶: که داسي چا ته پیغام استوې ، چي رتبه یې تر تا ټیټه وي، هیڅکله داسي الفاظ مه ورته وایاست، چي هغه ستا پر رویه باندي د یوه کبرجني رويې فکر وکړې، په دې کار سره د مادون کس ستا سره محبت کمیږي، که څه هم ستا نفس به درته ووايي، چي داسي جواب ورکړه، چي ستا لوړوالی خو نو معلوم سي خو داسي کړنه سپکوالی دئ ، نه دروندوالی.

۷: کوشش وکړه، چي د عاجزۍ ، نرمۍ او د محبت ډک الفاظ ورته ووايي، څو دهغه ستا سره مینه زیاته سي، ستا سره، چي هر څومره مینه لرونکي کسان زیات وي ستا ګټه ده.

۸: ټیټ رتبه کس ته هیڅکله پوچ الفاظ مه وایاست، ښکنځل مه ورته کوئ، که څه هم هر څومره درتا ټیټ وي، ښکنځل کول ګناه ده، سپک الفاظو ویونکی فاسق دئ.

۹: که ستا د مادون کس څخه کوم جرم سوی وي په سپکو الفاظو سزا مه ورکوئ، چي ځانته ګناه وګټې او د هغه زړه له غدې او نفرت ډک کړې، کوشش وکړه، ځان ته ثواب وګټه دده زړه له پوهي ډک کړه، ستا سره له ميني یې ډک کړه، په نېکه طریقه دعوت ورته وکړه، که یې دوامداره اشتباوي کولې، دنده ورتغیر کړه او یا هم مسؤلیت ځني واخله.

۱۰: ممکن څوک په لنډو خبرو پوه نه سي ستا څخه تکراري خبري وغواړي ، حوصله مه کموئ په هغه لهجه او مستوا خبري ورسره وکړه ، چي دی پوه سي.

۱۱: که تکراري ډول زنګ درته را ووهي مه ځني خفه کېږه ، ممکن په تا یې فکر بند وي او یا هم د تکراري زنګ په نقصان نه پوهیږي.

۱۲: که داسي چاته پیغام استوې ، چي تر تا مشر یا آمر یا هم کوم بل فضلیت درباندي لري، هیڅکله د سلام پرته پیغام مه وراستوی ، تر سلام وروسته ضرور داسي الفاظ ووایاست، چي لږ تر لږه هغه ستاسو ادب درک کړي.

۱۳: تر تا لوړ کس ته د سلام وروسته که خبري اوږدې وي، یا ډېر شیان استول وي ، یا هم زنګ وهل وي باید اجازه وغوښتل سي.

۱۴: ځیني خلک داسي عادت لري، چي یو چا پوښتنه ځني کړې وي یا یې معلومات ورکړی وي نو دی هغه پیغام کاپي کړي یو بل چاته یې واستوي ، دا ښه کار نه دئ بلکي یو ډول لا وبالي، بې اعتنايي او استونکی کس ته په سپکه کتل دي البته په څو صورتونو کي جایز دئ:

الف: یا داچي مخکي اجازه وغواړې ،چي یو چا ماته پیغام را استولی دئ د لېږونکی په خوښه پیغام درته را استوم زه نه سم کولای ، چي په هغه الفاظ وضاحت درکړم ، یا داچي وخت ضایع کوي.

ب: داچي لومړی ستا او دهغه چا ترمنځ تړون وي، چي داسي مسجونه د اجازې پرته سره استوی.

ج: یا داچي احتجاجا یو مسج ورته را واستوې چي تنبیه پکښي وي.

د: یا داچي سلام او تمهیدي خبري ورسره ولیکې یا ضبط کړې.

۱۵: که دي نابلده کس ته پیغام استولی وي نو تر سلام وروسته دستي ځان ور وپېژندل سي. دجابر رضي الله عنه څخه روايت دئ چي زه رسول الله صلی الله عليه وسلم ته راغلم طلب مي کړی، ده مبارک راته وويل: څوک يې؟ ما ورته وويل: زه يم رسول الله صلی الله عليه وسلم راوواتی او راته وې ويل: زه ، زه. ( يعني داچي په زه باندي تعارف نه راځي سم نوم ياد کړه)

۱۶: که هغه کس تا ونه پېژني ، ستاسره خبري کول نه وغواړي دا دهغه حق دئ، تاسو مه ځني نا راضه کېږه، ممکن د خبرو او واتساف لپاره ځيني داسي حدود ولري، چي یوازي هغه په پوهیږي.

۱۷: کوشش وکړه ، هیڅکله نابلده کس ته داسي شی مه استوه، چي هغه ځني نا راحته سي.

۱۸: واتساف یوازي د مقاصدو لپاره وکارول سي، د عبث کارولو څخه ځان وساتل سي، ځکه واتساف د پیسو په بدله کي خدمات عرض کوي، چي دا یو ډول اسراف هم دئ. همدا ډول وخت په ضايع کيږي.
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایي:…..درې شيان الله جل جلاله ستاسو لپاره نه خوښوي: بې ځايه قيل او قال ، ډيري پوښتني او مال ضايع کول.(رواه مسلم)

۱۹: هیڅکله داسي شیان مه استوه، چي هغه اورېدل ، یا لیدل ګناه وي، ځکه ستا په یوه بټن سره ممکن دغه شی زرګونو انسانانو ته ولاړ سي ځکه ته یې یوه کس ته استوي ممکن هغه یې لسو کسانو ته واستوي ممکن هر یو یې ډېرو کسانو ته واستوي، په ټولو کي به ستا د ګناه ونډه وي.

۲۰: په لوړ اواز خبري نه کول. الله تعالی فرمايي: {وَاغْضُضْ مِنْ صَوْتِكَ} [لقمان: 19].
ژباړه: اواز دي ټيټ کړه.

۲۱: که غواړي، چي په واتساف زنګ چاته ووهي نو ښه داده، چي وخت ځني واخلې که نو د هغه کس د وخت فکر وکړه کوم چي په واتساف زنګ ورته وهې د لمانځه، خوب ، خوراک او پر داسي نورو مصروفو وختونو زنګ مه ورهه.

۲۲: کوم څوک ، چي په واتساف خبري درسره کوي اواز يې مه په زوره کوئ چي ستا پرته نور خلک يې واوري ممکن هغه په خپلو خبرو ستا پرته نور څوک خبرول نه غواړي.

۲۳: ضبط سوی پیغام یې دهغه د اجازې پرته هیچا ته مه استوی. په امانت کي خیانت دئ.
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایي: المجالس بالامانة. يعني مجلسونه امانت دي او په امانت کي خیانت د منافقت د علامو څخه دی.

۲۴: هیچا ته دومره مسجونه مه استوه، چي هغه په تکلیف کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x