شعـــــرونه

غزل/ جابر کندهاری

جابر کندهاری

تنها یې ېمه پرې مې ږده پر لاره خو بلدیم

نورتنګ یمه د چا له انتظاره خو بلد یم

 

اکثرخلګ تنهادي له غوړ ژبو نه لاس مينځي

زه هم څه دی چی ځمه بې له یاره خو بلد یم

 

همځولي لټومه زموږ په شور به بیا  تازه شی

شنه سوري ته دې بیادرځم چناره  خو بلدیم

 

تاهم دکندهارغوندی له شوره خلاصومه

باګرامه د ځنځیر له شرنګهاره  خو بلدیم

 

سپرلی شو رمه بیایمه راغه ته چې یې مات کړم

شپیلې باندې د (سپین کوچي) خماره خوبلدیم

 

مجلس ته رابلمه (شفاعت) اوڅو یاران نور

(جانانه خدرخیله) ستالپاره خوبلدیم

 

اشغال مونورشړلی دی راوړمه تر تا پوری

یو زیری د شهیدجانان مزاره خو بلدیم

 

رازونه پټومه او لوظونه به پرځای کړم

راځمه چې د مینې تربازاره خوبلدیم

 

ای ځانه جابر څومره لیری تللی وم راځمه

فارغ چه سم دښکلوله شماره  خوبلدیم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x