افغانستان

شاهین: د طالبانو د تخنیکي ټیم کوربتوب د قطر سفارت کوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۲ وری، ۱۳۹۹ل): د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، کابل ته د بندیانو د تصدیق او تثبیت لپاره لیږل شوی درې کسیز هیئت کوربه توب په کابل کې د قطر هیواد سفارت کوي.

نوموړي په دې اړه پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي:

د اسلامی امارت د بندیانو د کمېسیون درې کسیز تخنیکي ټیم د کابل ادارې تخنیکي ټیم سره د بندیانو د خلاصون په موخه د تصدیق او تثبیت چارې پرمخ وړي.

دیاد هیئت د کوربتوب چاري دقطر هیواد سفارت ترسره کوي او دنورو اړوند چارو د اجرا لپاره پدې غونډو کې سور صلیب هم برخه لري.

د یادونې وړ ده، تېره ورځ د سره صلیب په الوتکه کې د کندهار څخه د طالبانو د بندیانو کمیسون درې کسیز هیئت کابل ته ولاړ او هلته یې د قطر هیواد د سفارت په کوربتوب او د سره صلیب د استازو په شتون کې د افغان حکومت د تخنیکي ټیم سره لیدنې وکړې او ټاکل شوې چې دغه هیئت به بګرام محبس ته ځي او د بندیانو د خلاصون پروسه به پیلیږي.

ددې تر مخه ټاکل شوې وه، د بندیانو د خلاصون پروسه د مارچ میاشتې پر ۳۱مه نیټه پیل شي خو وروسته د ملي امنیت شورا اعلان وکړ چې دغه پروسه د طالبانو د هیئت تر راتګ پوري وځنډېدله.

تېره ورځ د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وویل، د طالبانو هیئت را رسیدلی دی او د افغان حکومت د پلاوي سره یې د بندیانو په اړه مخامخ خبرې پیل کړي دي. نوموړي ویلي وه د پلاوي کوربتوب افغان حکومت کوي، خو سهیل شاهین وایی چې د طالبانو د بندیانو کمیسون د تخنیکي ټیم کوربتوب د قطر هیواد سفارت کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x