افغانستانسولې اړوند خبرونه

د حزب وحدت ګوند د غني له مذاکراتي پلاوي هرکلی کړی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۲ وری، ۱۳۹۹ل): د پخواني اجرائيه ریاست د دویم مرستیال «محمد محقق» په مشرۍ د حزب وحدت اسلامي ګوند د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د غني له جوړ شوي مذاکراتي پلاوی هرکلی کړی.

د محقق له لوري په خپاره شوي پيغام کې ر اغلي، چې د بین الافغاني مذاکراتو پيل او د تشدد کموالی ددوی لپاره ښه زیری دی؛ نو ځکه دوی له هغه یوویشت کسیز پلاوي هرکلی کوي، چې د بیلابیلو ګوندونو، مدني ټولنو او ښځو له استازو جوړ شوی.

خبرپاڼه کې وړاندې زیاته شوې، چې په ځینو برخو کې سره له دې چې معقول ملاحظات موجود دی، خو دوی بیا هم د بین الافغاني مذاکراتو په ژر پیل تاکید کوي.

د غني مذاکراتي پلاوی، چې څو ورځې وړاندې اعلان شو، یوویشت تنه غړي لري او مشري یې د ملي امنیت پخواني مشر «معصوم ستانکزي» ته سپارل شوې.

دغه مذاکراتي پلاوی په لومړیو کې د ځینو سیاسي ګوندونو او طالبانو له لوري رد شو او یاده شوه، چې ټاکل شوی پلاوی له طالبانو سره د خبرو وړتیا نه لري، خو وروسته د عبدالله عبدالله، حنیف اتمر او محقق په ګډون ګڼو سیاسي شخصیتونو او جهتونو ترې هرکلی وکړ.

یو شمېر رسنیو د خپلو سرچینو په حواله ولیکل، چې امریکا پر سیاسي مشرانو فشار راوړی او هغوی یې اړ ایستي، د غني له مذاکراتي پلاوي هرکلی وکړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوی احمد

شیعہ بحیث د ذمی پدی ملک کی حق د اوسیدو لری دوی کافران دی او مرتدان ،مرتد او کافر حق دمشورہ نلری پہ امارت اسلامی کی

عبدالمالک همت

ايډمين صاحب السلام عليکم ورحمة الله !
دغه ناسمه فتوی ناوړي پايلي لرلای سي، زما نظر دادی چي هر څه ژر يې ايسته کړئ په درنښت.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close