افغانستانسولې اړوند خبرونه

ناټو: په افغانستان کې د نظامي حضور د کمولو په حال کې یو

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۲ وری، ۱۳۹۹ل): د ناټو سازمان عمومي سرمنشي «ينس سټولټنبرګ» وایي، له افغانستان څخه یې ځواکونه د وتلو په حال کې دي او هڅه کوي په دې هیواد کې نظامي حضور را کم کړي.

سټولټنبرګ چې نن یې د ناټو په مقر کې یې یوې ناستې ته خبرې کولې، وویل، چې دوی په افغانستان کې د خپل نظامي حضور د کمولو په حال کې دي او غواړي په افغانستان کې د خپلو امنیتي ځواکونو شمېر ۱۲۰۰۰ ته راکښته کړي، خو دده په خبره، دوی بیا هم د افغانستان او سیمې ثبات او امنیت ته ژمن دي او هر ګام په مشروط ډول اخلي.

نوموړي زیاته کړې، چې په افغانستان کې پاتې کېدونکي عسکر یې هم کولای شي، د افغان امنیتي ځواکونو د روزلو کار ته دوام ورکړي او د کابل دننه او د باندې د ناټو بېسونه وساتي.

نوموړي په افغانستان کې پر روان سیاسي حالت اندېښنه وښوده او یاده یې کړه، چې دوی به له برلین، جرمني او واشنګټن یو څه وکړي، خو د افغانانو د راتلونکې مسئولیت بیرته خپلو افغانانو ته ورګرځي او هغوی ته ښایي د خپلې راتلونکې مسئولیت خپله واخلي.

سټولټنبرګ په طالبانو باندې د تشدد د کمولو غږ وکړ او یاده یې کړه، چې دوی له افغانستان سره سیاسي او مالي ملاتړ ته ژمن دي او د افغان عسکرو په ملاتړ سره کولای شي، طالبانو ته پیغام ولېږي، چې هغوی د جګړې په ډګر کې بریالي کېدای نشي.

نوموړي ددې تر څنګ د افغان سولې په برخه کې د یو ځانګړي فرصت د شتون خبره وکړه او د کابل په سیاسي مشرانو یې غږ وکړ، څو د بحران په حل کولو سره د افغان سولې او بین الافغاني مذاکراتو لپاره شرایط رامنځته کړي.

یاده دې وي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي توافق په بنسټ، باید د امریکا او ناټو ټول ځواکونه د څوارلس میاشتو دننه افغانستان پرېږدي.

دمګړی د امریکایي او ناټو ځواکونو د وتلو بهیر پیل شوی او د شوي توافق له مخې امریکایان اړ دي، په څلور نیمو میاشتو کې د خپلو عسکرو شمېر ۸۶۰۰ ته راکښته کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د ناتو غلام مشر ( «ينس سټولټنبرګ» او د کابل د غلامی اداری د غلام مشر ( غلام غنی ) سره په غلامی کی یوه ذره هم توپیر نشته ، که کوم توپیر وی هغه دا چه ناتو د څو جلا جلا هیوادو محموعه او د امکاناتو له مخی څه ناڅه مستقل دی او د کابل غلامه اداره له سره تر پښو اشغلګرو ( امریکا او ناتو ) په سحدو پراته دی . څه چه وایی او څه چه کوی د ویلو او کولو د پاره دستور ورکړی شوی وی دوهم نړیوال جنګ د امریکایانو د پاره [ ګنچ خدا… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x