افغانستان

جوزجان کې د طبيعي ګازو استخراج پيل شو

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۲ وری، ۱۳۹۹ل): د جوزجان ولايت په يتيم تاق سيمه کې د طبيعي ګازو د استخراج چارې عملا پيل شوې.

يتيم تاق سيمه د جوزجان مرکز شبرغان ښار په ۲۵ کيلو مترۍ کې ختيځ لور ته پرته ده.

د کانونو او پيټروليم وزارت په خپلې رسمي فيسبوک پاڼې خپره کړې اعلاميه کې ويلي، د جوزجان له طبيعي ګازو به هر کال حکومت ۸.۵ ميليونه ډالره ګټه حکومت ته ځي.

دغه ګاز به د بیات او غضنفر شرکتونو سربېره نور سوداګر او خصوصي سکتور پېري.

د کانونو او پيټروليم وزارت وايي، د طبيعي ګازو زېرمې «۳۲ A» د کار پيلولو سره به زرګونو کسانو ته په مستقيمه او غیر مستقيمه توګه کارونه پيدا شي.

دغه وزارت وايي، د «۳۲ A» او «۳۶» نمبر څاه ګانو کارونه څه موده مخکې پيل شوي وو، چې د لومړۍ هغې کارونه به بشپړ شي او په لنډ راتلونکې کې د «۳۶» کارونه هم بشپړ او د ګازو استخراج پيل شي.

د کانونو او پيټروليم وزارت د معلوماتو له مخې د دواړو څاه ګانو د ګازو استخراج به په شپه ورځ کې ۸۰۰ زره مکعب ته ورسيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x