
نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۲ وری، ۱۳۹۹ل): د طالبانو د روغتیا کمېسیون وایي، دوی په خپلو سیمو کې له کورونا سره د مبارزې په موخه ټول اړین اقدامات ترسره کړي او تر خپله وسه یې د هیوادوالو د ساتنې هڅه کړې.
د طالبانو د روغتیا کمېسیون مشر «حاجي عبدالله خان» له «نن ټکی اسیا» سره په خپله مرکه کې وویل، چې دوی تر خپل واک لاندې سیمو کې په شخصي بودیجه د عامه پوهاوي کمپاینونه په لاره اچولي، په ولس کې یې تبلیغاتي پوسټرونه توزیع کړي او د ملا امامانو پر مټ یې ددې مرض په اړه د عامه پوهې د لوړاوي هڅې کړې.
نوموړي زیاته کړه، چې تر خپل لاس لاندې پرسونل یې په ګروپونو ویشلی، په لویو لارو باندې یې په مسافرو کې د مرض د تشخیص لپاره طبي پرسونل ځای په ځای کړی او له ټولو مؤسسو یې غوښتي، څو له دوی سره د کورونا د مخنیوي په برخه کې مرسته وکړي او اړین مواد خلګو ته وویشي.
عبدالله خان ددې تر څنګ اندېښنه وښوده، چې حکومت نه غواړي ددوی دا فعالیتونه په رسنیو کې را څرګند شي، نو ځکه یې تل د عامه پوهاوي د غونډو د تخریب هڅه کړې. هغه د بېلګې په ډول یاده کړه، چې لوګر کې یې د عامه پوهاوي غونډې ته رسنۍ رابللې وې، خو حکومت د غونډې په ځای باندې الوتکې ډېرې راټېټې کړې او د رسنیو د کارکوونکو د ګرځولو په موخه یې په لاره کې جعلي جګړه په لاره واچوله.
د روغتیا کمېسیون دې مشر یاده کړه، چې دوی له کورونا سره د مبارزې په موخه ټول اړین اقدامات ترسره کړي او نیت یې دی، په بې ځایه ګرځېدو او د خلګو په اجتماعاتو بندیز ولګوي.
طالبان داسې مهال د عامه پوهاوي د غونډو د تخریب په برخه کې د حکومتي ځواکونو له کړنو اندېښنه ښيي، چې د روغتیا نړیوال سازمان او ملګرو ملتونو په هغوی غږ کړی، څو له حکومت سره په ګډه د کورونا د مخنیوي په لاره کې هڅې وکړي.
بشپړه مرکه لاندې وګورئ
ماشاء الله دیر مفید واقع سو