شعـــــرونه

غزل/ شفاعت ريحان

شفاعت ريحان

ژوندون څۀ دی ؟ زهر تېر کړه، قیصه ختمه
څوک درګران کړه، بیا یې هېر کړه، قیصه ختمه

ځه نو زۀ دي بېخي کم شم، تۀ پوره شه
ځان دي من کړه او ما سېر کړه، قیصه ختمه

پاچا!!! امن غواړې؟ مړه ديموکراسي کړه
او بچي د اسلام ډېر کړه، قیصه ختمه

مړه! اور په شیطانانو بلوی شې
نقاب سترګو نه چاپېر کړه، قیصه ختمه

ښۀ په ژوند غواړې مرګي نه څکه وکړې؟
بېلتون زور کړه او ځان زېر کړه، قیصه ختمه

بيا يې يار غوندې په زړۀ پورې رانیسم
درده! ياد د يار په څېر کړه، قیصه ختمه

لېونۍ! چې شفاعت پخلا کوې نو….
دا غزل په شونډو شېر کړه، قیصه ختمه

شفاعت ريحان

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close