شعـــــرونه

د غم هېواده/ مسلميار افغان

مسلمیار افغان

ای د درد و غم هیواده کوم پرهر ته دې وژاړم
کومې کونډې، کوم یتیم، کوم دربدر ته دې وژاړم

هر گړۍ سلگۍ سلگۍ یې خوشحالي دې خدایزده نسته
بس ژړا ده بس ویرونه کوز که بر ته دې وژاړم

دا سرې سرې او سپینې سپینې برگې برگې جنډې وینم
د غره خوا کې قبرستانه تاکه غر ته دې وژاړم

یو ارمان دې پوره نسو یوه هیله دې گل نده
څه نیمگړی پسرلی یې چې هر در ته دې وژاړم

څه لوخړې دي لمبې دي سر تر پایه پورې وسوې
ای د خړکلي گودره مازدیگر ته دې وژاړم

څه مرگونه جنازې دي څه زلمي دې تري تم سول
د چا وریت هډونه ټول کړم د چاسر ته دې وژاړم

مسلم یار دې کوم بې پلاره کوم بې زویه دلاسا کړم
ړنگ چنار او ړنگ دیار که گړوب معبر ته دې وژاړم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی.پښتین

سیاسینو اولادونه ګرځی لندن او فرانکفورت کی،،،
غریب عسکر که فدایی طالیب ته د وژاړم،،،،
یو وایی چه جهاد دی بل وایی وطن څخه دفاع ده،،،،
غاړی کی غیرو نیولی نه پوهیږم چا ته وژاړمه،،،
مشران چرګان پلوونه ډالر کلداری وهی،،،،
زه د وچی ډوډی په ارامان چاته وژاړم،،،
له یو خوا راغله کرونا بله خوا د دولت او طالیب بلا.،،،،
لاره راڅخه ورکه چه امریکا او پنجاب ته وژاړم،،،،،،
،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،غمی پښتین،سټی کنډو،پکتیا ګردیز،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close