خبرتیاوی او پیغامونه

د ننګرهار خوږياڼو ولسوالۍ د پوهنې مديريت خبرتيا

څرنګه چې په ټول هېواد کې ښوونیز مرکزونه تړل شوي او درسي بهیر یې ټکنی کړی.

د ننګرهار پوهنې ریاست په نوښت د انعکاس راډیو تلوېزون سره هوکړه شوې، چې په وړیا توګه هره ورځ د مهال وېش سره سم د سایسني مضامینو تدریس د ننګرهار پوهنې ریاست علمي بورډ د مجربو ښوونکو له خوا ورکول کېږی.

انعکاس تلوېزون چې په سټلایټ انتن کې یې هم کتلی شو د ننګرهار ولایت، ولسوالیو او د نورو ولایتو زده کوونکي هم کولی شی یادې ښوونیزې خپرونې وګوري.

دا چې د ګرمۍ موسم را روان دی، د دې ولایت یو شمېر اوسېدونکي اندېښنه لري چې وخت نا وخت د ننګرهار نغلو برېښنا د ستونزو سره مخ کېږي.

که د برېښنا مزي پرې شي، نو زده کوونکي به له یادې خپرونې محروم پاتې شي.

د ځايي اوسېدونکو اندېښنه هم پر ځای ده خو که موږ فکر وکړو برېښنا یوازې د جلال اباد ښار کې شته او لرې پرتو ولسوالیو کې ۹۸% وګړي د لمریزې برېښنا څخه استفاده کوي او همدارنګه د ښار ۸۰% اوسېدونکي هم د جنراتور او لمریزې برېښنا څخه استفاده کوي.

هیله ده چې ولسونه خپلو بچیانو باندې یادې ښوونیزې خپرونې په ټاکلې وخت تعقیب کړي او برېښنا پلمه نه کړي.

محمد صدیق حیران
د خوږیاڼیو د پوهنې مدیریت د نظارت امر

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close