
یاغي دردونه/ تپاند زهاد
تپاند زهاد
لمـر چې غوټه شي نا قـراره شـمه
چې نیمه شپه شي نا قـراره شـمه
ستا د هجران ډیوې ته ناست یمه زه
چې ټول ویـده شي نا قـراره شمه
اخ څه یاغي دي ستا دردونه اشنا
چې زما میلـمه شي نا قراره شـمه
ســتا د تصـویر سره خبـرې کـوم
زړه مي خفه شې نا قـراره شمـه
بې لتا ژونـد زما نیـمـګړی ښکاري
بي لتــا نه شي نا قـــراره شمــه
کـړم احتـرام دې د غـمو جــانـانه
چې راستــانه شې نا قراره شـمه
د قدم ګرد دي ښکلوم په سترګـو
ټولـه رانجــه شې نا قـراره شمـه
تپاند زُهاددې درد ته غیږ ورکـوم
نا قــرار زړه شـي نا قــراره شـمـه